د سویډن ملکې سېلویا د چهارشنبې په ماځیگر د جرمني د مایناو په جزیره کي د ځوانو مهاجرو له پاره یو نوئ پروگرام پیل کړ. په دغه پروگرام کي د نورو ترڅنگ ځوان افغانان هم شامل دي.
اعلان
ملکې ددغي جزیرې د «واپن زال» په نامه سالون کي له ۱۴ کلنۍ څخه تر ۱۶ کلنۍ پوري هغو لسو نوو ځوانانو سره وکتل، چي د نورو ترڅنگ یې د سوریې او افغانستان څخه پناه راوړې وه. له دوی سره به د «گيشویستر سکول» د مکتب څخه لس نور د عین سن درلودونکي ځوانان یوکال افتخاري عملي کومکونه وکړي او د مینتور مؤسسې له خوا به تمویل سي.
په جرمني کي د مینتور مؤسسې د څانگي اداري آمرې زېلبیا پیریڅ وویل چي ددغي پروژې هدف بې له موانعو څخه د ۱۳ کلنۍ څخه تر ۱۷ کلنیو پوري ځوانانو ممکنه مدغمیدل دي. د نورو ترڅنگ به له دغه سن ځوانانو سره د الماني ژبي په زده کړو، د مکتب درسونو او یا سپورټي کلبونو کي د شاملیدو په لار کي کومکونه وسي.
د جرمني په هایدل بیرگ کي زیږیدلې د سویډن ملکه، چي په عین حال کي د مینتور مؤسسې رئیسه هم ده، د آلمان خبري آژانس ته وویل چي د ادغام موضوع په سویډن کي همدا ډول مهمه ده، لکه په جرمني کي. تر ټولو بیا دا ډیره مهمه ده، چي د هغو کوچنیانو او نابالغه کسانو پالنه وسي، چي بې له والدینو څخه یوازي راغلي دي.
ملکې د صدراعظمي انګيلا ميرکل د هغی مشهوري جملې په باب،چي «موږ پر بریالي کیدلای سو» وویل: سړئ باید کلکه اراده ولري او بیا نو «پر برلاسي کيدلای سي».
زموږ له ارشيف څخه:
اروپا ته د رسېدو له پاره تر «مرگوني لاري» تيريدل
ځيني ځوان مهاجر د ښه ژوند کولو له پاره اروپا ته د تگ «مرگونې لار» غوره کوي. که هغوی روغ رمټ هم ورسيږي، کيدای سي چي ونيول سي او بيرته ولېږل سي. خو دوی بيا هم دغه کار کوي.
انځور: DW/F.Scoppa
په ځنگلونو کي
څو تنه افغان مهاجر له دې ويري چي پوليس ئې و نه نيسي، د فرانسې پر لور يوه ۱۲ کيلومتره لنډ ځنگلي خو «مرگونې لار» غوره کوي.
انځور: DW/F.Scoppa
مخفي لار
ځيني مهاجر د ايټاليا له «ونتيميلا» ښار څخه د فرانسې «منتون» ښار ته د رسېدول له پاره پر پښو له دغو تونلونو يا د اورگاډي د پټلۍ بغل نيسي يا پر غرونو ور اوړي. خو د دغو لارو هره يوه چي انتخاب کړي د مرگ خطر ورسره تړلی دئ.
انځور: DW/F.Scoppa
ډير مهاجر پر هغو لويو لارو چي فرانسې ته رسيږي خپل سفر ته دوام ورکوي. خو هغوی په دې انتخاب له خپل ژوند سره لوبي کوي.
انځور: DW/F.Scoppa
د دوی ډېری هيڅ معلومات نه لري چي پر دغه «مرگونې لار» څه پيښيدای سي. هغوی له ځانه سره هيڅ خواړه او اوبه نه لري، نو د ځنگله له اوبو او وښو څخه کار اخلي.
انځور: DW/F.Scoppa
مهاجر پر لاري باندي په هغو ځايونو کي استراحت کوي چي بزگرانو جوړ کړي وي. دوی خپل زاړه يا خيرن کالي دلته پريږي او پاک اغوندي څو د فرانسې د پوليسو له شکه ځان وساتي.
انځور: DW/F.Scoppa
دلته د فرانسې او ايټاليا ترمنځ سرحد کي د لار ښووني يو بيرغ ښکاري څو خلک پوه سي چي دوی له کومه ځايه تيريدای سي. د فرانسې حکومت تر دوهم نړيوال جنگ وروسته له ايټاليا څخه د مهاجرو د راتگ د مخنيوي په موخه دغه اغزن ديوال جوړ کړ.