د یاد شرکت اجرایوي ریس، ایلون موسک وايي: «موږ په ډیره خوښۍ سره دا اعلانوو چې دوه ملکي کسان سپوږمۍ ته د تګ له پاره له سپیس ایکس شرکت سره په اړیکه کې دي او دا سفر به د راتلونکي کال په پای کې ترسره شي.» د ټکنالوجۍ دغه میلیاردي شرکت همدا راز زیاته کړې چې دواړه کسان یو بل پیژني، خو د دوی او د سفر د مصارفو په هکله یې ډیر معلومات ور نه کړل. موسک وویل چې دواړو کسانو د سفر له پاره یوه ډیره اندازه پیسې مخکې له مخکې ورکړي دي.
نوموړي څرګنده کړه: «دا کسان له هالیوډ څخه نه دي.»
په ورته وخت کې موسک دا ومنله چې فضا ته په تګ کې تل خطرونه موجود وي. نوموړي وویل چې دغه سیلانیان په «خلاصو سترګو په دغه سفر ځي. دوی ساده نه دي او موږ به د خطرونو د راټیټولو له پاره خپلي ټولي هڅې وکړو خو د خطرونو کچه په پوره توګه صفر کیدای نه شي.»
د [امریکايي موټرو شرکت] ټیسلا یاد متصدي دا هم جوته کړه چې مخکې له دې چې سیلانیانو له پاره د فضا د تګ اجازه ورکړل شي، دوی ته به «قوي روزنه» هم ورکړل شي. دغه سفر به د سپوږمۍ چاپیر د یوې اونۍ له پاره دوام وکړي او په سپوږمۍ کې به څوک ښکته نه شي.
له ناسا سره رقابت
دا لومړی ځل نه دی چې سپیس ایکس شرکت د ناسا د ځای نیولو هڅه کوي. دغه شرکت مخکي هم داسې پروګرامونه لري چې د ۲۰۱۸م کال په منځ کې بین المللي فضايي اډې ته د امریکا متحدو ایالاتو د حکومت په استازیتوب فضانوردان انتقال کړي. په دغه ماموریت کې به د سپیس ایکس شرکت د ډرګون [یا ښامار] په نامه خپل توغندی او کپسولونه وکارول شي.
د "شیاپارلي" په نوم د اروپا د فضایې سازمان فضایې بیړۍ باید د اکتوبر میاشتې پر ۱۹ نیټه د مریخ پر مخ ناسته کړې وایې، خو له بده مرغه یې د مریخ له سطحې سره ټکر وکړ او لمنځه ولاړه.
انځور: picture alliance/dpa/ESA
گالیلئو
د سټلایټ گالیلئو په نوم اروپایې اتحادیې او اروپا د فضایې سازمان ګډ محصول دی چې د دسمبر میاشتي پر ۱۵مه نیټه یې خپل کار پيل کړی دی. دغه سپوږمکۍ د جهت او موقعیت معلومولو، په برخه کې مرسته کوي.