د شمالي کوریا توغندی چې جاسوسي سپوږمکۍ یې لېږدوله را لوېدلی
۱۴۰۲ شهریور ۲, پنجشنبه![Nordkorea I Start einer nordkoreanischen Rakete mit einem Satelliten](https://static.dw.com/image/66617346_800.webp)
د شمالي کوريا ليږدونکی توغندې چې په پام کې ده فضا ته يوه جاسوسی سپوږکۍ وليږدوي، لومړې او دويم پړاو يې پرته له کومې ستونزې پر مخ تللې دې. د شمالي کوریا دولتي رسنیو د ناکامې هڅې په اړه راپور ورکړ: د «مالګیونګ -۱» کشفي سپوږمکۍ په بار وړونکی راکټ کې ځاي پر ځای شوي او د پنجشنبې په شپه د پیونګان ولایت په شمال کې د راکټ توغولو له ځای څخه وتوغول شوه.
يو سړي په ځنگلي ټاپو کې په سمندر کې د شمالي کوريا د توغولو لړۍ ليدلې ده.
له هغې وروسته، په هر حال د دریم راکټ پړاو د پروپلشن سیسټم کې تخنیکي ستونزه وه، چې له امله یې فضا ته د الوتنې پلان ناکام شو.
دتوغندي توغول په جاپان کې د بیړني خبرتیا لامل شو
د سویلي کوریا پوځ ویلي دي چې دوی د توغندي توغولو بهير څارلی او دې نتیجې ته رسیدلي دي چې دا یو غلط ازمایښت و. په جاپان کې، د راکټ توغول په سیمه ایز وخت د سهار ۴ بجو څخه لږ مخکې بیړنۍ خبرتیا رامنځ ته کړه.
د اوکیناوا په سویل کې له اوسیدونکو څخه غوښتل شوي چې په خپلو کورونو کې پناه واخلي. له خبرتیا شاوخوا شل دقیقې وروسته د جاپان حکومت اعلان وکړ چې توغندی ارام سمندر کې رالويدلی او خبرداری یې لرې کړی دی.
تر دې یوه ورځ مخکې شمالي کوریا د جاپان ساحلي ګارد ته خبر ورکړی و چې د اګست له ۲۴مې او ۳۱ مې تر منځ د یوې بلې پوځي سپوږمکۍ د توغولو پلان لري.
د جاپان د کابینې مشر شیف هیروکازو ماتسونو وویل چې د توغندیو تکرار د سیمې امنیت ته ګواښ دی. هغه په جاپاني ټلویزیون کې وویل: «موږ به په کلکه احتجاج وکړو او په سختو ټکو کې به شمالي کوریا وغندو.» د راکټ ځینې برخې ارام سمندر ته ولوېدلې.
په پیونګ یانګ کې رژیم لا دمخه د می پر ۳۱ نېټه فضا ته د جاسوسي سپوږمکۍ لیږلو توغندي لومړۍ هڅه ناکامه شوی وه. سپوږمکۍ لانچر "Cheollima-1" له توغولو لږ وروسته په سمندر کې ولوېده. د سویلي کوریا ځواکونه وتوانیدل چې د هغې ځینې برخې وژغوري او د متحده ایالاتو سره په ګډه ارزونه کې دې پایلې ته ورسیدل چې د کشف دا سپوږمکۍ «د نظامي فعالعیت له پاره» کار نه ورکوي.
د شمالي کوریا جاسوسي سپوږمکۍ په سمندر کې لوېدلې ده
د کارپوهانو په وینا، د فضایي توغندیو او« ICBMs »ټیکنالوژي لږ توپیر لري. امریکا او متحدین یې، سويلي کوریا او جاپان له همدې امله په مۍ میاشت کې د توغندي ناکامه ازموینه غندلې وه.
شمالي کوریا په اکتوبر میاشت کې د دریم ځل له پاره د توغندیو د توغولو پلان لري. د ملګرو ملتونو پریکړه لیکونه شمالي کوریا د هر ډول بالیستیک توغندیو له ازمویلو منع کوي. سره له دې د دولتي خبري اژانس«کا سی ان آ» په وینا، شمالي کوریا په اکتوبر میاشت کې په مدار کې د سپوږمکۍ د ځای پر ځای کولو له پاره دریمه هڅه کوي.