1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سگریټو په پرېښودلو کي کوم میتودونه مرسته کوي؟

۱۴۰۲ مهر ۲۶, چهارشنبه

د سگریټو څکول سړی ناروغه کوي او ډیر لگښت غواړي، خو بیا هم په آلمان کی په میلیونو کسان د هغه په څکولو اخته دي. سړی څرنگه کولای سي له دغه ډول اعتیاد څخه ځان وژغوري؟

Symbolbild | Rauchen | Zigaretten
انځور: Jens Kalaene//dpa/picture alliance

که څه هم په آلمان کي په سگريټو اخته کسان د هغه د پریښودلو له پاره له بیلابیلو لارو، لکه ډاکټر ته تلل، په خوله کي له سپرې څخه کار اخیستل، تيراپي او داسي نورو څخه استفاده کوي، خو بیا هم له یو څو میتودونو او له کړاوه ډکو پروسو څخه تر تیریدو وروسته له ناکامۍ سره مخامخ کیږي.

یوه خبره روښانه ده: سگريټد سرطان، زړه ناروغۍ او یا هم تنفسي ناروغیو سبب گرځي. د جرمني د سرطاني ناروغیو د پلټنو د مرکز په حواله کال په کال په دغه هیواد کي شاوخوا ۱۲۷ زره کسان د سکریټو د څکولو د عواقبو له امله له منځه ځي. دا کار ټولنې ته ۹۷ میلیارده تاوان رسوي.

د فرانکفورت پوهنتون د اعتیاد د پلټنو د انستیتوت په حواله، د کرونا وبا پر وخت د بالغو معتادینو شمیر ۳۰ سلنه لوړ سوی او له همدې کبله د اعتیاد د پریښودلو موضوع هم مهمه سوې ده.

له معتاد څخه د راتلو تر ټولو ښه لار کومه ده؟

د مخدره موادو کارپوه، بیرند ویرزه وايي:«داسي یو میتود نسته چي د ټولو او یا هم ډیریو معتادینو له پاره مناسب وي.» د هغه د یوې نظر پوښتني له مخي چي تر ۱۴ کلنو پورته شاوخوا ۶۲۰۰ معتادینو څخه یې کړې، دېر معتادین هیڅ ډول مرسته او یا هم د دا ډول میتودونو وړاندیز نه غواړي.

یو مهم میتود چي په ډېرو کلینیکونو کي کارول کیږي، هغه د نیکوتینو نور بدیلونه لکه سپرې، پلاستر، ژاولي، طبي مشوره، تیراپي او یا هم نوری لاري چاري دي. خو د فرانکفورت په پوهنتون کي نوموړی ټولنپوه وايي: «مهمه ستونزه داده چي له دغو میتودو څخه په عمل کي ډیر کم کار نه اخیستل کیږي. د هغه په خبره یو دلیل یې دا هم دی چي له هغو څخه ډېری یې پیچلي یا مغلقق میتودونه دي.»

آیا الکترونیکي سګرټ به مرسته وکړي؟

د سګریټو معتادین دېر وخت الکترونیکي سګریټو ته مخه کوي. خو دا معلومه نه ده چي هغوی به کاملاً او یا هم اوږده موده له عادي سګریټو څکولو څخه راوگرځوي او که څنگه.

د آلمان د یوه صحي مرکز ویانده وايي: «داسي شواهد موجود دي چي نیکوتین لرونکي الکترونیکي سگریټ تر یو ځایه له معتادینو سره مرسته کوي، خو د اعتياد په بشپړ پریښودلو کي به مرسته و نه کړي. له بلي خوا الکترونیکي سگریټو ته لا تر اوسه د درملني او یا هم د نیکوتینو د بدیل د یوه محصول په توگه اجازه نه ده ورکول سوې او نه هم امتحان سوي دي.

د کارپوه ویرزه په نظر، الکترونيکي سگریټاو یا هم د څکولو نور تنباکو لرونکي مواد تر یو حده د معتادو کسانو له پاره یو بدیل دی. که څه هم دغه ډول مواد هم مضر شمیرل کیږي، خو بیا هم د څکولو د نورو موادو په پرتله یې تاوان لږ دی. په هغو کي د سگریټو او سیگارو تر څنگ، په لاس جوړ سوي سگریټ، قیلون او چلم هم شاملیږي. د الکترونیکي سگریټو دستگاوي دود نه تولیدوي او پکي نیکوتیني او غیر نیکوتیني مایعات تبخیر کیږي.

د دوسلدورف په پوهنتون کي د اعتیاد کارپوه، دانیل کوتڅ دې خبري ته اشاره کوي چي الکترونیکي سگریټ به له معتادینو سره مرسته وکړي، خو هغوی به په بشپړ ډول د سگریټو پریښودلو ته ونه هڅوي.

ولي د سگریټو پریښودل دومره گران کار دی؟

د یوې تازه نظر پوښتني له مخي په اوس وخت کي تر ۱۴ کلنۍ پورته د ټولني ۳۰ سلنه کسان په سگریټو اخته دي، خو په تیرو ۱۲ میاشتو کي یې یوازي تر لس سلنه کم کسانو له اعتياد څخه د راوتلو کومه جدي هڅه کړې ده. د دوسلدورف د پلټنو مشر، کوتڅ وايي چي دا ډیر کم کسان دي او دا په جرمني کي د مخدره موادو د کنترول د کمزوري سیاست نتیجه ده. نیکوتین سړی ډیر ژرمعتاد کوي، په خاص ډول هغه ځوانان، کله چي په لومړي ځل د سگریټو څکول امتحان کړي.

د بیرند ویرزه په خبره، ځیني معتادین د سگریټو د پریښودلو په درملنه کي له داسي علایمو لکه ناآرامي او بې خوبۍ سره هم مخامخ کیږي. خو د هغه پلټنو ښودلې ده چي د ډیریو کسانو له پاره په نیکوتینو باندي اخته کیدل ډیر لږ نقش لري، بلکه خبره پر عادت کیدو باندي ده. یعني په مشخصو حالتونو لکه د ساختماني کارونو په ترڅ کي د انتظار پر وخت او یا هم د نورو کارونو د تفریح پر وخت د سگریټو د څکولو عادت.

د سرطاني ناروغیو د مرکز په حواله به، بیا هم ډېر معتادین له سگریټ څکولو څخه راوگرځول سي، که هغوی ته د مرستې دا ډول میتودونو ته لاس رسی آسانه کړل سي. د هغوی د تيراپي یا درملنې لگښت باید پر غاړه واخیستل سي. د سگريټو مالیه باید نوره هم لوړه کړای سي او داسي پرله پسې کمپاینونه پيل سي چي معتادین د سگریټو پریښودلو ته وهڅوي.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل