د اس سي او غونډه: د هند د بهرنيو چارو وزير پاکستان ته تللی
۱۴۰۳ مهر ۲۴, سهشنبهد هند د بهرنيو چارو وزير نن، سه شنبې پاکستان ته سفر کړی دی چې دا دغه ګاونډي هېواد ته په کابو يوه لسیزه کې د هند د يوه لوړپوړي چارواکي لومړی سفر دی.
هند او پاکستان دواړو ويلي دي چې د دوه اړخیزې خبرې اترې په پام کې نه دي نيول شوي او اس جی شنکر، به د غونډې پلان په کلکه تعقيب کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په سهار ويلي ول چې «هند به په فعاله توګه د شانګهای د همکاريو سازمان له فارمت سره ښکیل پاته شي.» زياته شوې ده چې جای شنکر به «په غونډه کې د هند د استازولۍ» په موخه پاکستان ته سفر وکړي.
د شنګهای د همکارۍ په سازمان يا اس سي او کې چين، هند، روسیه، پاکستان، ایران، قزاقستان، کرغیزستان، تاجيکستان، ازبکستان او بېلاروس يا سپينه روسيه شامل دي. نور ۱۶ هېوادونه یې د څارونکو او یا «د ديالوګ د شريکانو» په توګه ملتيا کوي.
«د شانګهای د همکاريو سازمان» ته ځيني وخت د لوېدیځ تر نفوذ لاندې پوځي ائتلاف ناټو د بدیل په سترګه هم کتل کیږي، ځکه دا سازمان هم پر امنيت د بحث دنده يا مکلفيت لري.
د اړيکو د ښه والي تر هيلو وروسته یې خرابيدل
په ۲۰۱۵م کال د هند د هغه وخت د بهرنیو چارو وزيره ششما سواراج، پاکستان ته تللې وه. نوموړې هغه وخت په افغانستان کې په يوه کنفرانس کې ګدون درلود او دا وروستی ځل وو چې د هند د بهرنيو چارو يو وزير دې پاکستان ته تللی وي.
په همدې يعني ۲۰۱۵م کال کې د هند لومړي وزير نريندر مودي، لاهور ته يو ناڅاپي سفر وکړ څو د هغه وخت له خپل سيال، د پاکستان له لومړي وزير نواز شریف سره وګوري. د نوموړي دې سفر له پاکستان سره په اړيکو کې د ښه والي هیلې رامنځته کړې وې.
د دواړو اتومي ځواکونو اړيکې په ۲۰۱۹م کال کې هغه وخت ډېرې خرابې شوې چې د مودي حکومت د هند تر ولکې لاندې کشمير خپلواکمن حیثيت لغوه کړ. د هند د حکومت دا پريکړه د دوه اړخیزو تجارتي اړيکو د ځنډيدو او دیپلوماتیکي اړيکو د خرابيدو باعث شوه.
کشمير چې د هند د واکمنۍ پر وړاندې له اوږدې مودې راهېسې د خونړي بغاوت ټاټوبی دی، د دواړو هېوادونو ترمنځ ويشل شوی او دواړه یې د دواړو برخو د ملکيت دعوا لري.
د پاکستان د بهرنيو چارو يو پخوانی وزير بلاول بوټو زرداري، په ۲۰۲۳م کال د شنګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه د هند ګوا ښار ته تللی وو چېرې نوموړی د جی شنکر، سره په يوه لفظي لانجه کې ښکيل شوی وو.
ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters)
زموږ له آرشيف څخه: