1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوډان

د سوډان په نښتو کې د وژل شوو کسانو شمیر لوړ شوی

۱۴۰۲ فروردین ۲۸, دوشنبه

په سوډان کې د سیاليو پوځي ډلو تر منځ نښتو کې د وژل شوو کسانو شمير ۹۷ ته رسېدلی او نژدې ۱۰۰۰ تنه ټپیان شوي دي. دغه نښتې د شنبې په ورځ پیل شوي چې په کې له درونو وسلو هم پکې استفاده کیږي.

د سوډان د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان ته وفاداره ځواکونه د بورسوډان په ښار کې، د اپریل ۱۶مه ۲۰۲۳
د سوډان د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان ته وفاداره ځواکونه د بورسوډان په ښار کې، د اپریل ۱۶مه ۲۰۲۳انځور: AFP

د آلمان خبري آژانس د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د اپریل ۱۷مه) د سوډاني ډاکټرانو سازمان له قوله خبر ورکړ چې په دغو نښتو کې تر اوسه ۹۷ تنه وژل شوي او ۹۴۲ تنه نور چې په هغو کې ملکیان او سرتېرې شامل دي، ټپيان دي.

د روغتيا نړېوال سازمان هم تېره شپه د دغو نښتو کې په جریان کې د مرګ ژوبلې ارقام خپاره کړل چې په هغو کې د مړو شمېر ۸۳ او د ټپیانو شمیر له زرو ډير ښودل شوی دی.

ورته نور ولولئ:سوډان کې پوځي ناکرارۍ؛ له ۵۰ ډیر وژل شوي او ۶۰۰ ټپیان دي

د رپوټونو له مخې د سوډان په پلازمینه خرطوم کې د نښتو تمرکز د ولسمشرۍ ماڼۍ او د پوځ د مرکزي قوماندانۍ په څېر حکومتي تاسیساتو ته متوجه دی. د جنوبي دارفور ایالت په پلازمینه نیاله چې د سوډان دوهم ډير نفوس لرونکی ښار دی، په ګډون نورو ښارونو کې هم نښتې شوي دي.

دغه پراخه جګړه د شنبې په ورځ د اپریل ۱۵مه پیل شوه چې پکې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل کیږي او رپوټونه وايي چې نن دوشنبه هم جریان لري. د دې جګړې اصلي دلیل د سوډان د اوسني حاکم جنرال عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان داغلو چې د دې هیواد د چټک غبرګون د ځواکونو  مشر دی، ترمنځ شخړه ده.

ورته نور ولولئ:وسله والو کسانو په سوډان کې ۶۰ تنه وژلي

رقيبې ډلې د یو بل پر وړاندې جګړه کې له ټانګونو او هوايي بمباريو په ګډون له درونو پوځي وسلو څخه کار اخلي. وروسته له هغې چې د جګړې لمن د خرطوم ښار ډير نفوس لرونکو سیمو ته وغځېده د تلفاتو شمير کې هم ډېروالی رامنځ ته شو.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف (28.04.2016) څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب