1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د شارمهد تر اعدام وروسته: په برلين کي د ایران سفیر احضار سو

۱۴۰۳ آبان ۸, سه‌شنبه

د ایران قضائیه قوې د دغه رژیم پر منتقد جمشید شارمهد، باندي د اعدام سزا عملي کړه. د جرمني حکومت د نوموړي په خټه ايراني- آلماني اعدام په کلکه وغانده. خو د هغه خپلوان برلین هم په دې کار کی مسؤل گڼي.

په ایران کی د اعدام په سزا محکوم  سوی ، جمشید شارمهد
د ایران قضايي قوې د دوشنبې په ماښام د ۶۸ کلن ، جمشید شارمهد د اعدام په هکله خبر ورکړ.انځور: Koosha Falahi/Mizan/dpa/picture alliance

د جرمني خارجه وزارت په برلین کي د ایران سفير احضار کړ، تر څو د په خټه ايراني-آلماني جمشید شارمهد، د اعدام په اړه احتجاج وکړي. دغه وزارت د ایکس پر پلټ فورم باندي خبر ورکړی دی چي «موږ دایران حکومت د اقداماتو پر وړاندي خپل سخت اعتراض څرگند کړ او د نورو گامونو د پورته کولو حق د ځان له پاره خوندي ساتو.»

مخکي له دې د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ، او د بهرنیو چارو وزیري انالینا بیربوک په ایران کي  "په خورا سختو شرایطو کې" د دغه دوه ګوني تابعيت لرونکي وضعيت غندلی وو. شولڅ په ايکس پاڼه کي دغه وژنه یوه رسوايي وبلله. د جرمني حکومت په وار وار د دغه ايراني-آلماني د خلاصون له پاره سخت کمپاین کړی وو.

بیربوک خبر ورکړ چي د شامهد، اعدام «یووار بیا دا وښودله چي په ایران کي څومره یو غیر انساني حکومت واکمن دی.» تهران ته په وار وار سره دا خبره واضح سوې وه چي «د یوه آلماني تبعه اعدام به سخت عواقب له ځانه سره ولري.»

«موږ د خواخوږي څرگندول نه غواړو»

د اعدام  سوي شارمهد، لور غزاله شارمهد، د آلمان له حکومته د خپل پلار د برخلیک په هکله د جواب ویلو غوښتنه کړې ده. هغې د ایکس پر آنلایني پلت فورم لیکلي دي »هغه له څلورو کلونو راهيسي چي تښتول سوی وو، یوازي پرې ښودل سوی وو.« هغې ټینگار وکړ:«موږ په دې اړه هیڅ وضاحت او یا هم خواخوږي نه غواړو.» د هغه پرځای باید د بهرنیو چارو وزارت د هغې د پلار د مړیني په هکله شواهد وړاندي کړي او د جسد د انتقالولو غم یې وخوري.

د شارمهد، لور غزاله شارمهد، د آلمان له حکومته د خپل پلار د برخلیک په هکله د جواب ویلو غوښتنه کړې ده.انځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د ایران قضايي قوې د دوشنبې په ماښام د دغه ۶۸ کلن د اعدام په هکله خبر ورکړ. هغه د ۲۰۲۳م کال په لومړیو کي له ترهگري تورونو وروسته د اعدام په سزا محکوم سوی وو. د شارمهد، خپلوانو تل دغه ډول تورونه ردول.

په هانورر کي رالوی سوی د سافت ویر دغه انجینیر، دایران  د حکومت منتقد بلل کیدی. نوموړي په تیرو کلونو کي تل د ایران پر اسلامي جمهوریت له بشري حقونو څخه د سرغړونې تورونه لگول. په ۲۰۲۰م کال کي هغه دوبی ته د تجارتي سفر په ترڅ کي د ایراني مخبرانو له خوا ونیول سو.

د عواقبو غوښتنه

د جرمني د اپوزیسیون مشر فریدریش میرڅ، د آلمان له حکومته غوښتي دي چي د ایران سفیر له دغه هیواده وباسي. میرڅ په ايکس کي د «يوه وحشیانه جنایت» څخه خبره وکړه. نوموړي آلماني سیاستوال د شارمهد، سیاسي ملاتړ پرغاړه واخیست.

اروپايي ټولنې تهران ته د دې کار له عواقبو څخه خبرداری ورکړ. د اروپايي ټولني د خارجه چارو مسؤل جوزف بوریل، د ایکس پر آنلایني پاڼې ولیکل چي د اروپايي ټولني د تبعه جمشید شارمهد، د اعدام پر وړاندي غبرگون په توگه به تدابیر تر ارزونې لاندي ونیول سي.

بوریل څرگنده کړه چي اروپايي ټولنه په هرصورت داعدام  سزا پرضد ده. «هغه د ژوندانه له حق څخه سرغړونه او له انساني کرامت څخه د انکار په معنی ده.» بوریل د شارمهد، خپلوانو ته خپل تسلیت ښکاره کړ. نوموړي هسپانوي ټینگار وکړ چي د جرمني له حکومت سره به په اړیکه کي پاته سي.

انتقاد کوونکي د شارمهد، پر وړاندي دغه پروسه ډېره غیرعادلانه بولي. انځور: mizan

په تیرو کلونو کي هم آلمان، د دغې محکمې تر اعلان وروسته د ایران  دوه ډیپلوماټان له هیواده وایستل. د دې کار په بدل کي دایران حکومت دوه آلماني اتباع له هیواد څخه ایستلو ته مجبور کړل. د جرمني حکومت په تیرو وختونو کي د شارمهد، پر وړاندي د پریکړې د لغوه کولو غوښتنه کړې وه. خو د ایران قضايي قوې تر وروستۍ شیبې پوري قونسلي لاس رسی رد کړ.

انتقاد کوونکي د شارمهد، پر وړاندي دغه پروسه ډېره غیرعادلانه بولي. هغه اجازه نه درلوده چي ځانته وکیل ونیسي او د استوگني ځای یې تر آخره پوري نامعلوم وو. هغه اعترافونه چي په دولتي تلويزيون کي خپریدل، کیدای سي د هغه تر شکنجې لاندي ترلاسه سوي وي.

GP/NZ (dpa, rtr, kna, afp)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب