د سویس له پولې څخه ګڼ شمیر مهاجر آلمان ته داخلیږي
۱۳۹۷ مرداد ۷, یکشنبهد مهاجرت او پناه غوښتنونکو په چارو کې د آلمان د فدرالي ادارې یا «بامف» د معلوماتو له مخې د ټول آلمان په کچه د روان کال د جنوري میاشتې نه تر جون میاشتې پوري په مجموعي ډول ۲۱ زره او ۴۳۵ پناه غوښتونکي ثبت شوي دي. یادې ادارې ویلي چې دا هغه شمیر مهاجرین دي چې په ناقانونه توګه او پرته له اجازې د آلمان خاورې ته داخل شوي دي.
«بامف» همدا راز ویلي چې د اتریش او آلمان د ټولې پولې په اوږدو کې آلمان ته د راتلو په موخه په مجموعي ډول پنځه زره کسان ثبت شوي دي.
په عین وخت کې د آلمان فدرالي پولیسو د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د جولای میاشتې په ۲۹ نیټه) وویل چې د دوی ځواکونو د آلمان د بایرن ایالت په «روزنهایم» ښار کې اووه تنه مهاجرین نیولي چې غوښتل یې له ایټالیا څخه آلمان ته د واردیدونکو توکو په بار یوه اورګاډي کې د اتریش له پولې ځانونه آلمان ته ورسوي.
پولیسو ویلي چې د دغو مهاجرینو د دوه ساعته پلټنې په ترڅ کې له چورلکو هم کار اخیستل شوی دی. سربیره پر دې پولیسو ویلي چې دوی د امنیتي دلایلو له امله د بریښنا جریان هم قطع کړی وو چې له امله یې د روزنهایم په ښار کې د اورګاډو تګ راتګ هم ځنډیدلی وو.
د چارواکو په حواله په دې عملیاتو کې له ګینه هیواد څخه یو پناه غوښتونکی او له نایجریا څخه شپږ تنه د نورو پناه غوښتونکو پیژندګلوي شوي. له دوی څخه یوه میندواره میرمن او یو کوچنی ماشوم بیا روغتون ته د درملنې له پاره لیږل شوي دي چې بیا وروسته له روغتون څخه بیرته رخصت کړل شوي. په دې هکله د چارواکو په اعلامیه کې راغلي چې د ګینه هیواد پناه غوښتونکي د مهاجرینو د هرکلي مرکز ته انتقال شوی. زیاته شوې چې نایجریايي پناه غوښتونکي د پناه غوښتنې د دلایلو د کمښت له کبله آلمان ته د سفر اجازه نه لري او باید ډیر ژر بیرته آلمان ترک کړي.