1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي قطب د پاسه په اوزون طبقه کې موجود سوری بند شوی دی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبه

د لمر له زیان رسونکو وړانګو څخه د ځمکې حفاظتي طبقې (اوزون) کې د تیرو څو کلونو راهیسې سوری پیدا شوی وو چې د ځمکې د تودوخې د زیاتیدو سبب کیدی. خو اوس د شمالي قطب د پاسه دغه سوری بند شوی دی.

Infografik How ozone-deplenting substances and greenhouse gases affect the atmosphere

د ځمکې د پاسه فضاء «ستراتماسفیر» کې د کیمیاوي مادې اوزون یوه طبقه موجوده ده چې د ځمکې پر مخ د لمر د معذره وړانګو د لګیدو مخه نیسي.

د ځمکې پرمخ د زیان رسونکو ګازونو د اخراج په سبب د اوزون طبقې ته زیان رسید، چې له امله یې په دې طبقه کې سوری پيدا شوی وو. خو اوس د شمالي قطب د پاسه موجود دغه سوری ډک شوی دی.

د اقلیم نړیوالې ادارې یوه ویاند کلار نیولس، په ژنیف کې د ملګرو ملتونو د یوې غونډې پر مهال وویل چې د اوزون په دې حفاظتي طبقه کې د سوري بندیدل د یوې ځانګړې مادې او په هوایې کره یا «ستراتماسفیر» کې د هوا د شدیدې سړیدنې په پایله کې ممکن شوی دی. هوایې کرې طبقه د ځمکې د سطحې له ۱۰ کیلومتره نیولې بیا تر۵۰ کیلومتره لوړوالي کې موجود دی. خو سائنسپوهان وایي چې د شمالي نیمې کرې د پاسه د دې لوې سورې ډک کیدل د کرونا ویروس له امله د بندیزونو سره تعلق نه لري.

د «سي ای ام اس» په نامه د ځمکې په اړه د اروپایې اتحادیې تحقیقاتي اداره دغه سوری څاري. تیره اونۍ د دغې ادارې له خوا د دې سوري د بندیدو اعلان وشو.

د کرونا ویروس له امله د ګرځبندیز او وضع شویو محدودیتونو په سبب د فضاء ککړتیا کمه شوې ده، او عامه ذهنیت داسی دی چې له همدې امله د اوزون په سطحه کې موجود دغه سوری بند شوی دی. خو نیولس دا نظر رد کړ. هغه وویل: «د دې سوري بندیدل د کووید-۱۹ له امله محدودیتونو سره هیڅ ارتباط نه لري.»

«سي ای ام اس»  ادارې دا هم ویلي دي چې دا بدلون د کرونا له وبا سره هیڅ ارتباط نه لري. نوموړي ادارې په ټویټر کې لیکلي دي: «دا له اوږدې مودې راهیسې موجود یوه قطبي دوران په پایله کې ممکن شوی دی. دا د هوا د بهتره کیدو سره هیڅ ارتباط نه لري.»

د اروپا د فضایې مرکز ساينسپوهان وایي چې دا سوری به د حرارت درجې په لوړیدو سره ډک شي. د ناسا د تازه شمیرو له مخې په مارچ میاشت کې د شمالي قطب د پاسه اوزون کې د حرارت درجه د ریکارډ تر کچې ټیټه شوې وه.

په ۱۹۸۵م کال کې په شمالي قطب کې د انتراکتیکا بحیرې د پاسه د اوزون په حفاظتي طبقه کې دغه سوری کشف شوی وو. تر دې دوه کاله وروسته د مونتریال پروتوکول پر اساس ۱۹۷هیوادونو د دې سورې د غټیدو د مخنيوي په خاطر د کلورو فلورو کاربن په څیر کیمیاوي موادو پر نه کارونې موافقه وکړه.

دویچه ویله: ش.ن/ ن. ز 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب