د شمالي کوريا د دولتي آژانس «KCNA» د راپور له مخي د دغه هيواد لارښود کيم جونگ اون، پوځ ته لارښوونه کړې ده چي سرحدي ساتونکي بايد «په بشپړه توگه يو ناببره جنگ ته تيار وي.»
دغه پريکړه د کيم په مشرتوب پوځي کمېسيون په يوه ځانگړې پوځي غونډه کي کړې ده.
په سرحد کي شخړه
د پنجشنبې په ورځ د دواړو کورياو په سرحد کي د توپونو نښتي سوي. په سيول کي د جنوبي کوريا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي له هغه وروسته چي د شمالي کوريا له خوا يو توغندی ور وتوغول سو، دوی هم پر شمالي اړخ توغندي توغولي دي.
تر دې دمخه د جنوبي کوريا خبري آژانس «يونهاپ» د لويو پوځي چارواکو په حواله خبر ورکړی وو چي شمالي کوریا په سرحد کي د جنوبي کوريا يو پوځي غونډ بمبار کړی دئ.
جنوبي کوريا پر شمالي کوريا تور لگولی چي د سرحد په غير پوځي سيمي کي ئې ماينونه ښخ کړي او دو دوی دوه عسکر ئې ټپيان کړي دي.
امريکا متحدو ايالاتو د شمالي کوريا پر دغو کړنو نيوکي کړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل سوي دي چي «دغه شان لمسونکي کړني يوازي او يوازي وضعيت خرابوي.»
د دغه وزارت يوه وياند ويلي دي «موږ په دې اړه اندېښمن يو». شمالي کوريا بايد خپل لمسونکي اقدامات بند کړي.
د کوریا د جګړی شپیته کاله
د کوریا په ټاپو وزمه کې جګړې د ۱۹۵۰م کال څخه تر ۱۹۵۳م کاله پورې دوام وکړ. د دغه جګړې په ترڅ کې سلګونو زره انسانان ووژل شول.
انځور: APد شمالي کوریا ځواکونه د ۱۹۵۰ کال د جون میاشتې په ۲۵ نیټه جنوبي کوریا ته ورننوتل. د جګړې د پیل څخه یوازې څو ورځې وروسته د جنوبي کوریا ټولې برخی د شمالي کوریا سرتیرو ونیولې. دغه جګړې تر درېو کلونو دوام وکړ.
انځور: AFP/Getty Imagesکوریا د ۱۹۱۰ کال څخه تر ۱۹۴۵ کاله پورې د جاپان په ولکه کې وه چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته په پرلپسې ډول ویشل کیږي. شمالي برخه د روسيې تر ولکې لاندې وه او جنوبي برخه امریکايي ځواکونو ونیوله. د ۱۹۴۸ کال د اګست په میاشت کې په جنوبي برخه کې د جمهوري کوریا اعلان وشو، چې په غبرګون کې يې جنرال کم اېل سونګ د سپتمبر په نهمه د ولسي جمهوري حکومت بنسټ کیښود.
انځور: picture-alliance / akg-imagesد شمالي کوریا له خوا د جنوبي کوریا پر پولي تر تیري وروسته ملګروملتونو او امریکا په عاجله توګه له جنوبي کوریا سره د ملاتړ پریکړه وکړه. د شلو هیوادونو ۴۰ زره سرتیري د جنوبي کوریا په لور واستول شول. په دغو سرتیرو کې د امریکايي سرتیرو شمیر ۳۶ زره تنه وو.
انځور: AFP/Getty Imagesد ۱۹۵۰ کال د سپتمبر په ۱۵امریکايي سرتیري د جنرال ډګلس مک کارتر، په مشرۍ د ’ Incheon ‘ سیمی ته ورسیدل او یوازې څو ساعته وروسته سیول یو ځل بیا جنوبي کوریا ونیوه.
انځور: picture alliance/AP Photoد ۱۹۵۰ کال په اکتوبر کې چین د کوریا په شخړه کې مداخله وکړه. په پیل کې د داوطلبانو کوچنیو ګروپونو او بیا وروسته د دغو کسانو یوه لویه ډله د شمالي کوریا د مرستې له پاره دغه هیواد ته ورسیده. د سپتمبر په پنځمه پیونګ یانګ د اتحادي ځواکونو له ولکې څخه آزاد کړای شو.
انځور: Claude de Chabalier/AFP/Getty Imagesد ۱۹۵۱ کال د جنوري میاشت کې چین او شمالي کوریا په ګډه یو لوې پرمختګ پیل کړ. په دغو عملیاتو کې ۴ سوه زره چینايي او د شمالي کوریا سل زره سرتیرو ګډون کړی وو. په دغه وخت کې شمالي کوریا ډیرې بریاوې ترلاسه کړې.
انځور: picture-alliance/dpaد ۱۹۵۱ کال په پای کې جګړه هم هغه ځای ته رسیدلې وه له کوم ځایه چې پیل شوې وه. یعنې دواړه ښکیلې خواوې د جګړی څخه مخکي خپلو پخوانیو سرحدونو کې موجودې وې. د همدغه کال د جولای په میاشت کې د ډزبندۍ د خبرواترو د پيلیدو سره سره هم، د ۱۹۵۳ کال د ژمي تر موسمه دواړو خواوو کله نا کله پر یو بل بریدونه کول.
انځور: Keystone/Getty Imagesد کوریا جګړې ته د سړې جګړی پرمهال د ختیځ او لویدیځ ترمنځ «د نورو د جګړې» نوم ورکړل شوې وو. د ملګرو ملتونو په ځواکونو کې د امریکايي سرتیرو شمیر تر ټولو زیات وو، په داسې حال کې چې د چین او روسیې په سلګونو زره سرتیرې بیا د شمالي کوریا ملاتړ ته ولاړ ول.
انځور: AFP/Getty Imagesد کوریا په جګړه کې امریکايي ځواکونو ۴،۵ ټنه بارود استعمال کړي ول. د شمالي کوریا نزدې ټول لوې ښارونه د ویجاړیو په انبارونو اوښتي ول.
انځور: AFP/Getty Imagesکله چې په ۱۹۵۳ کال کې د اتحادي ځواکونو وتل پيل شول، نو په دغه وخت کې په سلګونه زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. د اټکلونو له مخې په ټوله کې د شمالي او جنوبي کوریا ۵۰۰ زره پوځیان په دغه جګړه کې وژل شوې ول. ۴۰۰ زره چینايي، او د متحدینو ۴۰ زره پوځیانو هم په دغه جګړه کې ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: Keystone/Getty Imagesد ۱۹۵۳ کال د اپریل د میاشتې له نیمایي څخه د لومړي ځل له پاره د دواړو خواو تر منځ د بندیانو تبادله ترسره شوه چې د کال تر پایه دا سلسله روانه وه. د ملګرو ملتونو له خوا د شمالي کوریا ۷۵ زره او د چین اووه زره بندیان آزاد کړای شول. بل لورې دیارلس نیم زره بندیان آزاد کړل چې د هغوې په ډله کې نزدې ۸ زره بندیان د جنوبي کوریا ول.
انځور: Keystone/Getty Imagesد ۱۹۵۱ کال د جولای په لمسه د ډزبندۍ د تړون پر سر خبرې اترې پيل شوې چې بالاخره دوه کاله وروسته یعنې د ۱۹۵۳م کال د جولای په ۲۷ نیټه یوې پریکړې ته ورسیدل.
انځور: AFP/Getty Imagesد کوریا پر جګړه شپیته کاله اوړي خو بیا هم شمالي او جنوبي کوریا د جګړې په حالت کې دي. د دغو دواړو هیوادونو تر منځ د سرحدي پولو ساتنه ډیره ګرانه ده. اوس هم د سرحدي پولو دواړه خواو ته سرتیري د تیارسﺉ په حالت کې دي.
انځور: AP