د صابرې د دره وهلو په پېښه کې پنځه کسان نیول شوي دي
۱۳۹۱ مهر ۴, سهشنبهاعلان
افغان امنیتي چارواکو ویلي دي چې پنځه کسان ئې د یوې نجلې د دره وهلو په تور نیولي دي.
دغه جلې چې صابره نومیږي په دې تور چې له یوه هلک سره نامشروع اړیکه لري سل وارې پر درې باندې وهل شوې وه.
دغه نجلې د روانې میاشتې په نهمه نیټه د افغانستان په غزني ولایت کې پر دره وهل شوې وه. ویل کیږي چې اوس د دې نجلې روغتیايي وضعه ښه نه ده.