په دې کې هیڅ شک نشته چې د انسان له پاره په کافي اندازه خوب ډېر اړين دی ځکه چې د ټولې ورځې د بوختيا او فشارونو له کبله چې د انسان بدن د کومې ستريا ښکار شوی وي، خوب نه يوازې دغه ستړيا له منځه وړي، بلکې په دې ترڅ کې د انسان بدن د بلې ورځې چيلنجونو ته هم ځان چمتو کوي.
تر مناسب حده خوب او بيا سهار وختي را وښيدو سره نه يوازې د انسان بدن انرژي اخلي، بلکې يوه نوې څېړنه ښيي چې ګټې یې تر دې محدودې نه دي.
په دې نوې څېړنه کې د وختي را وښيدو او اوږده ژوند ترمنځ يوه اړيکه پيژندل شوې ده. د دې څېړنې په حواله هغه خلک چې سهار د وخته راويښيږي او د خوب موده یې مناسبه وي يعني نه ډېر زيات او نه ډېر کم خوب کوي، ژوند یې اوږد وي.
اړونده موضوع: لږ خوب په سالنډي د اخته کیدلو خطر زیاتوي
د «فرويندن» په نوم آلمانۍ مجلې په حواله په دې څېړنه کې موندل شوې چې هغه کسان چې د شپې تر ناوخته ويښ وي، د مرګ د ډېر ګواښ سره مخامخ وي.
د سری پوهنتون او نارت ويسترن پوهنتون د کارپوهانو دا څېړنه د هغو ۴۰۰ زرو ښځو او نارينه وو د روغتيا په اړه معلومات باندې ترسره شوې چې روغ دي او عمرونه یې د ۳۸ او ۷۳ کالونو ترمنځ دي.
څوک چې د شپې ناوخته بيديږي، ژر به مړ کیږي؟
له دې څېړنې معلومه شوې چې هغه خلک چې د شپې تر ناوخته ويښ وي او بيا د ورځې ويده وي، د نورو په پرتله د مرګ د ۱۰ سلنه زيات خطر سره مخامخ وي.
د څېړنې په حواله د شپې تر ناوخته بيدار پاتې کيدونکي په بېلا بېلو رواني او فزيکي ناروغيو اخته کیږي.
بې خوبي پر ویښ حالت څه اغیزه لري؟
د آلمان په نورد راين وېستفالن ايالت کي د بې خوبۍ په تړاو تحقيقاتو ډيري په زړه پوري پايلي ورکړي دي. راپور يې دلته وګورئ:
انځور: picture-alliance/dpa/C. Kloseهغه تحقیقات چي د جرمني د نوردراین ویستفالن ایالت د یولیش په پوهنتون کي تر سره سوي دي، په زړه پوري نتایج یې ورکړي دي.
انځور: Colourboxډیری کسان ارام خوب نه لري او د گډوډ خوب څخه په عذاب وي. دغه ډول خلک بیا په ویښه کي معمولأ ډیر خسته وي او نه سي کولای خپل فکر په ښه ډول سره پریوه موضوع باندي متمرکز کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/beyondکومو کسانو چي په دغو تحقیقاتو کي برخه اخیستې وه، د ۵۲ ساعتو دپاره د خوب څخه محروم سوي وه، تر څو د مشخصو تجربو دپاره لازم شرایط برابر سي.
انځور: Colourbox/Production Perig/P. Morisseپه دغو ۵۲ ساعتونو کي باید گډون کونکو متفاوت فکري فعالیتونه سرته رسولي وای. د مثال په ډول کلمات او اصطلاحات یې پیاد کړي وای او یا یې د ریاضي سوالو ته جوابونه ورکړي وای.
انځور: Colourboxکارپوهان ددغو تجربو پرمهال متوجه سول، چي گډون کونکي د خپل ځانو څخه متفاوت عکس العملونه ښکاره کوي: په داسي حال کي چي بې خوبۍ ځیني کسان دذهني لحاضه کاملأ فلج کړي وه او د سوالو په مقابل کي حتی څو دقیقې چوپ او حیران پاتیدله ، نورو بیا کاملأ د خپلي عادي توانايي سره سم سوالو ته جوابونه ویله.
انځور: Colourbox/Monkey Business Imagesالماني څيړونکي دې نتیجې ته ورسیدل ،چي ځيني کسان په بې خوبۍ او لږ خوب سره هم کولای سي خپل عادي ژوند پرمخ بوزي . تر ۵۲ ساعتو بې خوبۍ وروسته د گډون کونکو مغزي او عصبي فعالیتونه د توموگرافي په یوې خاصي الې سره اندازه گیري سول او تر هغه وروسته یې اجازه درلوده، چي د ۲۴ ساعتو دپاره بیده سي.
انځور: Colourboxپه دغي اندازه گیرۍ سره کارپوهانو غوښتل ،چي په مغزو کي مالیکولي تغیرات معلوم کړي. هغوی متوجه سول، چي د ادنوزین ځیني آخذې اضافه سوي دي. ادنوزینونه فاسفوري ترکیبات دي، چي په حجرو کي د انرژۍ د انتقال وظیفه پرغاړه لري.
انځور: picture-alliance/dpaآخذې (Rezeptor) د حجرو پرشاوخوا قرار لري اود حجرې په دننه کي ادنوزینو ته سیگنالونه لیږي. ددغو زیگنالو په رسیدو سره انسان خوب ته ضرورت پیدا کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/dpaweb/R. Haidمتخصیصینو دمخه هم گمان کاوه چي ادنوزینونه د انسانانو د خستگۍ یوازنئ دلیل نه دی او اوس تر نوو تحقیقاتو وروسته هغوی ته په اثبات ورسیده، چي د آخذو اضافه کیدل ډیر مهم رول بازي کوي او د خستگۍ تر رامنځته کیدو وروسته بدن خوب ته کشوي. آخذې د کوفیئنو غوندي پر خوب باندي منفي او مثبت تأثیر لري. په همدې دلیل د آخذو دتعداد اضافه کیدل ځیني خلگ ډیرخسته کوي او بې خوبي او يا لږ خوب ورباندی سخته منفي اغیزه لري.
انځور: Fotolia/apopsد الماني څیړونکو دغه کشف کیدلای سي د هغو کسانو د علاج سره کومک وکړي، چي په روحي ناروغیو یا ډیپریشن باندي اخته وی. د روحي ناروغانو وضعیت په حجرو کي د ادنوزینو او آخذو د تعادل سره مستقیم ارتباط لري. ددغو دوو فکټورونو په تنظیمیدو سره (دمشخصو داروو درمل په مرسته) کیدای سي د روحي ناروغانو او په ډیپریشن اخته کسانو سره هم کومک وسي.
انځور: Fotolia/Dan Raceد نړۍ په زياتو برخو کي د غرمې خوب يو زوړ دود دی. خو په اقتصادي توګه په پرمختللو زياتو هيوادونو کي د غرمې خوب ته وخت نه را ايستل کيږي. کارپوهان وايي چي د غرمې پر وخت د ۲۰ او ۳۰ دقيقو تر منځ خوب د انسان د کاري او دماغي وړتيا د بهتره کېدو تر څنګ په عمومي توګه د روغتيا له پاره زښت ګټور دی.
انځور: Gilles Paire/Fotolia په دې څېړنه کې ويل شوي چې هغه کسان چې بايد سهار وختي راويښ شي لکه د وظيفې او يا نورو مصروفيتونو له کبله نو هغوی ته په کار ده چې هرو مرو د شپې ژر بيده شي تر څو یې بدن هغه مقدار انرژي او خوب چې اړتيا یې لري، ترلاسه کړای شي. ځکه د خوب ناسم روش يا عادت روغتيا ته زيان رسوي.
د کارپوهانو په حواله د روغ پاتيدو له پاره اړينه ده چې انسان هره ورځ له اوو تر اتو ساعتونو پورې خوب وکړي.
څرنګه د شپې ښه خوب کولی شو؟
د شپې د ښه او راحت بخښوونکی خوب له پاره ځيني ساده خو اغیزمنې لارې چارې شته. د روغتيا په اړه د معلوماتو ارايه کوونکې «فټ بک» په نوم انترنت پاڼې په حواله هره شپه پر يوه معلوم وخت د خوب ځای ته تلل، مناسبه رڼا او د کوټې د تودوخې د درجې مناسب ساتل د خوب د کيفيت په ښه کولو کې مرسته کولی شي.
پر دې سربیره تر بيديدو مخکې د چای او کافي څکلو څخه هم بايد ډډه وشي.