د امریکا د مرکزي استخباراتو مشر مایک پامپئو، ویلي چې هیواد به یې په خپل توان کې هر څه وکړي چې طالبان د سولې د مذاکراتو میز ته راولي. هغه ټینګار کړی چې پاکستان باید په لومړي سر کې طالبانو ته پټنځایونو له ورکړې ډډه وکړي.
اعلان
پامپئو د پنجشنبې په ورځ وویل، د دې له پاره چې دغه خبرې اترې پر مخ ولاړې شي باید طالبان د جګړې په ډګر کې د بریا هیله و نه لري. هغه روښانه کړه چې دا په دې معنی ده چې د طالبانو جنګیالي نور د دې امکان و نه لري چې د افغانستن له پولې واوړي او په پاکستان کې پټ شي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په وروستیو وختونو کې د افغانستان له پاره خپله ستراتیژي اعلان کړه او په عین حال کې یې ټینګار وکړ چې هیواد به یې نور په پاکستان کې د طالبانو پټنځایونه و نه ځغمي. ترمپ په خپله نوې ستراتیژي کې افغانستان ته د اضافي امریکايي سرتیرو د استولو له پاره لار پرانیسته.
هغه وویل چې دا اړینه خبره ده چې واشنګټن له پاکستان سره د هغه څه په اړه چې دغه هیواد یې ترسره کوي او هغه تمې چې امریکا یې له اسلام څخه لري، ریښتینې خبرې اترې وکړي.
د پامپئو په خبره امریکا متحده ایالات به د سولې خبرو اترو ته د طالبانو د راوستلو له پاره په خپل توان کې هر څه ترسره کړي. هغه وویل چې په دې کې دا خبره هم شامله ده چې طالبانو د جګړې د ګټلو هیڅ هیله و نه لري.
دغه امریکايي چارواکي روښانه کړه، تر هغه وخته چې په پاکستان کې د طالبانو پټنځایونه موجود وي، دغه هدف نه شي ترلاسه کیدای. کابل او واشګټن پر پاکستان طالبانو او د حقاني شبکې ته د پټنځایونو ورکولو تور لګوي، خو اسلام آباد دغه تورونه ردوي.