1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د شري پيښې په نړۍ کې ۸۰ سلنه ډېري شوي دي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۸, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر اساس، په نړۍ کې په شري ناروغۍ د اخته کېدو پېښې یو ځل بیا د ډيریدو په حال کې دي. افغانستان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د دغې ناروغۍ پيښې پکې په لوړ حد کې دي.

Symbolbild | Deutschland mögliche Verschiebung Masern-Impfpflicht in Thüringen
انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance

ثبت شوی ارقام ښيي چې د روان کال په پیل کې د نړۍ په سطحه په شري ناروغۍ د مبتلایانو شمیر ۸۰ سلنه لوړ شوی دی.

د ملګرو متلونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونیسف، او د روغتیا نړیوال سازمان، د چهارشنبې په ورځ د دغه رپوټ په خپرلو سره خبرداری ورکړ چې د سرخکانو واکسيناسیون نه تطبیق، په نړۍ کې د میلیونونو ماشومانو ژوند ګواښي.

د دغه رپوټ پر اساس، د روان کال په لومړيو دوو میاشتو کې په نړۍ کې پر سرخکانو د اخته کیدو ۱۷ زره او ۳۰۰ پيښې ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې تر دې دوې مياشتې مخکې د ابتلا پيښې ۹۶۰۰ وې.

په تیرو دولسو میاشتو کې په سرخکانو د اخته کیدو پيښې په ځانګړې توګه په افغانستان، سومالیا، یمن، نایجریا او اتوپيا هیوادونو کې ډيرې وې.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د ۲۰۲۱م کال اپریل څخه د ۲۰۲۲م کال تر اپريل پورې، په افغانستان کې په مجموعي توګه د سرخکانو ۱۲ زره او ۳۴۱ پيښې ثبت شوي دي. د خپريدو مهم دليل ېې، د سرخکانو د واکسیناسیون کمپاینونو تضعیف یا نه تطبیق ښودل شوی دی.

کارپوهان اندېښنه کوي چې د سرخکانو پيښې به په اوکراین کې د روسيې ځواکونو د حملو په جریان کې ډېري شي. اوکراین تر دې مخکې له ۲۰۱۷ تر ۲۰۱۹م کال پورې هم د اروپا په سطحه د سرخکانو لوړې پيښې درلودې.

د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر اساس، په ۲۰۲۰م کال کې د کرونا وبا د پیل پر مهال، تر ۲۳ میلیونه ډېر ماشومان د سرخکانو د دوره يي واکسیناسيون له تطبیق څخه بې برخي شوي دي.

په رپوټ کې زياته شوې ده چې د کرونا وبا له کبله په ۴۳ هیوادونو کې د واکسیناسیون کمپاينونه ځنډول شوي چې دغه تشه تر اوسه پورې په بشپړه توګه جبران شوې نه ده. د دغو واکسينونو د ځنډولو له امله په مجموعي توګه ۲۰۳ ميلیونه ماشومان اغیزمن شوي دي.

د روغتيا نړیوال سازمان مشر، تدروس ادهانوم ګبریسوس، د چهارشنبې په ورځ وويل چې د سرخکان واکسيناسیون په کمپاین کې د اختلال رامنځ ته کیدو پايلې به لسونه کاله محسوسې شي. هغه ټینګار وکړ چې د عفوني ناروغيو ضد د ابتدايي واکسيناسيون بهیر باید ژر تر ژره له سره پيل شي.

شری یوه ویروسي او ډېره ساري ناروغي ده چې د ګريپ یا ايبولا ویروس په پرتله چټکه خپريږي. دغه ناروغي کولی شي ځاني خطرونه لکه د سږو او مغزو عفونت هم له ځانه سره ولري.