1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سپين بولدک پوله له نښتو وروسته بېرته پرانيستل شوه

۱۴۰۰ اسفند ۸, یکشنبه

د افغانستان او پاکستان تر منځ يوه کليدي پوله د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي ستونزې وروسته اوس بیرته پرانیستل شوې. چارواکو ويلي چې د پاکستاني او د طالبانو د امنيتي ځواکونو تر منځ د تیرې ورځې نښتو کې لږ درې تنه وژلي ول.

Pakistan Afghanistan Flüchtlinge kehren zurück
د آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د طالبانو د ولکې راهيسې د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ نښتې زياتې شوې دي. پاکستان ادعا کوي چې اورپکې ډلې د افغانستان له خاورې څخه بريدونه پلانوي.

طالبان بيا دغه خبره ردوي چې پاکستانيو اورپکو ته يې ځای ورکړی خو خپله بيا دې ته په غوسه دي چې اسلام آباد د ۲۷۰۰ کيلومتره اوږدې پولې په اوږدو کې کټارې لګوي. دغه ليکه د استعمار په وخت کښل شوې او د ډيورنډ کرښې په نوم شهرت لري. د پاکستان د نيمه پوځي ځواکونو يوه وياند د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې »پوله د هر ډول فعاليتونو له پاره بېرته پرانيستل شوې ده.« يوې امنيتي سرچينې وويل چې دغه اقدام د پاکستاني چارواکو او د کندهار د والي تر منځ تر »برياليو خبرو اترو« وروسته پورته شوی دی.

د کندهار له پاره د طالبانو والي، محمود عزام، هم دغه خبره تائيد کړې ده. دواړو لورو يو پر بل د چمن او سپين بولدک تر منځ د نښتو پړه اچولې ده چې سپکې او درنې وسلې پکې کارول شوې وې. له دې پولې څخه هره ورځ په زرونو کسان تېريږي چې سوداګر او داسې ناروغان پکې شامل دي چې په پاکستان کې يې درملنه کيږي. د دې تر څنګ ډېر خلک د خپلوانو ليدو ته هم له يادې پولې څخه تېريږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل