تمه کیده چې تر څلورو کلونو وروسته به د ۵۷ کلن شاه رخ خان د پټان فلم له همدارنګه هرکلي سره مخ شي.
شاه رخ خان چې د خلګو په مینځ کي په «King Khan» يا "پاچا خان" مشهور دی، په نړۍ کې ډېر مینه وال لري. په دې فلم کې د بالیووډ اداکاره ډیپیکا پاډوکون او د اکشن هیرو جان ابراهام هم شتون لري.
په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوي ویډیوګانې ښیي چې په هندي سینما کې مینه وال د پټان فلم د لیدو پر مهال نڅا او خوشحالۍ کوي.
پټان او د بالیووډ نور فلمونه - په ځانګړي توګه هغه ستوري چې د لږکیو هندي مسلمان ستورو لکه خان پوري تړلې - په وروستیو میاشتو کې په ټولنیزو رسنیو کې د هندو ښي اړخو لخوا انتقاد شوي او د دوی د بندیز غوښتنه شوې.
شاه رخ خان او سلمان خان وروستي ځل په ۲۰۰۷م کال کي يو ځای د سېنما پر پرده راڅرگند سوي ول. د هند د فلمي نړۍ دغه تر ټولو بريالي ستوري به اوس يووار بيا په ګډه د سينما پر پرده راسي. نور معلومات په دغه انځوريز راپور کي:
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/H. Tyagi
هندي فلم جوړونکی کبير خان چي دلته د هندۍ ايکټري کاترینا کیف سره په انځور کي معلوميږي، د هندي فلمي نړۍ بريالۍ څېره بلل کيږي. نوموړي د هندي فلمي نړۍ د دوو تر ټولو مشهورو ستورو شاه رخ خان او سلمان خان څخه هيله کړې چي په فلم کي يې په ګډه راڅرګند سي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Kakade
شاه رخ خان او سلمان خان وروستی وار په «اوم شانتي اوم» نومي فلم کي يو ځای د کېمرې مخي ته درېدلي ول. سلمان خان د ځينو نورو مهمو هندي فلمي ايکټرانو تر څنګ د دغه فلم په «ديوانګي ديوانګي» سندره کي د مېلمه ممثل په توګه راڅرګند سوی ؤ.
انځور: picture alliance/dpa/R. Jensen
«اوم شانتي اوم» د شاه رخ خان او سلمان خان وروستی فلم ؤ چي يو ځای ئې پکښي کار کړی وو. په دغه فلم کي د سلمان خان تر څنګ، راني مکهرجي، جتندر، ابيشک بچن، کاجول، کرشما کپور، سيف علي خان، ارباز خان او ګن شمېر نور هندي ايکټران هم د مېلمه ممثلينو په توګه راڅرګند سوي ول.
انځور: Getty Images/AFP
«اوم شانتي اوم» فلم د برلين په فلمي مېله «برليناله» کي په ۲۰۰۸م کال وښودل سو. شاه رخ خان هم په دغه مېله کي د ګډون له پاره برلين ته راغلی وو. د شاه رخ خان او سلمان خان د بېرته ملگرتيا خبرونه له تقريباً يو کال راهيسي خپريږي.
انځور: Sean Gallup/Getty Images
د شاه رخ خان او سلمان خان تر منځ د رسنيو د راپورونو له مخي هغه وخت یوه لانجه رامنځ ته سوه چي په ۲۰۰۸م کال کي د کاترينه کيف د کاليزي په محفل کي د دواړو تر منځ ږغونه سره پورته سول. ويل کيږي چي شاه رخ خان و سلمان خان ته د هغه د پخوانۍ ملګرۍ ايشوريا رای په هکله څه وويل چي له کبله يې سلمان خان سخت خفه سو.
انځور: Getty Images/AFP/Str
د ۲۰۰۸ کال د دغه محفل په هکله ويل کيږي چي شاه رخ خان او سلمان خان نژدې ؤ چي يو بل ته لاس واچوي، خو د عامر خان له خوا سره ليري کړل سول. تر دغي پيښي وروسته د شاه رخ خان او سلمان خان تر منځ اړيکي تر ۲۰۱۳م کاله پوري بالکل سړې وې.
انځور: Getty Images/AFP/STR
که څه چي شاه رخ خان او سلمان خان له زيات وخت راهيسي وايي چي تر منځ يې هيڅ لانجه نه سته، خو د ۲۰۰۸م او ۲۰۱۳م کال تر منځ د هغوی د خوابدۍ خبرونه د هندي فلمي نړۍ د خبرونو يوه برخه وه. خو له۲۰۱۶ کال راهيسي دغه دواړه ايکټران بېرته يو له بل سره د فلمونو په مشهوره کولو کي مرسته کوي او يو ډول «ملګري» سوي دي.
انځور: AP
د ټايمز آف انډيا په نوم رسنۍ د خبر له مخي د ۲۰۱۷م کال په ډسمبر مياشت کي به سلمان خان او شاه رخ خان په ګډه د کبير خان د «ټيوب لايټ» په نوم فلم کي په گډه راڅرگند سي. د راپور له مخي د دغه کار د ممکن کولو له پاره د دغه فلم کارونه هم ځنډول سوي، څو د دواړو مصروفو ايکټرانو له پاره ممکنه سي چي پکښي کار وکړي.