1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيامریکا متحده ایالات

د سپتمبر یوولسمه؛ د دوو نورو مړو هويت وپېژندل شو

۱۴۰۲ شهریور ۱۹, یکشنبه

د يولسم سپتمر ۲۰۰۱ تروريستي بريدونو د ۲۲مې کليزې درشل کې امريکايي چارواکو د دوو نورو قربانيانو هويت پېژندلی دی.

د سپتمبر د یوولسمې ۲۲ کلنه کلیزه
د سپتمبر د یوولسمې ۲۲ کلنه کلیزه انځور: Spencer Platt/Getty Images via AFP

 د دي ان آې شننو له لارې د يوې ښځې او يوه سړي هويت وپېژندل شو چې په نيويارک کې پر نړيوال تجارتي مرکز په بريدونو کې وژل شوي ول.

دغه خبره د نيويارک ښاروال ايریک آدمز او د داه ښار د عدلي طب دفتر وکړه. آدمز وويل « موږ هيله لرو چې دغه نوې پېژندنې به د قربانيانو کورنيو ته يو ډول تسلي وبخښلی شي.»

د هغو مړو شمېر چې ۲۲ کاله پخوا د نیویارک پر یوه نړيوال تجارتي مرکز باندې په بريد کې تر دې دمه پېژندل شوي دي، اوس ۱۶۴۹ تنو ته لوړ شوی دی. خو ۱۱۰۴ تنه نور قربانيان بیا تر ننه پورې پېژندل او تثبيت شوي نه دي. د نيويارک د عدلي طب له خوا مخ ته وړنکې  دغه پروسه د هغوی د خپلو څرګندونو له مخې د متحده آيالاتو په تاريخ کې  « د عدلي طب تر ټولو ستره او پېچلې څېړنه ده.»

د ياد دفتر په وينا په ډي ان آې تکنالوژي کې د پام وړ پرمختګونه په دغو څېړنو او پلټنو کې مرسته کوي. په دغو تحقيقاتو کې د ډي ان آې ټوټې د خپلوانو له نمونو سره مقايسه کيږي. سره له دې هم دغه کار  ورو مخ ته ځي. وروستۍ بريالۍ پېژندنې دوه کاله پخوا شوې وې.

د القاعده تروريستي شبکې له خوا د يرغمل شوو طيارو په مټ په تر سره شوو بريدونو کې ۲۲ کاله پخوا ټول ټال ۲۹۷۷ تنه مړه شوي ول. دغو بريدونو د امريکا متحده آيالات ولرزاوه  او د لسيزو اوږدې »ترهګرۍ ضد جګړې« لامل وګرځېدل. کال په کال په امريکا کې د يولسم سپتمبر بريدونو د قربانيانو ياد تازه کيږي. 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب