پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (21.12.2016):
انځوریز رپوټ: په برلین کې د کريسمس پر بازار د برید په ویر کې
په داسې حال کې چې اروپایان او آلمانان د کريسمس په تیاریانو بوخت دي په برلین کې د کريسمس پر بازار برید چې مسئولیت یې هم د اعش پرغاړه اخیستي آلمانان اندیښمن کړي دي. سه شنبه له دغو قربانیانو سره د پیوستون او ویر ورځ وه.
غمشریکي
د فرانسې د نیسه ښار چې مخکې تر دې د ورته برید شاهده وه، په تویتر کې له دغه انځور سره د برلین له خلکو سره خپله همبستګي او همدردي ښکاره کړه.
د بریدګر لارۍ
دا هم هغه لارۍ ده چې بریدګر په برلین کې د کرسمس په بازار کې پر خلکو وخیژوله. د دغه برید په پایله کې ۱۲ تنه ووژل شول او ۴۸ تنه ټپیان شول. دا لارۍ د یوه پولنډي شرکت وه. اټکل کیږي چې د لارۍ موټروان د بریدګر په وسیله وژل شوی دی.
تر برید مخکې د بازار انځور
تر برید مخکې دغه بازار پر رنګه رانګه څراغونو او ګرپونو سینګار شوی وو، خو تر پيشې یو شپه وروسته په فضاء کې خاموشي حاکمه وه.
د براندنبورگ تاریخي دروازه
په برلین کې د کرسمس پر بازار تر برید وروسته له قربانیانو سره د همبستګي په موخه د براندنبورګ دروازه د څراغ په وسیله د آلمان د بیرغ په رنګ روښانه شوی وو.
د قربانیانو په یاد
د پيښې ځای ته نږدې سړک کې هر لور ته د ګلانو ګیډۍ لیدل کیدل. د سیمه ییزو خلکو سربیره د مختلفو هیوادونو اتباعو له قربانیانو سره د همدردۍ ښکاره کولو په موخه د ګلانو ګیډۍ ایښې وي.
آلمان په غم کې
تر دغې پيښې وروسته د آلمان بیرغ په نیمه زوړند حالت کې وو. نه یوازې اروپا بلکې د نړۍ مختلفو هیوادونو له آلمان سره خپله غم رازي ښکاره کړه.
د اروپایې اتحادیې غم رازي
اروپایې اتحادیې له برلین سره د خپل غم رازۍ ښکاره کولو په موخه د دغې اتحادیې په مقر کې خپل بیرغونه نیمه زوړند حالت ته راوستلي ول.
د فرانسې په پارلمان کې د یوې دقیقې چپتیا
د فرانسې لومړي وزیر د خپل هیواد د پارلمان له استازو سره یوځای د برلین د پیښې قربانیانو په یاد د یوې دقیقې له پاره چپتیا اختیار کړه. دغه هیواد مخکې تر دې له آلمان سره خپل پیوستون او همدردي اعلان کړی وه.
د هسپانیې چارواکو غم رازي
د هسپانیې ټول لوړپوړي چارواکي یوځای سره ودریدل او په برلین کې د کرسمس بازار د پيښې له قربانیانو سره یې خپله غم رازي ښکاره کړه.
تړلي غرقې
یوازې په برلین کې د سه شنبې په ورځ د کرسمس بازارونه تړلي ول. که څه هم آلمانان ډیر اندیښمن ول، خو په نورو ښارونو کې د کرسمس بازارونه خلاص ول.
د شمعو روښانه کول
په جوپو جوپو خلک راتلل او په برلين کې د کرسمس په بازار کې يې د قربانیانو په یاد شمعې لګولې.
د یادون کتاب
د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، د قربانیانو د یادون په کتاب له هغو سره د همدردۍ ښکاره کولو په موخه په دغه کتاب کې د لاسلیک کولو په حال کې لیدل کیږي.
د کرسمس ونې
تر برید مخکې د کرسمس په دې بازار کې ملکي خلک د خندا او خوشحالۍ په حالت کې لیدل کیدل، خو اوس په دغه ساحه کې وسله وال پولیس لیدل کیږي.
په غم کې ټول شریک یو
د دورتموند د فوټبال لوبډلې یو تن مینه وال د دغه پلاکاټ په لیږدولو سره د برلین د پيښې له قربانیانو سره خپله همدردي څرګندوي.
د ګلانو ایښودل
د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل، د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاینمایر، د برلین په کرسمس بازار کې د قربانیانو په یاد ګلان ږدي.
د موټر اصلي چلونکی
د موټر مالک آریل زوراوسي، په خپل مبايل کې د دغې لارۍ د اصلي موټروان انځور ښکاره کوي. ویل کیږي چې نوموړی شخص(اصلي موټر چلونکی) د دغې پيښې لومړنې قرباني وو. اټکل کیږي چې بریدګر لومړی د موټر چلونکی وژلی او بیا د هغه له موټر څخه په استفادې یې دغه برید ترسره کړی. د اصلي موټر چلونکي جسد د دغه لارۍ موټر په کابین کې موندل شوی.
د آلمان لوړپوړي چارواکي د یو بل تر څنګ
د آلمان د ولسمشر یواخیم ګاوک او صدراعظمې انګلا میرکل په ګډون د دغه هیواد ټول سیاستوال د برلین په یوه کلیسا کې سره را ټول شوي ول او قربانیانو ته یې دعا وکړه.
د تیارسۍ حالت
د دغه بازار په هر قدمۍ کې پولیس اوږه په اوږه ولاړ دي او هر یو کوچني حرکت څاري. دوی په بازار کې ګزمه وهي او د شواهدو راټولو هڅه کوي.