1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د شتراسبورګ د پيښې شکمن عامل څرنګه ووژل شو؟

۱۳۹۷ آذر ۲۳, جمعه

د شتراسبورګ د پيښې شکمن برید کوونکی د فرانسې پولیسو وژلی دی. ترهګرې ډلې داعش ادعا کړې ده چې برید کوونکی د دوی کس وو. په برید کې د وژل شوو کسانو شمیر څلورو تنو ته لوړ شوی دی.

Frankreich Straßburg Attentat
انځور: Reuters/C. Hartmann

د فرانسې پولیسو، شېرف سي. وژلی دی. پولیس باور کوی چې دغه کس د شتراسبورګ پر کرسمس بازار باندې فیرونه کړي ول. دغه پيښه د سه شنبې په ماښام رامنځ ته شوې وه.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستانر، د پنجشنبې په ماښام (۲۰۱۸م کال د دسمبر ۱۳مه) تائيد کړه چې پولیسو هغه وژلی دی. زیاته شوې ده چې دغه کس وروسته له هغې ووژل شو چې د شتراسبورګ ښار ته څیرمه په نویدورف، سیمه کې یي لومړی پر پولیسو ډزي وکړي. د چارواکو په وینا له دغه کس سره چاقو او تفنګچه وه.

د دغه کس د وژل کیدو تر پيښې څو ساعته وروسته د ترهګري ډلي داعش تبلیغاتي آژانس ادعا کړې ده چې شېرف د دوی غړی وو، خو د خپلې دغې ادعا له پاره یي کوم شواهد نه دی وړاندې کړی.

د څو تنو نیول کیدل

د نوموړي ۲۹ کلن شکمن عامل د نیولو په موخه ستري هڅي رواني وې. په تیرو ۴۸ ساعتونو کې شا او خوا ۷۰۰ افسرانو دغه کس تعقیباوه.

په دغه شکمن پسې سخت تعقيب روان وو چي د فرانسې ځانگړو ځواکونو هم په دغو عملياتو کې گډون لاره.

تر دې دمخه پنځم کس چې د پولیسو په وینا د شکمن عامل له ډلې سره یي تړاو درلود نیول شوی او په توقیف کې دی. د شکمن د کورنۍ څلور غړي چې پکښې د هغه مور او پلار او دوه ورونه شامل دي هم نيول شوي دي.

د فرانسې تحقیقاتي ډلي پر کرسمس بازار باندې د سه شنبې په ماښام تر سره شوی برید د یوې ترهګرې پيښې په توګه انګیرلی. په دغه پيښه کې د وژل شوو کسانو شمیر څلور تنو ته لوړ شوی دی. په پيښه کې ۱۲ نور ټپيان شوي هم وو.

عیني شاهدانو پولیسو ته ویلي دي چې برید کوونکي د فیرونو تر کولو دمخه د «الله اکبر» نعرې وهلي.

د فرانسې څارنوالان وایي چې شېرف سي. د دغه هیواد د امنیتي ادارو د څارنې په ليست کې وو او ښایي افراطي مذهبي افکارو ته یې تمایل پیدا کړي وي، ځکه چې په فرانسه، آلمان او سویس کې یي د غیر ترهګریزو اعمالو له پاره په زندانونو کې وخت تیر کړی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب