1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سږکال سختي ګرمۍ د لسو زرو فرانسویانو ژوند اخیستی

۱۴۰۱ آذر ۲, چهارشنبه

د سږکال سختي ګرمۍ د صحي چارواکو په حواله په فرانسه کي د تقریباً لسو زرو کسانو ژوند اخیستی دی.

Frankreich | Dürre Wein
انځور: Patrick Aventurier/abaca/picture alliance

دغو چارواکو پرون سه شنبه په پاریس کي خبر ورکړ، چي د سږکال د جون له اولي نېټې څخه د سپټمبر تر پنځلسمي پوري د تیرکال عین وخت په مقایسه ۱۰۴۰۲ انسانان اضافه مړه سوي دي.

دا په مجموع کي ۶،۱ فیصد اضافه والی ښيي. په دوبي کي د درو سختو ګرمو څپو په جریان کي ترعادي حالت حتی ۱۶،۷ فیصده اضافه کسان مړه سوي دي. اکثره کسان چي مړه سوي دي، عمرونه یې تر ۷۵ کلونو پورته وه. تر ۲۰۰۳ م کال وروسته د ۲۰۲۲ م کال دوبی په فرانسه کي تر ۱۹۰۰ م کال راهیسی تر ټول ګرم دوبی ؤ. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب