1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شریعت په نامه د ښځو د حقوقو مخنیوی

۱۳۹۹ خرداد ۶, سه‌شنبه

په عربي هیوادونو کي د ښځو په ګټه د قوانینو اصلاحات د شریعت سره د ټکر په دلیل همیشه د ناکامۍ سره مخامخ کیږي. خو ددې په مقابل کي مقاومتونه هم موجود دي، نه یوازي د ښځو له طرفه.

Symbolbild Muslimische Frauen
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

د ښځو د حمایې یو نوی قانون که څه هم د موریتانیا په پارلمان کي رد سو، خو ددغه هیواد حکومت نه غواړي د هغه څخه تیر سي: هیله کیږي، چي د حکومت له خوا نوې تهیه سوې مسوده به په پارلمان کي لازم اکثریت په لاس راوړي. ددغي مسودې مطابق به ښځي د تشدد په مقابل کي ښه وساتل سي او د هغوي په مقابل کي مخکي له مخکي قضاوتونو او تعصبي تصوراتو مخنیوی به وکړي.

په دې ارتباط د موریتانیا د عدلیې وزیر هایمودو رمضان یوه ښکاره لهجه په کار وړې او ویلي، چي د ښځو په مقابل کي تشدد یو«جنایت» دی.د نوي مسودې پر اساس به ښځي په راتلونکي کي پر تشدد کونکو باندي دعوه وکولای سي.

د اصلاحاتو دغه ډول یو قانون په ۲۰۱۸ م کال کي د ناکامۍ سره مخامخ سوی ؤ. د هغوی اصلي دلیل، لکه په نورو عربي او اسلامي هیوادونو کي دا ؤ، چي ښځو ته د لا ډیرو حقوقو قایلیدل د شریعت سره په ټکر کي راځي. ځکه نو د موریتانیا په پارلمان کي ددغه ډول قوانینو نه تصویبیدل یوه انفرادي قضیه نه ده.

په نورو عربي او اسلامي هیوادونو کي د دا ډول کوښښونو تر سره کیدل هم اکثرأ د ناکامۍ سره مخامخ کیږي. خصوصأ په هغو هیوادو کي د دا ډول قواننیو پر لاري اچول ډیر جروبحثونه رامنځته کوي، چيري چي ادیان داسي مهم رول لري، لکه د «افتخار» او یا «عنعنې» اصطلاحات چي غالب رول لري. دغه ډول پراخ جروبحثونه د متضررو افرادو په منځ کي اضافي بې اطمیاني رامنځته کوي او اکثرأ د قوانینو د اصلاحاتو ښه نیت د ناکامۍ سره مخامخ کوي.

د مصر پارلمان هم د ښځو د حقونو د عملي کولو په برخه کې له ځنډه کار اخليانځور: Getty Images/AFP/Str

پر «مذهبي لابستانو» باندي انتقاد

د قاهرې د الاظهر پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد، سعد ادین ال هلالي شکایت کوي، چي خصوصأ د په اصطلاح «مذهبي لابستانو» نمایندګان په دغه بحثونو کي ځانته ډیره توجه رااړوي. د هغه په خبره په دغو «مذهبي لابستانو» کي تر ټولو دمخه پخواني دیني عالمان شامل دي، کوم چي په رسنیو کي راښکاره کیږي او بیله دې چي د نورو نظریاتو او عقایدو ته پام وکړي، عامه ذهنیت د خپل ځان په ګټه تر تأثیر لاندي راولي. دا لا بیله دي، چي ایا د هغوی نظریات کوم مذهبي اساس لري او که نه؟»

په بل عبارت د هغه په خبره، د اجتماعي او فامیلي مسایلو په ارتباط «په اصطلاح واضح شرعي احکام» د ښځو د حقوقو د تقویې د ناکامۍ سبب ګرځي. څوک چي ددې په مقابل کي دریږي او مقاومت کوي، ډیر ژر ورباندي ددې تور لګول کیږي، چي د خدای (ج) ارادې ته د شک په سترګه ګوري.

«د هغوی نظر مستقیمأ د خدای(ج) له طرفه راځي»

ال هلالي ددغه ډول تأثیر اچولو او کوښښونو څخه سخت رنج وړي او وايي: «سړی باید ددې مخنیوی وکړي، چي هر یو داسي ښکاره کوي، چي ګواکي دده شخصي نظر مستقیمأ د خدای (ج) له طرفه دی. اساسأ کیدلای سي، هره شرعي او حقوقي ادعأ سمه او یا هم غلطه وي، که هغه د یوه لوړ مذهبي عالم له طرفه هم وي»

په عین نظر باندي د هارورد پوهنتون د بین المللي فامیلي حقوقو حقوق پوه، مروان شراف الدین هم ده. هغه وايي: «دا د منلو وړ نه ده، چي هغه قوانین چي د تشدد په مقابل کي د ښځو د حمایې مخنیوی کوي، په دې دلیل رد سي، چي ګواکي هغه د «مذهب مخالف» دي. په خبره یې دا د هغي ادعأ څخه چي اسلام پخپله د ښځو په مقابل کي تشدد تشویقوي، ملاتړ کوي.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب