میخایل ګورباچوف د کمونیست ګوند او د سوسیالیستي شوروي اتحاد وروستی رهبر وو چې له ناروغۍ سره تر اوږدې مودې مبارزې وروسته، بلاخره د سه شنبې په ماښام (۲۰۲۲م کال د اګست ۳۰) د ۹۱ کلونو په عمر د مسکو په مرکزي روغتون کې ساه ورکړه.
ګورباچوف د ۱۹۸۵ تر ۱۹۹۱ پورې د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او له ۱۹۹۰ څخه د ۱۹۹۱م کال سمبر پورې د شوروي ولسمشر وو.
د شوروي اتحاد وروستی رهبر، چې د خپل ګلاسنوست او پيريسترویکا سیاست سره چې د سیاسي فضا پرانیستل، شفافیت او انتقادپزيري او همدارنګه اقتصادي او ساختاري اصلاحات ېې په بر کې نېول، د سړې جګړې د پای او په دوو برخو د ویشل شوي آلمان د یووالي له تر ټولو مهمو څيرو څخه ګڼل کيږي.
«د افغانستان جگړې له شوروي اتحاد څخه روسيه جوړه کړه»
کوم سیاسي بهیر چې ګورباچوف پيل کړی وو د شوروي اتحاد په ټولو جمهوریتونو کې د لويو تحولاتو په رامنځ ته کېدو منتج شو. هغه په ۱۹۹۱م کال کې د ولسمشرۍ له څوکۍ څخه پر شا شو چې لږ موده وروسته ېې شوروي اتحاد هم وپاشل شو.
ګورباچوف ته تر هغه مخکې د ترسره کړو اصلاحاتو په خاطر، د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوې وه.
هغه تل د ولاديمير پوتين پر سیاستونو، په ځانګړې توګه په روسېه کې د سياسي فضا پر تنګولو او د رسنيو د آزادۍ پر محدودولو نېوکې کولې.
په مسکو کې د یو سیاسي بنسټ رامنځ ته کول
ميخايل ګورباچوف چې په مسکو کې د یو سیاسي بنسټ موسس وو، تر مرګه پورې ېې د دغه بنسټ چارو ته رسيدګي کوله. د هغه د بنسټ تګلاره د دیموکراسۍ د ارزښتونو ساتنه او لوېديځ ته د روسيې نژدې کيدل وو.
ګورباچوف ګڼ شمیر کتابونه هم ولیکل چې په هغو کې د نورو تر څنګ د آلمانيانو او لوېديځ د ناهيليو او «د روسېې پر ضد د نوو خصمانه انځورونو وښکل» رانغښتل شوي وو.
ګورباچوف د ۲۰۱۹م کال په مني کې د برلين ديوال د پاشل کيدو د ۳۰مه کليزې په مراسمو کې ګډون ونه شو کړای، ځکه هغه خپل نامساعد روغتيايي وضعيت په دلیل دغه سفر کولو ته حاضر نه شو.
هغه په وروستيو کلونو کې له مزمنې ناروغۍ څخه کړېدی او په کراتو په روغتون کې بستر شوی وو.
په پام کې ده د ګورباچوف مړی، د مسکو په تاريخي او مشهورې هدېرې «نوودیويچي» کې د خپلې مېرمنې، رایسا، قبر تر څنګ خاورو ته وسپارل شي.
زموږ له آرشيف څخه:
د شوروي اتحاد تر ټوټه کیدو وروسته جوړ شوي خپلواک هیوادونه
د ۱۹۹۰م کال د مارچ پر ۱۱ نیټه لیتوانیا له شوروي اتحاد څخه د جلا کیدو اعلان وکړ، خو شوروي اتحاد د ځواک له لاري پر دغه جمهوري هیواد باندې د فشار هڅه وکړه. د دې فشار له امله بیا ډیرو هیوادونو خپلواکي ترلاسه کړه.
انځور: APلیتوانیا لومړی هیواد وو چې له پخواني شوروي اتحاد څخه يې د ۱۹۹۰م کال د مارچ میاشتې پر۱۱ نیټه خپل جلاوالی اعلان کړ.
انځور: Getty Images/AFP/V. Usinavichiusګرجستان بيا شاوخوا یو کال وروسته د ۱۹۹۱م کال د اپریل میاشتې پر ۹ نیټه خپل بېلوالی اعلان کړ.
انځور: Filip Warwickاستونیا له شوروي اتحاد څخه د ۱۹۹۱م کال د اګست میاشتې پر ۲۰مه نیټه جلا شو.
لاتويا هم د ۱۹۹۱م کال د اګست مياشتي پر ۲۱ نیټه له شوروي اتحاد څخه خپل جلاوالی اعلان کړ.
انځور: Getty Images/AFP/I. Znotinsتر لاتويا وروسته د همدې۱۹۹۱م کال د اګست میاشتي پر ۲۴مه نیټه اوکراین هم له شوروي اتحاد څخه جلا شو.
انځور: Getty Images/AFP/S. Supinskyتر اوکراین یوه ورځ وروسته، د۱۹۹۱م کال د اګست میاشتي پر ۲۵ نیټه بیلاروس (سپينه روسيه) هم له شوروي اتحاد څخه بیل شو.
انځور: picture-alliance/AP/G. Borgiaد ۱۹۹۱م کال د همدې اګست میاشتې پر ۲۷مه نیټه مالداويا هم له شوروي اتحاد څخه خپل جلاوالی اعلان کړ.
انځور: Anton Polyakovپه همدې ۱۹۹۱م کال کې د اګست میاشتې پر ۳۰ نیټه اذربایجان هم له شوروي اتحاد څخه خپلواکي واخیسته او جلا شو.
انځور: Reuters/A. Karimovتر اذربایجان وروسته، د افغانستان ګاونډي هیواد ازبکستان د ۱۹۹۱م کال د اګست میاشتې پر ۳۱ نیټه له شوروي اتحاد څخه خپل جلاوالی اعلان کړ.
انځور: picture-alliance/Photoshotله ازبکستان سره په یوه ورځ یعنې د ۱۹۹۱م کال د اګست میاشتې پر ۳۱ نیټه قرغزستان هم له شوروي اتحاد څخه خپلواکي اعلانه کړه.
انځور: picture-alliance/AA/R. Rehimovپه دې ترتیب د ۱۹۹۱م کال د سپتمبر میاشتې پر ۹ نیټه تاجيکستان هم په ورته اقدام لاس پوري کړ او له شوروي اتحاد څخه یې خپل بیلوالی اعلان کړ.
انځور: picture-alliance/dpaارمنستان بیا د ۱۹۹۱م کال د سپتمبر میاشتې پر ۲۱ نیټه له شوروي اتحاد څخه جلا شو.
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Zemlianichenkoد مرکزي آسیا بل هیواد ترکمنستان بیا د همدې ۱۹۹۱م کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۷مه نیټه له شوروي څخه خپل جلاوالی اعلان کړ.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Fuchsقزاقستان بیا د ۱۹۹۱م کال د دسمبر میاشتې پر ۱۶ نیټه له شوروي اتحاد څخه د جلاوالي او خپلواکۍ اعلان وکړ.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Japaridze