د شپې عملیات د افغانانو تر قوماندې لاندي راځي
۱۳۹۱ فروردین ۲۰, یکشنبهد افغانستان د حکومت یوې سرچیني رسنیو ته وویل چې افغانستان او د امریکا متحده ایالات دې موافقی ته رسیدلي دي چې د شپې عملیات به وروسته له دې د افغان ځواکونو تر قوماندې لاندې سرته ورسیږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وایي چې د دغی شخړه ییزې موضوع په هکله دواړه اړخونه یو تفاهم ته رسیدلي دي. د نوموړي وزارت په وینا په پام کی ده چی نن «د یکشنبې ورځ د اپریل د میاشتې ۸مه نیټه» دغسی یوه موافقه به د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک او د متحده ایالاتو د ځواکونو قوماندان جنرال جان الن، له خوا لاس لیک شی.
د افغانستان د ولسمشر یو ویاند هم د فرانس پرس خبري آژانس ته د دغې خبرې پخلی کړی دئ او ویویل: «د دغه سند له لاسلیک کولو سره به د شپې له خوا تر سره کیدونکي ټول عملیات د افغانانو تر مشرې لاندې راوستل شي.»
د ولسمشر ویاند ایمل فیضي د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل: «د افغانستان، امریکا متحده ایالاتو او د ناټو د ځواکونو یو گډ ارگان به جوړ شي. کله چې د شپني عملیاتو له پاره اړتیا ولیدل شي نو دا ارگان به تصمیم نیسي، خو وروستی تصمیم به د افغانانو له خوا وي.»
هغه زیاته کړه: « کله چې افغانان د دې عملیاتو منظوري ورکړي نو دغه به په لاره اچول کیږي او بیا به هم افغانان تصمیم نیسي چې آیا د بهرنیو ځواکونو مرستو ته اړتیا شته او که نشته.» نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه که چیرې د بهرنیو ځواکونو مرستو ته اړتیا وي هغوی به یواځې پرمخ تللي او هوایي مرستې کوي.
د اسوشتید پرس د خبري آژانس د معلوماتو له مخې امریکا متحده ایالاتو د یوه داسی سند د لاس لیکولو څخه مخکې له تبصرې کولو څخه ډه ډه کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر ویاند جانان موسی زي نوموړي خبري آژآنس ته وویل: «له دې سره به د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو په وړاندی یو مهم ګام واخیستل شي.»
په افغانستان کې د شپې له خوا تر سره کیدونکي عملیات چې تراوسه پورې د امریکا متحده ایالاتو د ځانگړو ځواکونو او د ناټو تر مشرې لاندې د نړیوالو ځواکونو له خوا تر سره کیږی، وخت په وخت د افغان حکومت او د هغه د لویدیځو متحدینو تر منځ ستونزمنه او شخړه ییزه موضوع ده.
افغان حکومت پر دې ټینګار درلود چې له متحده ایالاتو سره د یو ستراتیژیک تړون له لاسلیکولو څخه مخکی باید «شپني عملیات» د افغانانو ترقوماندې لاندې راوستل شی.
آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض