د شریف سل ورځني حکومت ته کتنه
۱۳۹۲ شهریور ۲۱, پنجشنبه کورنۍ سوله، د بریښنا پرله پسې غوڅیدو ته د پای ټکی ایښودل، د اقتصاد بیاوغول او له ګاونډیو هیوادونو هند او افغانستان سره د اړیکو ښه کول، د نواز شریف د مسلم لیګ ګوند د ټاکنیزې مبارزې لوی شعارونه ول چې هغه یې د مې په میاشت کې قدرت ته ورساوه. اوس د نوازشریف له حکومت څخه څه باندې درې میاشتې تیرې شوې دي، خو د نوموړو ژمنو د پوره کیدو نښې نښانې نه لیدل کیږي. بیا هم څارونکي د دې مودې په هکله منفي ارزونې نه کوي ځکه شریف پخپله اعتراف کوي چې د دغو ستونزو حل کول دومره هم آسانه نه دی چې ګمان یې کیږي.
په اسلام آباد کې د «تقنین د پرمختیا له پاکستاني انستیتوت» څخه چې یو ناپلوی بنسټ دی آسیه ریاض، د شریف د حکومت ستر قوت د اپوزسیون د ګوندونو پر وړاندې د هغه په چلند کې وینی: «دا د ستاینې وړ خبره ده چې که څه هم شریف په ملي اسامبلې کې ستر اکثریت لري، خو بیا یې هم په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د حکومت په جوړولو کې د اپوزسیون واکمنی ته درناوی وکړ.» دغې سیاست پوهې دویچه ویله ته وویل چې دا کار «په اوږدې موده کې په پاکستان کې د دیموکراسي له ودې سره مرسته کوي». نوموړې دغه راز په ټاکنو کې له بریالیتوب څخه وروسته چین ته د نواز شریف سفر هم د خپل هیواد د اقتصادي وضعیت د رغولو له پاره مهم وګاڼه.
د نړیوال وجهی صندوق پور د اقتصادی وضعی د ثبات لپاره
د سپتمبر په پیل کې نړیوال وجهي صندوق د پاکستان له پاره د ۶،۷ میلیاردو ډالرو نوی پور ومانه چی د درو کلونو په موده کې به پاکستان ته ورکړ شي. له دې سره پاکستان د خپلو پخوانیو پورونو د بیرته ورکړې او خپلو لگښتونو د تمویلولو توان ترلاسه کوي. که څه هم حکومت له نړیوال وجهي صندوق څخه د دغه ستر پور ترلاسه کول یو بریالیتوب بولي، خو کار پوهان شک لري چی نړیوال وجهی صندوق او نړیوال بانک دې وکړای شي په یوازیتوب سره د پاکستان ویجاړ اقتصاد ورغوي. خالق کیاني د ډان د ورځپانی تحلیلونکی وایی: «د حکومت اقتصادي وضعیت دومره خراب دی چې آن د خپلو مامورینو د معاش له ورکړې هم عاجز دی. دولتي شرکتونه، لکه د پاکستان هوایي شرکت او د پاکستان د فولادو فابریکې د خپلی بقا له پاره هره ورځ مالي مرستو ته اړتیا لري. حکومت کوم اقتصادي پلان نه لري.»
د طالبانو پر وړاندی د دیالوګ شخړه ییز سیاست
د دوام لرونکي اقتصادي کړکیچ څخه زیات پاکستان له زوریاتیو څخه زوریږي. د پاکستان د پخواني ولسمشر آصف علی زرداری، د پیپلز د ګوند د واکمنۍ په موده کې په زرګونو پوځي او ملکي پاکستانیان د اسلام پالو زورپالونکو په بریدونو کی ووژل شول. په ټاکنو کی له بریالیتوب څخه وروسته نواز شریف اعلان وکړ چې هغه به د افراطیانو پر وړاندې د پوځي عملیاتو پر ځای د دیالوګ لاره غوره کړي. دغه شان یو سیاست د عمران خان تحریک انصاف ګوند هم تعقیبوي چې په ناکراره صوبه خیبر پوښتونخوا، کی حکومت کوي.
ځینې څارونکي په دې نظر دي چې د نواز شریف دغه ډول پالیسي همدا اوس یو څه ګټه کړې ځکه د زور زیاتیو په کچه کې کموالی راغلی دی. په اسلام آباد کې د «سولې د مطالعاتو له انستیتوت» څخه امیر رانا، وایي: «له طالبانو سره د دیالوګ سیاست اغیزمن تمام شوی دی [...] دا په پاکستان کې لومړی حکومت دی چې د کورني امنیت د ساتلو مسوولیت یې پر غاړه اخیستې دی. پخوانیو حکومتونو دا مسوولیت پوځ ته سپارولی وو.»
امیر رانا یادونه کوي چې نواز شریف نه غواړي چې «د ترهګری پر ضد د مبارزې د ستراتيژۍ طرحه د پوځ ته وسپاري». د دوشنبې په ورځ د اپوزیسیون ګوندونو له پاکستاني طالبانو سره د حکومت د روغې جوړې له سیاست څخه ملاتړ وکړ. د صدراعظم په مقر کې د ټولو ګوندونو په کنفرانس کې د پوځ او د استخباراتو مشرانو هم ګډون کړی وو.
خو ځینې کارپوهان شک لري چې د نواز شریف د حکومت دا پالیسي دې زیاته ګته وکړي ځکه پخوانیو حکومتونو هم له طالبانو سره د دیالوګ له لارې څه لاس ته نه دي راوړي. په پېښور کې د پرمختیایي چارو کارکونکی او سیاسي فعال مقصود احمد جان، وایي چې د پاکستان نوي مشري اصلاً د ترهګرۍ ضد مبارزې له پاره هیڅ طرحه نه لري. هغه زیاتوي: «نه شریف او نه هم عمران خان کوم پلان لري چې څرنګه له طالبانو سره چلند وکړي.» احمد جان له دویچه ویله سره په خبرو کې ټینگار وکړ: «په خیبر پښتونخوا کې د ایالاتي حکومت مشر آن لا مخکې ادعا کړې وه چې دی نه پوهیږي چې په دغې صوبې کې څوک د ترهگرو بریدونو تر شا دي [...] د پاکستان نوی حکومت د خبرو اترو په پلمه د طالبانو جنایتونه له پامه غورځولي دي.»
له ګاونډیو هیوادونو سره اړیکې
کله چې نواز شریف په ۹۰مې لسیزې کې د حکومت صدراعظم وو، نو هغه له هند سره د ښو سیاسي او اقتصادي اړیکو په لټه کې شوی وو. دا ځل هم هغه په دی لاره کې ښه اراده او نیت وښود چې د نوي دهلي له خوا ترې هرکلی وشو. خو په وروستو اوونیو کې د کمشیر د ګډې پولې په اوږدو کې یو څو نښتو چې په پایله کې یې مرگژوبله هم رامنځ ته شوه د«سوله ییز ګاونډیتوب» هیلې یو ځل بیا شا ته اچولي دي. د متحده ایالاتو د سولې له انستیتوت څخه پاکستاني کار پوه موید یوسف، وایي: «د اړیکو د عادې کولو له پاره هر نوی پیل د ترهگرۍ د اور له خنډ سره مخامخ شوی دی. په دواړو خواوو کې ځینې قوتونه شته چې د اړیکو ښه کیدل نه غواړي.»
سربیره پر دې په افغانستان کې د پاکستان د نقش په هکله د نوي دهلي بدګمانې د پاکستان او هند په اړیکو کې یوه بله لویه ستونزه ګنل کیږي. هندیان ویره لري چې له افغانستان څخه د ناتو له وتلو وروسته ښایي بیرته په نوموړي هیواد کې یو اسلام پاله رژیم قدرت ته ورسیږي.