کارپوهان وايي د انساني فعالیتونو په نتیجه کې اقليمی بدلون د ځمکې کره او د حرارت درجې په لا لوړېدو کې نقش لري.
/pr/bbk/jgc/nro/sco/mca(AFP)mks/aa
له آرشیف څخه (05.01.2020 ):
د آسترالیا اورونه او ویجاړۍ د انځورونو په ژبه
آسترالیا د خپل تاریخ له تر ټولو بدو اورونو سره لاس او ګریوان ده. د دغو اورونو له کبله ګڼ شمیر کسانو ته تلفات اوښتي او ډیر نور بیا د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي. د اور له کبله حیوانات هم له ستونزو سره مخ دي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Davey
پراخې ویجاړۍ
په آسترالیا کې د ځنګلونو شدیدو اورونه ډېر زیانونه اړولي دي. دغه اورونه د آسترالیا په تاریخ کې د ځنګلونو تر ټولو بد او پراخ اورونه بلل شوي دي چې له کبله یې شاوخوا ۱۴۰۰ کورونه سوځیدلي، زرګونه تنه نور د خپلو کورونو او سیمو ترک کولو ته اړ شوي او لږ تر لږه ۱۷ تنو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Davey
له اور او بادونو سره ګډه مبارزه
د آسترالیا په نیو ساوت ویلز کې د چارم هاون په سیمه کې د اور وژنې عمله د اور د قابو کولو په هڅه کې ده. د تیر کال د دسمبر په ۳۰مه نیټه په نیو ساوت ویلز ایالت کې اورونو سلګونه جایدادونه ویجاړ کړل او تلفات یې هم واړول. د شدید باد په نتیجه کې د اور وژنې د یوه موټر د چپه کیدو له کبله د اور وژنې د عملې یوه کارمند خپل ژوند له لاسه ورکړ او درې تنه نور یې ټپیان شول.
انځور: picture-allianceAP/Twitter@NSWRFS
هر چیرته سور آسمان
د آسترالیا د ویکتوریا ایالت په مالاکوټا کې یو شخص د ځنګلونو د اورونو سیمې ته نیږدې مجهز ولاړ دی او د شدیدو اورونو له کبله ان آسمان خپل رنګ ته تغيیر ورکړی دی. د آسترالیا په دغه ساحلي ښار کې د نوي عیسوي کال په شپو او ورځو کې زرګونو کسانو ته د خپلو سیمو د پرېښودو امر شوی وو. له اورونو څخه د ځان ساتلو په موخه، شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو د نوي کال شپه د ساحل په څنډو کې تر آسمان لاندې تیره کړه.