د یوې نوي څېړنې له مخي ، آلمان بحراني سیمو ته د سپکو وسلو په صادرولو سره په وسله والو شخړو کې د ښکيلو هیوادونو کوچنیانو د ساتلو په برخه کي د بین المللی حقونو منل سوی خپل مکلفیت نه دی ادا کړی.
دغه څېړنه د «سپکه وسله په کوچنیو لاسونو کي» او «د آلمان د وسلو صادرات د کوچنیانو له حقونو څخه سرغړونه ده» ترعنوان لاندي، د «نړۍ له پاره ډوډۍ» او تیری دي هومز د مرستندویه سازمانو له خوا د پنجشنبه په ورځ خپره سوې ده. د هغې له مخي د ۲۰۱۴ م کال راهیسي له آلمان څخه د سپکو وسلو او مهماتو صادرات د لږ تر لږه ۱۵۰ میلیونه یورو په ارزښت، د ۲۰ هیوادونو څخه هغو اتو هیوادونو ته صادر سوي چي د ملګرو ملتو د عمومي منشي له خوا په کلني رپوټ کي ورڅخه د کوچنیانو د حقوقنو د سرغړوونکو هیوادونو په توګه یادونه شوې ده. په دغو هیوادونو کي افغانستان، هند، عراق، ایران، اسراییل، کولمبیا، پاکستان، فیلیپین او تایلند شاملیږي.
د دغو پلټنو په حواله، د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کالونو ترمنځ له ۲۴ زره څخه اضافه تهاجمي وسلې، ۲۴ میلیونه شلیک کوونکي مرمۍ، ۲۰ زره لاسي بمونه او په سلهاوو د ټانګ ضد راکټونه او دفاعي سیستمونه، له آلمان څخه د سوریې او عراق کړکیچنو سرحدي سیمو ته استول سوي دي.
همدارنګه غیر دولتي سرتیري هم په آلماني وسلو سمبال سوي، که څه هم دا معلومه ول چې دغه کم عُمره کسان عسکرۍ ته جذب سوي دي.
د بلې خوا هغو هیوادونو چې د سعودي په مشرتوب په یمن کي جنګیدل، هم آلماني وسلې په لاس راوړي دي. په هغو کي مصر، قطر، سعودی عربستان او عربي متحده امارات شامل دي. د یمن جګړه په نړیواله سطحه په یوه لوی بشري ناورین اوښتې ده.
دغه څېړنه د یوه رسمي سند په توګه د ملګرو ملتو د دولتونو د راپور ورکوونکو په پروسه کي ثبت سوې او اوس په دې هکله ورباندي څیړنې کیږي چې آلمان د ملګرو ملتو د کوچنیانو د حقونو کنوانسیون څه ډول عملي کوي.
زموږ له آرشیف څخه:
ايا کلاشينکوف کاپي سوی وو؟ د عربي اماراتو د شرکت ارمان ولي نيمګړی پاته سو؟
د آلمان پوځ د ۱۲۰ زره انفرادي وسلو پير مناقصې ته کيښود. د «هينل» شرکت د خپل «ام کې ۵۶۶» وسلې سره د دغې مناقصې ګټونکی شو. خو د آلمان پوځ په وروستيو ورځو کې دغه مناقصه لغوه کړه. دا چې ولې، په انځوريز رپوټ کې يې وګورئ: انځور: C. G. Haenel GmbH په حاضر وخت کې د آلماني سرتيرو انفرادي وسله «G36» ده. د دغه سريز وسلو «ژ۳» ډوله ېې د ايران په شاهي نظام کې د دغه هیواد پوځ درلود.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Schulze «G36» په ۲۰۱۲ کال کې د يو څه مودې له پاره د تودو خبرونو په سرټکو کې ځای پیداکړ، ځکه سرتيرو ويلي وو چې دغه وسله د ډزو پر وخت ګرمه راځي او کيفيت يې ښکته راځي. د «هکلر او کخ» کمپنۍ چې دغه وسله يې جوړه کړې وتوانيد چې دغه ستونزه حل کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Charisius د «هکلر او کُخ» د وسلو جوړولو شرکت، د آلمان د بادن ووتنبرګ ایالت په اوبرن دورف سيمه کې ده چې د دوهمې نړيوالې جګړې وروسته په کال ۱۹۴۹ کې تاسيس شوه. دغه شرکت د نړۍ په ۸۸ هيوادونو وسلې خرڅوي او د ناټو اکثره غړي يې هم مشتريان دي. په اکثرو مخکينیو کلونو کې به هکلر او کوخ شرکت د آلمان پوځ (بوندیس ويهر) د مناقصو ګټونکی هم کيدی.
انځور: picture-alliance/dpa/W. von Dewitz د «هکلر او کُخ» تر ۲۰۱۲م کال پورې د «G3» وسلې څخه باندې ۷ ميلیونه ميله توليد کړې وې. د آلمان ساخت دغه وسله تر روسي کلاشينکوف د ۷۰ او ۱۰۰ ميلیونه ميله او د امريکايي «ام شپاړس» د ۱۲ ميليونه ميله وروسته په دريم ځای کې قرار لري.
انځور: picture-alliance/ ZB د آلمان په پوځ کې د وسلو د عصري کولو په موخه، د آلمان د دفاع پخوانۍ وزیرې، اورزولا فون در لاین، په ۲۰۱۷م کال کې د ۱۲۰ زره ميله نوو وسلو د تهیه کولو امر صادر کړ. په دغې مناقصه کې مختلفو شرکتونو ګډون وکړ، لکه: «هِنل» (Haenel)، «هکلر او کُخ» (Heckler&Koch)، «زیګزاور» (SigSauer) او اتریشي شرکت «شتایر منلیشر» (Steyr-Mannlicher).
انځور: picture alliance/dpa/B. Thissen د آلمان پوځ په ۲۰۲۰م کال کې د «هلکر او کُخ» شرکت لخوا د ۱۲۰ زره ميله نوو وسلو جوړولو وړانديز رد کړ او پر ځای يې د ۲۵۰ ميليونه يورو په ارزښت، د «هينل» شرکت «ام کا ۵۶۶» ډوله وسلې ته مثبت ځواب ورکړ. دا په وروستيو کلونو کې لومړی ځل دی چې د آلمان پوځ د هګل شرکت وړانديز ردوي. د هينل شرکت چې بایسکلونه هم جوړوي، په کال ۱۸۴۰ کې د کارل ګوتیلب هنل له خوا د آلمان په ختيځ، تورينګن کې تاسیس شو.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann د «هينل» شرکت وروسته له هغې چې د هوګو او کارل په نوم د اشمیسر وروڼه ورسره يوځای شول، نړيوال شهرت يې پيدا کړ. دغو دوو وروڼو په کال ۱۹۴۴ کې د نړۍ لومړنی تعرضي (اتومات) ټوپک «Mp44» تولید کړ. د کلاشینکوف په څير نني پرمختللي اتومات ټوپکونه هم د «ايم پي ۴۴» پر اساس جوړ شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa د هيتلري ځواکونو د ماتې او شرقي آلمان ته د سور پوځ په داخلیدو سره، د هينل شرکت رخصت کړل شو او ټولې وسلې، اسناد، طرحې او کړي تحقیقات يې پخواني شوروي ته انتقال شول. هماغه وو چې پخواني شوروي په کال ۱۹۴۷ کې روسي کلاشينکوف جوړ کړ. کلاشينکوف د نړۍ په سطحه يوه تر ټولو ښه وسله وګرځيده چې دې سره د ۷۰ تر ۱۰۰ ميليونه ميله پورې وپلورل شول.
انځور: picture-alliance/dpa/ZB/S. Thomas ميخائيل کلاشينکوف، هيڅ کله ونه ويل چې هغه د آلماني انجنیرانو وروڼو «هوګو او کارل اشميسر» له ټوپک څخه کاپي کړې ده، خو عجيبه دا ده چې کله په ۲۰۱۷م کال کې د هغه د يادښت ودانۍ څخه پرده پورته او خلکو ته ښکاره کړل سوه، څو ورځې وروسته، د دغې ودانۍ جوړونکي هنرمند، هوګو او کارل شميسر، د ودانۍ هغه برخه حذف کړه چې د کلاشينکوف وسلې ډيزاينونه په کې وو او هغه ډيزاينونه کټ مټ آلماني «ام پي ۴۴» ټوپک ته ورته وو.
انځور: Thomas Körbel/dpa/picture-alliance په ۲۰۰۲م کال د تورينګين په «زول» ښار کې د وسلو په موزيم کې د «اشميسر= کلاشينکوف ؟؟» په نوم يو نندارتون جوړ شوی وو. په دغه نندارتون کې د آلماني ساخت «Mp44» ټوپک له مخې د روسي کلاشينکوف کاپي کيدو ذکر شوی وو. پورتنی انځور د آلمان ساخت «ام پي ۴۴» ټوپک او لاندينی د روسي کلاشینکوف دی.
انځور: dpa/picture-alliance د «هينل» د وسلو جوړولو المانی شرکت، د پخوانيو شوروي اتحاد تر لمنځه تلو او د آلمان تر وحدت وروسته، په ۲۰۰۸م کال کې له سره بیا فعال شو. دغه شرکت د «مرکل» (Merkel) شرکت سره تړاو لري کوم چې ښکاري وسلې او سپورتي وسايل جوړوي. هينل د ۹ کارکونکو سره، په کال ۲۰۱۸م کې د ۷ ميليون او ۱۵۰ زره يورو په ارزښت فروشات درلودل البته د ۴۸۵ زره يورو زیان سره.
انځور: Michael Reichel/dpa/picture-alliance اوس دوه پوښتنې مطرح کيږي، لومړی دا چې د «مرکل» شرکت د چا دی؟ دغه شرکت د متحده عربي امارتو حکومت د حکومت اړوند، د هلدينګ «توازن» دی. دوهمه پوښتنه دا ده: يو شرکت چې يوازې ۹ کارکونکي لري او زيان هم ويني څنګه کولای شي ۱۲۰ زره میله وسله او اړوند قطعات يې په کم وخت کې توليد کړي؟
انځور: picture-alliance دلته د کاراکال په نوم د وسلو جوړولو د يو بل شرکت نوم هم مطرح شوی چې دا هم د عربي متحده اماراتو د حکومتي هلندينګ «توازن» اړوند دی. دغه شرکت په ۲۰۰۷م کال په ابوظبي کې جوړ شو او اوس د خپلو لوړو خيالاتو سره غواړي په غیرمستیمه توګه د آلمان پوځ سره تسليحاتي معامله وکړي.
انځور: Michael Reichel/dpa/picture-alliance تر اعتراضونو وروسته، د آلمان پوځ د «ام کې ۵۵۶» مناقصه فسخه کړه، دلايل يې سياسي نه بلکې د «اختراع په ثبت کې احتمالي مناقشه» او د «توليد انحصاري حقوق» ښودلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/K. Sahib د آلمان په فسخه شوې مناقصه کې په پام کې وو چې د «هينل» شرکت «ام کې ۵۵۶» ډوله وسله واخیستل شي. داسې ښکاري چې دغه وسله د کاراکال شرکت ساخت وسلې «CAR816» څخه په لږ تغيير کاپي شوې وي چې په واقعیت کې د امریکا د «AR15» وسلو د کورنۍ يو غړی دی. تر اعتراضونو وروسته، د آلمان پوځ د «ام کې ۵۵۶» مناقصه فسخه کړه، دلايل يې سياسي نه بلکې د «اختراع په ثبت کې احتمالي مناقشه» او د «توليد انحصاري حقوق» ښودلي دي.
انځور: C. G. Haenel GmbH