1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

د شري ناروغي؛ ۹ ميليونه ماشومان واکسين سوي

نجيب الله زيارمل
۱۴۰۴ مهر ۱۷, پنجشنبه

د روغتيا نړيوال سازمان او يونيسف ويلي دي چي په افغانستان کي د شري ناروغۍ د واکسين د کمپاين لومړی مرحله پای ته رسېدلې ده. په دې کي له ۶ مياشتني تر ۱۰ کلنو پوري ماشومان واکسين سوي.

د روغتيا نړيوال سازمان او يونيسف ويلي دي چي په افغانستان کي د شري ناروغۍ د واکسين د کمپاين لومړی مرحله پای ته رسېدلې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي افغانستان کې د سرخکان شاوخوا ۹ میلیونه ډوزه واکسین تطبیق کړی دی. انځور: Denis Balibouse/REUTERS

د روغتيا نړيوال سازمان او يونيسف د کتلوي معافيت د پراخولو ملي پروګرام په همکارۍ په افغانستان کي د شري واکسين کمپاين لومړی پړاو بشپړ کړ.

د روغتيا نړيوال سازمان په يوه اعلاميه کي چي د پنجشنبې په ورځ خپره سوې ده راغلي دي چي شری يو له ساري ناروغيو څخه دی چي مخنیوی يې په واکسين سره کيږي. په افغانستان کي معمول واکسينونو ته لاسرسی محدود دی او ډېر ماشومان د خوارځواکۍ په شان ننګونو سره مخ دي.

په دغه اعلاميه کي راغلي دي چي په ۲۰۲۴م کال کي د شري ناروغی ۹۳۰۰ پيښي ثبت سوي دي خو د روان کال تر اګست مياشتي پوري ۸۵۰۰ نوري پيښي هم رپوټ سوي دي. ويل کیږي چي د ناروغۍ د خپرېدو شمېر هم زيات سوی دی چي په ۲۰۲۳م کال کي له ۱۲۷ قضيو څخه په ۲۰۲۴م کال کي ۴۳۰ ته ورسېد. نږدې ۹۲ سلنه قضيې تر لس کلنۍ په کښته ماشومانو کي وې.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي چي په ټول هيواد کي تر واکسيناسيون کمپاين مخکي، يوازي ۵۵ سلنه ماشومانو د واکسين لومړی دوز ترلاسه کړی و او يوازي ۴۴ سلنه ماشومانو ته دوهم دوز ورکړل سوی وو.

د دغي بيانيې پر اساس، افغانستان د شري ناروغۍ له منځه وړلو ته ژمن دی. د واکسيناسيون هڅي او د معافيت ستر پوښښ د دې هدف د ترلاسه کولو او په راتلونکې کي د ناروغيو د مخنيوي له پاره حياتی دی.

په افغانستان کي د روغتيا نړيوال سازمان استازي ډاکټر ادوین سنيزا سلوادور وويل: »شری يوه وژونکې خو د مخنيوي وړ ناروغي ده، او د افغانستان په شان هيواد کي، چيري چي ډېر ماشومان زيانمنونکي دي، واکسيناسيون د ژوندي پاتېدو يوه لاره ده.«

د سالوادور په خبره «د دې ملي کمپاين د لومړي پړاو بريالي بشپړېدل د ميلينونو ماشومانو له ناورغۍ، معلوليت او مړيني څخه د ساتني له پاره يو مهم ګام دی.»

د روغتيا نړيوال سازمان استازي وويل: «موږ د زړه له کومي له روغتيايي کارمندانو، رضاکارانو او نه ستړي کيدونکو شريکانو څخه چي په ډېرو ننګوونکو شرايطو کي يې دا هڅي ممکني کړې، مننه کوو. د روغتيا نړيوال سازمان دغه راز په کلکه د افغانستان د صحي سيستم ملاتړ ته ژمن دی، ترڅو ډاډ ترلاسه سي چي هيڅ ماشوم له قافلې پاته نه شي.»

په افغانستان کي د يونيسف استازي داکتر تاج الدين اويواله، وويل: «هيڅ ماشوم بايد په افغانستان کي د مخنيوي وړ ناروغيو له امله مړ نه سي. شری نه يوازي يوه وژونکې ناروغي ده، بلکي په واکسيناسيون کي د خلا زنګ هم دی. د دې ناروغۍ هره پيښه ښيي چي په کومه عرصه کي د ماشومانو درملنه نه ده سوې.»

د يونيسف استازي زياته کړه: «په ټول هيواد کي د واکسيناسيون کمياين د لومړي پړاو برياليتوب يو مهم ګام دی، خو اوس زموږ تمرکز باید د خونديتوب د تشو پر ډکولو باندي وي... په قوي سيستمونو، عادلانه لاس رسي او هوډ سره موږ کولای سو په افغانستان کي هر ماشوم د مخنيوي وړ ناروغيو څخه وساتو...»

دا دوه پړاويزه ملي کمپاين داسي طراحي سوی دی چي له ۶ مياشتني څخه تر ۱۰ کلنو ماشومانو ۹۵ سلنه وپيژندل سي او واکسين سي. هغه ماشومان چي په تيرو پړاونو کي له واکسين څخه پاته سوي دي، تمه کیږي چي دا واکسين ترلاسه کړي، ترڅو اوږد مهاله خونديتوب ولري.

په اعلاميه کي ويل سوي دي چي د واکسين د لومړي پړاو له پای ته رسېدو سره، د روغتيا نړيوال سازمان، يونسيف او د دوی شريکان د روغتيا له چارواکو سره په اړيکه کي دي ترڅو د راتلونکي پړاو له پاره چمتووالی ونيسي او ډاډه و اوسي چي هيڅ ماشوم له واکسين څخه نه محروميږي.

د افغانستان پر روغتيايي سیسټم د بهرنيو مرستو د کمېدو اغیزې

31:26

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل