د سپین بولدک او چمن ترمنځ دوازه بېرته پرانیستل شوه
۱۴۰۱ آذر ۲۱, دوشنبه![Pakistan Afghanistan Grenze](https://static.dw.com/image/63510986_800.webp)
اعلان
د رویټرز خبرې آژانس په حواله د پاکستان پوځ ویلي چې افغانستان سره یې سرحدي دروازه پرانیستې ده.
د طالبانو تر کڼټرول لاندې باختر خبري آژانس هم لیکلي دي چې د سپین بولدک او چمن دوازه وروسته له څلورویشتو ساعتونو تړل کېدو بېرته پرانیسل شوې ده.
باختر خبري آژانس لیکلي: «د کندهار د سپین بولدک او چمن دروازه چې تېره ورځ د ځینو ستونزو له امله تړل شوې وه، نن وروسته د افغانستان او پاکستاني پوله ساتونکو چارواکو له مذاکراتو څخه پرانیستل شوه.»