د سپيس ايکس ستورمزلي پنځه مياشتې وروسته ځمکې ته راستانه شول
۱۴۰۱ اسفند ۲۱, یکشنبه![SpaceX Crew-5 mission](https://static.dw.com/image/63365612_800.webp)
د امريکایي فضايي ادارې ناسا له خوا ژوندۍ انترنتي خپرونه کې ليدل کيږي چې دغه فضايي کپسول څنګه په ځايي وخت د شپې په نهه بجې د امریکا متحده ایالاتو د فلوريدا آيالت په خوا کې راکوزيږي.
په دغه کپسول کې روسۍ، آنا کيکينا، امريکايي ستورمزلي نيکول مان او جوش کاسادا او جاپانی، کويچي واکاتا سپاره ول. د نړيوالې فضايي اډې پنځمه عمله (Crew 5) د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په پيل کې له کېپ کاناورل څخه د سپيس ايکس توغندي کې د ناسا په فرمايش فضا ته توغول شوې وه.
اوس شپږمې عملې چې لس ورځې مخکې دغې فضايي اډې ته رسېدلې ده، د دوی ځای نيولی دی. په شپږمه عمله کې د ناسا ستورمزلي، ستيفن بوون او وارن هوبورګ، روسي فضانورد اندري فيديايف او د عربي اماراتو ستورمزلی، سلطان النجادي شامل دي.
په نړيواله فضايي اډه کې همکاري يوه له لږو برخو څخه ده چې د امريکا متحده آيالات او روسيه په کې يو کال مخکې پر اوکراين د روسي يرغل راهيسې لا ګډ کار ته دوام ورکوي.