1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د سیروم انستیتوت: تر درو اونیو پوري د کرونا واکسین تولیدو

۱۳۹۹ اردیبهشت ۹, سه‌شنبه

په هندوستان کې د «سیروم انیستیتوت» چې په نړۍ کې د واکسینونو د تولید تر ټولو لوی شرکت دی، ویلي دي چې په پام کي لري د آکسفورد د پوهنتون له خوا د کرونا جوړ سوي واکسین تولید تر دوو او یا دریو اونیو پوري پیل کړي.

Symbolbild Corona-Virus Impfstoff
انځور: picture-alliance/dpa/Geisler-Fotopress

زیاته شوې ده چې که دغه واکسین پر انسانانو تر آزموینو وروسته ښې پایلې ولري، نو د اکتوبر په میاشت کې به هغه بازار ته راووځي.

هند چي د دارو درملو او واکسین جوړولو په برخه کي فعال دی، د یکشنبه په ورځ یې د سیروم انستیتوت اعلان وکړ چي د آکسفورد پوهنتون له خوا جوړ سوي واکسین تولید به تر دوو یا دریو اونیو پوري پیل کړي.

د «بیزنیس ستندرد» د رپوټ په حواله، دغه شرکت هیله مندي ښوولې چي د انسانانو پر بدن باندي تر مثبتو آزموینو وروسته به وکولای سي د روان کال د اکتوبر په میاشت کي هغه بازار ته عرضه کړي.

د سیروم انستیتوت چی د هند د «پونه» په ښار کي موقیعت لري، د واکسین د تولید په برخه کي د نړۍ له اوو شرکتونو څخه د یوه فعاله شرکت په توګه، په لوړه پیمانه د واکسین د تولید په برخه کي له آکسفورد پوهنتون سره همکاري کوي.

د سیروم انستیتوت اجراییه مدیر آدار یوناوالا، وایی چي د هغوی ټیم د آکسفورډ پوهنتون د ډاکټر ادریان هیل، له ټیم سره نژدې همکاري لري. هغه هیله مندي ښوولې چي د دغه واکسین د تولید تر پیل کیدو وروسته به د هغه تولید په اولو شپږو میاشتو کي پنځه میلیونه او وروسته به په میاشت کي ۱۰ میلیونه دوزو ته ورسیږي.

هغه یادونه کړې چي دغه شرکت مخکي له دې هم له آکسفورد پوهنتون سره د ملاریا د واکسین د تولید په برخه کي ګډ کار کړی او په قاطعیت سره دا ویلی سي چی هغوی د نړۍ له بهترینو کارپوهانو څخه دي.

یوناوالا زیاته کړه: «موږ هیلمن یو چي دغه واکسین د سپتمبر او اکتوبر په میاشت کي بازار ته ورسیږي البته یوازي په دې صورت کي چي پر بدن باندي د هغه تطبیق بریالی وي؛ لازم معافیت ولري او له مثبت تاثیر څخه یې ډاډ ترلاسه سي.»

د هغه په خبره په هند کي د انسانانو پر بدن د هغه تطبیق ښایی پس له دوو یا دریو اونیو پیل سي.

یوناوالا وویل چې دغه شرکت په خپل مسوولیت سره د وقت د سپما له امله دا خطر منلی او هوډ یې کړی چي د واکسین تولید د آزموینو سره په عین وخت کي پر مخ ولاړ سي او د هغه تر مثبتي نتیجي وروسته سمدستي د واکسین ویشل پیل سي.

د هغه په خبره د سیروم انستیتوت د هند د طبي څیړنو له شورا سره منظم تماس لري ترڅو د دغه محصول له کیفیت څخه اطمینان ترلاسه سي. همدارنګه دغه شرکت د نوموړي واکسین د انحصاري د امتیاز د حق له پاره د خپلي اختراع د ثبت قصد نه لري ترڅو دغه واکسین نه یوازي په هند بلکه په ټوله نړۍ کي تولید او وپلورل سي.

د سیروم د انستیتوت اجراییه مدیر د واکسین جوړولو له نورو ډیرو شرکتونو څخه غوښتي چي د خپل محصول د انحصاریدو د امتیاز حق د ثبتولو څخه ډډه وکړي تر څو د نړۍ نور تولیدوونکي هم د تجارتي تفاهم پر اساس وکړای سي په لنډ وخت کي د کرونا د واکسین په میلیارډونو دوزونه تولید کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب