د ۲۰۲۳م کال په پای کې د شمالي کوریا د کارګر ګوند د مرکزي کمېټې په غونډه کې هغه د دې پروسې د چټکولو خبر ورکړ.
د شمالي کوریا مشرکیم جونګ اون د دغه هيواد له پوځ او د وسلو له صنعتي برخي څخه غوښتي دي چې د جګړې په صورت کې خپل چمتووالی زیات کړي.
دولتي رسنیو د کیم له خولې ویلي "پوځي چمتووالی خپل لوړ حد ته رسېدلی دی." راپورونه دا هم وايي چې کیم د خلق ګوند، د اردو نظامي دندې، د وسلو صنعت، اټومي وسلو او ملکي دفاعي برخو ته هم اشاره وکړه.
شمالي کوریا چې د اټمي وسلو د لېږدولو وړ بالستیک توغندي ازمایلي، پکې د انټرکانټیننټال بالستیک توغندي هم شامل دي.
په وروستیو هغه د دغه هېواد په اساسي قانون کې د خپلو اټومي وسلو د پراخولو پالیسي تثبیت کړې ده.
کیم جونګ اون تر دې مخکې د روان کال په اګست میاشت کې د ګوند د مرکزي پوځي کمېسیون په غونډه کې امر کړی وو چې د جګړې له پاره چمتووالی باید په شدت سره پرمخ ولاړ شي. په هغه وخت کې دغه پرېکړه له امريکا سره د جنوبي کوريا د نژدې پوځي همکارۍ پر وړاندي غبرګون بلل شوی وو.
شمالي کوریا چې د اټومي وسلو د پروګرام له امله تر نړیوالو بندیزونو لاندې ده، امریکا او جنوبي کوریا خپل ستر دښمنان ګڼي.
د روان کال په اپریل میاشت کې امریکا او جنوبي کوریا پریکړه وکړه چې د ګډو پوځي تمرینونو په ګډون خپلې پوځي همکارۍ لا زیاتې کړي.
زموږ له آرشيف څخه:
هغه کمونیست رهبران چې تر مرګ وروسته یي جسدونه ساتل شوي
دا یو تاریخي حقیقت دی چې کمونیست رهبرانو د خپل ژوند پر مهال له خپل شخصیت سره ډیره مينه درلوده. شاید په همدې دلیل د دوی تر مړينې وروسته یې جسدونه په اصطلاح مومیايي او محفوظ ساتل شوي دي. انځور: picture-alliance/dpa/Ropi ولادیمیر لینن د پخواني شوروي اتحاد په بنسټ ایښودونکو کې تر ټولو مطرح کس وو. نوموړی همدارنګه د اکتوبر میاشتې د انقلاب یو مخکښ رهبر وو چې په پایله کې یې واک ته ورسید. د هغه دور ته د سرې ویرې وخت ویل کیږي چې د انقلاب په زرګونو مخالفين په کې ووژل شول. په ۱۹۲۴م کال کې د هغه تر مړينې وروسته یې ماغزه وایستل شول او پاتې جسد یي محفوظ کړای شو. د هغه جسد د مسکو په «ریډ سکوایر» کې ساتل شوی دی.
انځور: picture-alliance/akg-images د چين د خلق جمهوریت کمونیستي مشر ماو ماو زي تنګ، د چين د خلق جمهوریت بنسټ ایښودونکی وو. ماو د شلمي پيړۍ یو له با رسوخه کسانو څخه وو چې دلیل پر یوه نړیوال قدرت د چين بدلیدل ګڼل کیږي. په دې هڅه کې اووه میلیونه انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. نوموړی په ۱۹۷۶م کال کې ومړ چې د وروستي دیدن له پاره یي یو میلیونه انسانان را ټول شوي وو. د ماو زي تنګ، مړی تر محفوظ کولو وروسته په بیجینګ کې ساتل شوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/Ropi کیم ال سنګ د شمالي کوریا لومړی رهبر وو. نوموړی د کمونیستي حکومت د قیام ترڅنګ د کوریا د جګړې د رامنځته کیدو لامل هم بلل کیږي. شمالي کوریا د پخواني شوروي اتحاد تر ختمیدو وروسته له سختې قحطۍ سره مخامخ شوې وه. نوموړی په ۱۹۹۴م کال کې د ۸۲ کلنې په عمر ومړ. د لس ورځني ویر تر مراسمو وروسته د هغه جسد محفوظ او په یوه مزار کې چې په کومسوسان آسامبلي کې واقع دی ایښودل شوی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/KCNA په شمالي کوریا کې د کِم ال سُنګ تر مړینې وروسته د هغه زوی کِم جونګ اِل هم د جابرانه حکومتي نظام لړۍ جاري وساتله. هغه هم په دې هڅه کې وو چې ولس ورته تر اندازې ډیره عقیده ولري. نوموړی په ۲۰۱۱ م کال کې د قلبي سکتې په نتیجه کې ومړ. کِم جونګ اِل تر مړینې وروسته ابدي رهبر وبلل شو. د هغه جسد هم تر محفوظ کولو وروسته د کومسوسان په ماڼۍ کې کیښودل شو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/KCNA هو شي مین په ویتنام کې د فرانسې استعماري حکومت ته ماته ورکړه او د شمالي او سویلي ویتنام د یوځای کولو جنګ یي پیل کړ، خو په بشپړ ډول تر بریا مخکې مړ شو. هغه غوښتل چې تر مرګ وروسته یي مړی وسوځول شي او ایره یي د هیواد په دریو غرونو وشیندل شي، خو برعکس تر مړيني وروسته یي جسد محفوظ او د هنويي په یوه مزار کې وساتل شو. د ځینو سرچينو په حواله د هغه پوزه خاورې شوې او ږیره یي هم له مخ څخه رژیدلې ده.
انځور: picture-alliance/AP Photo