پنځه ورځني پوځي مانورونه چې "Vigilant Ace" نوم ورکړل شوی دی پکښې د امریکا د امنیتي ځواکونو ۱۲۰۰۰ کسان او همداشان ۲۳۰ پوځي الوتکي ونډه لري. د سویلي کوریا د رسنیو د ناتائید شوو رپوټونو له مخې ښایي په دغو مانونورو کې امریکایي بم غورځونکي B-1B ډوله الوتکې هم ونډه ولري.
د امريکا د معلوماتو له مخې په دغو مانوورنو کې به د کوریا په ټاپو وزمه کې د دواړو هیوادونو (سویلي کوریا او امريکا متحدو ایالاتو) یوه ماموریت ته چمتووالی وازمویل شي.
د ۲۰۱۶م کال په نوامبر میاشت کې تر۱۶۰۰۰ زیات عسکرو او تر ۲۰۰ زیاتو الوتکو برخه اخیستې وه. دغه تمرینونه هر کال کیږي.
څو ورځې تر مخه شمالي کوریا یو بالستیک یا قاره یي توغندی وزامویه. دغه کار د نړیوالې ټولنې له سخت انتقاد سره مخامخ وو. له سیاسي اړخه منزوي شوي دغه هیواد د توغندي تر ازمویلو وروسته وویل چې اوس کولای شي د امريکا متحدو ايالاتو خاوره په نخښه کړي.
شمالي کوریا د لمسون یادونه کړې
د شمالي کوریا په سوله ایز ډول د بیا یو ځای کیدو کمیټې پر امريکا او سویلي کوریا باندي د یکشنبې په ورځ تور ولګاوه چې په دغو مانورونو سره په بشپړه توګه شمالي کوریا ویجاړول غواړي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د متحدو ایالاتو حکومت د یوې اتومې جګړې په لمسون تورن کړ. شمالي کوریا په منظم ډول پر متحدو ایالاتو باندې تور لګوي چې له سویلي کوریا سره د پوځي مانورونو په ترڅ کې د یوې حملې له پاره چمتو والی نیسي. خو سویلي کوریا او امريکا بیا دغه خبره ردوی.
s.r/n.z (dpa, rtr, ape, afpe)
زموږ له آرشیف څخه:
د شمالي کوریا پوځ څومره غښتلی دی؟
نه يوازي دا چي شمالي کوریا اوس په نړۍ کي يو له تر ټولو ستر پوځ لري، بلکي د خپلو وسلو او تجهیزاتو د لا پیاوړتيا او ډېرښت لړۍ يې هم جاري ساتلې ده.
انځور: Reuters/KCNAدغه هیواد ۷۰۰۰۰۰ پوځ او ۴،۵ میلیونه ریزرف پوځ لري چې د اړتیا په صورت کې خدمت ته اماده وي. په دې توګه نو د دغه هیواد نږدې هر ۵ تن پوځي دی.
انځور: Getty Images/AFP/E. Jonesد وسلو او تجهیزاتو نړیوال شاخص د ۲۰۱۷م کال د رپوټ پر بنسټ، دغه هیواد ۷۶ اوبتلونه، ۵۰۲۵ زیري ټانکونه او ۴۵۸ جنګي الوتکې لري. په دغه انځور کې چې د ۲۰۱۳م کال دی د شمالي کوریا واکمن کم جونګ اون د قوماندې په مرکز کې لیدل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpaشمالي کوریا هرکال په پلازمېنه پيونګ یانګ کې د یوه پوځي پرېډ په ترڅ کې خپلې وسلې او تجهیزات نندارې ته وړاندې کوي. د وسلو دا ډول ننداره د دغه کمونیستي هیواد له تاریخي او ملي ورځو سره مطابقت کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/KCNAامریکا متحدو ایالاتو د تيري سه شنبې په ورځ د شمالي کوریا له خوا، د بالستيک توغندي د آزموینې بریاليتوب تائید کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي دي: دغه آزموینه د شمالي کوریا له خوا امریکا، د هغه متحدینو او نړیوالو ته د ورپیښ احتمالي نوي ګواښ جدیدت ښيي.
انځور: Getty Images/AFP/KCNAپر ډیرو سختو بندیزو سربیره شمالي کوریا خپل د اټومي پروګرام لړۍ جاري ساتلې ده. دغه هیواد په مجموع کې تر اوسه پورې ۵ اټومي آزمویني کړي دي. یوازي په ۲۰۱۶م کال کې یې دوې آزموینې کړي دي. د سویلي کوریا د دفاع وزیر وایي چې په ډیر قوي احتمال به شمالي کوریا ډیر ژر شپږمه آزموینه هم وکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/KCNAیوازي چين او روسیه تر اوسه پوري د شمالي کوریا متحدین دي. د شمالي کوریا رژیم د «امریکا متحدو ایالاتو امپریالیستي قدرت» خپل اصلي دښمن بولي او جاپان او سویلي کوریا په دویمه درجه کې ځای لري. شمالي کوریا د امریکا او سویلي کوریا د کلني ګډ پوځي مانورونو پر وړاندې په ډیر حساسیت سره غبرګون ښيي.
انځور: Reuters/K. Hong-Jiداسې ښکاري چې د شمالي کوریا له خوا د بالستيک توغندی تر ازموینې وروسته اوس د امریکا حوصله ختمه شوي وي. د شمالي کوریا د توغندو آزموینه د جې ۲۰ په سرمشریزه کې یوه د بحث موضوع وه.
انځور: picture-alliance/Zumapress/M. Brown