د پاکستان هسته وي فزیکپوه پرویز هودبهايي وایي چې په لومړي سر کې اسلام آباد شمالي کوریا ته د «سنترفیوج تکنالوژي» لیږدولې وه. خو دغه کارپوه ټینګار کوي چې پاکستان په مستقیم ډول د شمالي کوریا په اتومي پروګرام کې ونډه نه لرله، ځکه دغه تکنالوژي په لومړي سر کې پلتونیم د استخراج له پاره پیونګ یاګ ته ورکړل شوې وه.
دا چې پاکستان کله شمالي کوریا ته د اتومي تکنالوژي د لیږد لړۍ پیل کړې، روښانه نه ده، خو هودبهايي وایي چې د لیږد بهیر بیا په ۲۰۰۳م کال کې ودرید. هغه زیاتوي: «دا [د اتومي تکنالوژي د لیږد بهیر] په ۲۰۰۳م کال کې تر هغه وروسته ودرید چې پاکستاني ساینس پوه اې کیو خان، د اتومي تکنالوژي په لیږد کې ګیر راغی. تر دې وروسته په دې برخه کې ټول انتقالونه ودریدل.»
پر ای. کیو. خان باندې شمالي کوریا، لیبیا او ایران ته اتومي تکنالوژي د لیږ تور لګول کیږي، خو هوډبهايي ټنیګار کوي چې ښايي په یوازې سره د خان له پاره د دومره لوی کار د ترسره کولو امکان نه وو. د هغه په خبره د دې تکنالوژي ډیره ټينگه ساتنه کیده او هر سنترفیوج څه نا څه نیم ټون وزن لري چې په پټه لیږد یې ستونزمنوي.
هغه زیاتوي: «له همدې کبله په یقین سره چې له هغه سره په لوړه کچه هم لاس یو شوی وو.»
په پاکستان کې ډیر جنرالان دا خبره چې اسلام آباد دې د شمالي کوریا له اتومي پروګرام سره مرسته کړې وي، نه مني او وايي چې د شمالي کوریا اتومي پروګرام تکنالوژي تر هغه څه چې په پاکستان کې موجوده ده، توپیر لري. فزیکپوه پرویز هودبهايي، ټینګار کوي چې د شمالي کوریا په اتومي پروګرام کې د اسلام آباد ونډه یوازې غیر مستقیمه ده.
خو اسلام آباد، پیونګ یاګ ته د «سنترفیوج تکنالوژي» وړيا ور نه کړه او په بدل کې یې توغندي ترلاسه کړل. هودبهایي وايي: «د هغه سنترفیوج په بدل کې چې پاکستان شمالي کوریا ته ورکړل، له دې هیواد څخه یې په اصطیلاح دودنګ نومې توغندي ترلاسه کړل.»
دودنګ توغندي مایع سوځیدونکي مواد لري. ای. کیو. خان بیا دغه توغندي خپل لابراتوار ته انتقال کړل او هلته یې پرې نوم کیښود. هودبهايي وايي چې دغه توغندي اوس هم د پاکستان د توغندیو د ذخیرې برخه دي.
شمالي کوریا په وروستیو وختونو کې خپل اتومی پروګرام ته وده ورکړې ده او داسې بالیستیک یا قاره یي توغندي يې جوړ کړي دي چې اتومی سرګلولې لیږدولی شي.
زموږ له ارشيف څخه:
انځورونه: له سکډ توغندي تر د اتومي وسلو آزموينو پورې
شمالي کوريا د څو کلونو راهیسې خپلو پوځي تجهيزاتو ته پراختيا ورکوي. دغه هيواد خپله شپږمه اتومي آزموينه هم ترسره کړه. پيونګيانګ وايي داسې توغندي يې جوړ کړی چې هايدروجني سرګلولي له ځانه سره لیږدوی شي.
انځور: Reuters/KCNAشمالي کوريا د پخواني شوروي اتحاد د «سکد-بي» توغندي جوړ کړل چې نژدې ۳۰۰ کيلومتره واټن وهلی شي.
انځور: picture-alliance/dpa/Jeon Heon-Kyunشمالي کوريا په ۱۹۸۴ کې د يوې توغنديزې آزموينې د ترسره کولو وروسته پرمختک وکړ. تر هغې وروسته پيونګيانګ د «تايپودونګ-۲» راکټونو خاوند شو، چې څو زره کليومتره واټن وهلی شي.
انځور: Getty Imagesد ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۵ پورې وقفه
شمالي کوريا د ۱۹۹۹ کال په سپتمبر کې د امريکا متحده ایالتونو سره د اړیکو د ښو کيدو په نيت، خپلې د توغنديزې آزموينې ودرولې. خو د دواړو هيوادونو ترمنځ خبرې اترې ناکامې شوې، ځکه شمالي کوريا د توغنديو د نه صادرولو په بدل کې د کال يو مليارډ ډالر غوښتل. دغه هيواد په ۲۰۰۵ کال کې د خپلو وسلو د انکشاف وقفه پاي ته ورسوله.
د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر مياشتې ۹مه
پيونګیانګ په دغه وخت کې د ځمکې لاندې لمړني اتومي بم آزموينې وکړه.
انځور: picture-alliance/dpaشمالي کوريا يو توغندی و توغاوه چې د جاپان له سره تير او په آرام اوقيانوس سمندر کې ولويد. پيونګيانګ ویلي وو چې دغه آزموينه يې فضا ته د يوې سپوژمکۍ د استولو په مقصد تر سره کړې ده. امريکا متحده ایالتونو، سويلي افريقا او جاپان بيا برعکس د «تايپودونګ - ۲» توغندي د يوې پټې آزموينې خبرې وکړې. د ۲۰۱۲ کال په دسمبر کې شمالي کوريا يوه سپوژمکۍ فضا ته واستوله.
انځور: APد ۲۰۰۹ کال د می مياشتې ۲۵ مه
شمالي کوريا د يو بل اتومي بم آزموينه وکړه چې تر مخکيني بم څخه يې ځواک څو برابره زيات وو.
انځور: APشمالي کوريا د خپلې شپږمې اتومې آزموينې خبر ورکړ او ادعا يې وکړه چې دا يو هايدروجني بم دی. دا ډول هستوي چاودنې د ډیر زيات ويجاړونکي ځواک درلودونکې وي. خو دا چې هغه دې په رښتیا هم يو هايدروجني بم وي، ډیری کارپوهان يې په اړه شک لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/GeoEyeد ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ ۱۲ مه
پيوينګيانګ لخوا د خپل دريم اتومي بم آزموينه تر سره شوه.
انځور: picture-alliance/dpa/KCNAدا ځل شمالي کوريا خپل توغندي له يو اوب تل څخه وتوغول. تر هغې وروسته د ۲۰۱۶ کال د جولاي مياشتې په ۸ مه د امريکا متحده ایالتونو او سويلي کوريا اعلان وکړ چې په سويلي کوريا کې د «تاد» په نوم خپل د توغنديو دفاعي سيستم فعالوي.
انځور: picture-alliance/dpaشمالي کوريا خپل پنځم اتومي بم وچاوه. تر هغه وخته د دغه بم چاودنې ساری نه لرود.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Sinmunشمالی کوريا په خپلو پوځي تمريناتو کې، په جاپان کې د امريکا متحده ايالتونو پر يوې پوځې اډې حملې ته ورته اقدام وکړ. دغه توغندي سمندر کې ولګيدل. تر هغې يوه ورځ وروسته امريکا په سئول کې خپل د توغنديو «تاد» دفاعي سيستم چې هغه وخت يې غير فعال کړی وو بيرته فعال کړ.
انځور: Reuters/KCNAد ۲۰۱۷ کال د اپريل مياشتې ۱۵مه
سويلي کوريا د شمالي کوريا د يوې ناکامې توغنديزې آزموينې څخه خبر ورکړ. واشنګتن هم دغه ناکامه آزموينه تائيد کړه. ويل شوي وو چې دغه توغندی له توغولو لږ وروسته وچاوديد.
انځور: Getty Images/AFP/E. Jones شمالي کوريا د پلازمينې شمال ته نژدې له يوې سيمې څخه د يوه توغندي په توغولو يو ځل بيا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پريکړه ليک له اصولو سرغړونه وکړه. دغه توغندی هم تر توغولو څو ثانيې وروسته وچاوديد.
انځور: Getty Images/AFP/Str.شمالي کوريا د « هواسونګ - ۱۲» په نوم توغندي په توغولو اعلان وکړ چې دا تر ټولو پرمخ تللې وسله ده چې کولای شي لويې اتومې سرګلولې له ځانه سره وليږدوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/KCNAد ۲۰۱۷ کال د می مياشتې ۲۱مه
د شمالي کوريا هيواد کمونیستي رهبرۍ يو ځل بيا د منځني واټن ويشتونکي توغندي آزموينه ترسره کړه. دغه توغندی د نژدې ۵۰۰ کيلومتره واټن په وهلو، د جاپان سمندرګي کې وغورځيد.
انځور: Reuters/KCNAد ۲۰۱۷ کال د جولاي مياشتې ۴مه
شمالي کوريا د امريکا متحده ايالتونو د آزادۍ په ورځ يو بل توغندی وآزمایه. پيونګيانګ د لمړي ځل له پاره د «هواسونګ - ۱۴» قاره وهونکي توغندي څخه يادونه وکړه. کارپوهان په دې باور دي چې دغه توغندی کولای شي ۶۷۰۰ کيلومتر واټن ووهي او د امريکا تر قلمروه ځان ورسوي.
انځور: Getty Images/AFP/KCNAد ۲۰۱۷ کال د جولاي مياشتې ۲۸مه
امريکا متحده ايالتونو له خوا د تعزيراتو تر وضع کولو وروسته، شمالي کوريا د دويم ځل لپاره يو لرې واټن ويشتونکی توغندی وآزمايه. د دغه هيواد مشر، کيم جونګ اون په وياړ سره ادعا وکړه چې دغه توغندی کولای شي د امريکا ټولې خاوري ته ورسيږي. د دې په غبرګون کې د امريکا متحده ايالتونو د اګست په ۲مه د «مينیتمن ۳» توغندي وتوغاوه. دغه توغندی د ۶۷۰۰ کيلومتره واټن په وهلو، د آرام اوقيانوس په سويل کې ولويد.
انځور: Reuters/T. Hanaiشمالي کوريا چې تر دې مخکې يې د ولسمشر دونالد ترامپ د ګواښونو په غبرګون کې ويلي وو چې په آرام اوقيانوس سمندر کې به امريکا پورې اړوند د ګوام ټاپو وولي، درې د منځني واټن ويشتونکي توغندي وتوغول. د امریکا متحده ایالتونو د پوځ پر وينا، دغه توغندي د شمالي کوريا په ختيځو اوبو کې ولويدل او ګوام ټاپو ته يې هيڅ ډول زيان ندي اړولي.
انځور: imago/Kyodo Newsد ۲۰۱۷ کال د اګست مياشتې ۲۹مه
د شمالي کوريا يو توغندی د جاپان له سره تير شو. د سئول په خبره چې دغه توغندی د ۵۵۰ کيلومتره په ارتفاع کې ۲۷۰۰ کيلومتره واټن وهلی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/kyodoشمالی کوريا د شپږم ځل لپاره د يوه اتومي بم آزموينه وکړه. د دغه بم ځواک د ټولو هغو بمونو څخه څو برابره زيات ښودل شوی دی، کوم چې دغه هيواد تر اوسه آزمويلي دي. خپله پيونګ يانګ هم منلې چې د يوه هايدروجني بم کاميابه آزموينه يې ترسره کړې ده.
انځور: Reuters/KCNA