د امریکا متحده ایالاتو کارپوهانو ادعا کړې ده چې د مصنوعي سپوږمکیو په انځورونو کې د شمالي کوریا په مهمو تاسيساتو کې د لوړې کچې فعالیتونه مشاهده شوي دي.
شمالي کوریا یو ځل بیا د بالستیک توغندیو ازموینه کړې
د دغو انځورونو په یوه برخه کې لیدل کیږي چې د «یونګ بیون» په اټومي بټۍ کې د پنځه میګاواټه ظرفیت لرونکی ریاکټور فعالیت کوي. دوی همدارنګه زیاتوي چې د دې بټۍ د یورانیمو د غني کولو دستګاه د جوړولو کار هم پيل شوی دی.
زمونږ د فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:
زمونږ د یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:
د "نارت ۳۸" په نوم د امریکایي انټرنټ پاڼې چې د شمالي کوریا په برخه کې تخصص لري د معلوماتو په اساس، د مارچ له ۳ تر ۱۷ نیټې پورې داسې انځورونه اخیستل شوي دي چې په کې لیدل کیږي، زر به د «یونګ بیون» په اټومي تاسیساتو کې د «سپکو اوبو آزمایشي» ریاکتور د جوړولو کار بشپړ شي.
شمالي کوریا تر اوبو لاندې اټومي ډرون ازمویلی
د کارپوهانو په وینا په «یونګ بیون» کې فعالیتونه کیدای شي د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون له پخوانیو څرګندونو سره ارتباط ولري. نوموړي د وسلو جوړولو په کچه د اټومي موادو د تولید کچې لوړولو خبره کړې وه.
خو سره له دې هم د شمالي کوریا دولتي رسنیو د سه شنبې په ورځ داسې انځورونه خپاره کړل چې په هغې کې کیم جونګ اون د اټومي سرګولولو څخه د لیدنې په حال کې لیدل کیږي.
د شمالي کوریا رهبر د «د وسلو تر کچې د اټومي موادو» د تولید پراخولو غوښتنه کړې وه.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا
هغه کمونیست رهبران چې تر مرګ وروسته یي جسدونه ساتل شوي
دا یو تاریخي حقیقت دی چې کمونیست رهبرانو د خپل ژوند پر مهال له خپل شخصیت سره ډیره مينه درلوده. شاید په همدې دلیل د دوی تر مړينې وروسته یې جسدونه په اصطلاح مومیايي او محفوظ ساتل شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/Ropiولادیمیر لینن د پخواني شوروي اتحاد په بنسټ ایښودونکو کې تر ټولو مطرح کس وو. نوموړی همدارنګه د اکتوبر میاشتې د انقلاب یو مخکښ رهبر وو چې په پایله کې یې واک ته ورسید. د هغه دور ته د سرې ویرې وخت ویل کیږي چې د انقلاب په زرګونو مخالفين په کې ووژل شول. په ۱۹۲۴م کال کې د هغه تر مړينې وروسته یې ماغزه وایستل شول او پاتې جسد یي محفوظ کړای شو. د هغه جسد د مسکو په «ریډ سکوایر» کې ساتل شوی دی.
انځور: picture-alliance/akg-imagesد چين د خلق جمهوریت کمونیستي مشر ماو
ماو زي تنګ، د چين د خلق جمهوریت بنسټ ایښودونکی وو. ماو د شلمي پيړۍ یو له با رسوخه کسانو څخه وو چې دلیل پر یوه نړیوال قدرت د چين بدلیدل ګڼل کیږي. په دې هڅه کې اووه میلیونه انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. نوموړی په ۱۹۷۶م کال کې ومړ چې د وروستي دیدن له پاره یي یو میلیونه انسانان را ټول شوي وو. د ماو زي تنګ، مړی تر محفوظ کولو وروسته په بیجینګ کې ساتل شوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/Ropiکیم ال سنګ د شمالي کوریا لومړی رهبر وو. نوموړی د کمونیستي حکومت د قیام ترڅنګ د کوریا د جګړې د رامنځته کیدو لامل هم بلل کیږي. شمالي کوریا د پخواني شوروي اتحاد تر ختمیدو وروسته له سختې قحطۍ سره مخامخ شوې وه. نوموړی په ۱۹۹۴م کال کې د ۸۲ کلنې په عمر ومړ. د لس ورځني ویر تر مراسمو وروسته د هغه جسد محفوظ او په یوه مزار کې چې په کومسوسان آسامبلي کې واقع دی ایښودل شوی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/KCNAپه شمالي کوریا کې د کِم ال سُنګ تر مړینې وروسته د هغه زوی کِم جونګ اِل هم د جابرانه حکومتي نظام لړۍ جاري وساتله. هغه هم په دې هڅه کې وو چې ولس ورته تر اندازې ډیره عقیده ولري. نوموړی په ۲۰۱۱ م کال کې د قلبي سکتې په نتیجه کې ومړ. کِم جونګ اِل تر مړینې وروسته ابدي رهبر وبلل شو. د هغه جسد هم تر محفوظ کولو وروسته د کومسوسان په ماڼۍ کې کیښودل شو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/KCNAهو شي مین په ویتنام کې د فرانسې استعماري حکومت ته ماته ورکړه او د شمالي او سویلي ویتنام د یوځای کولو جنګ یي پیل کړ، خو په بشپړ ډول تر بریا مخکې مړ شو. هغه غوښتل چې تر مرګ وروسته یي مړی وسوځول شي او ایره یي د هیواد په دریو غرونو وشیندل شي، خو برعکس تر مړيني وروسته یي جسد محفوظ او د هنويي په یوه مزار کې وساتل شو. د ځینو سرچينو په حواله د هغه پوزه خاورې شوې او ږیره یي هم له مخ څخه رژیدلې ده.
انځور: picture-alliance/AP Photo