د سړک د غاړې ماین د فراه يو لوړپوړي چارواکی وواژه
۱۳۹۵ بهمن ۱۹, سهشنبهاعلان
د فراه ولایت ویاند اقبال بهار، ویلي دي چې د دې ولایت د خاک سفید ولسوالۍ تر ټولو لوړپوړی چارواکی عبدالخالق، خپل کور ته نژدې په یوې بمي چاودنه کې وژل شوی دی. پیښه د سه شنبې په ورځ رامنځ ته شوې ده.
د بهار په خبره خالق سهار وختي له مسجد څخه د خپل کور پر لور روان وو چې د دغې چاودنې قرباني شو.
د طالبانو ویاند قاري یوسف، د فراه ولایت د دغې پیښې پړه پرغاړه اخیستې ده.
طالبان وخت ناوخت د افغان ځواکونو، چارواکو او د هغوی د نړیوالو ملاتړ د په نښه کولو په موخه د سړک د غاړې له ماینونو څخه کار اخلي. خو ډیر وخت بیا ملکي وګړي د دغو بمونو په قربانیانو کې شامل وي.