1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو ادارې او عزیزي شرکت د بریښنا ۵ تړونونه لاسلیک کړل

حسین سیرت | ژباړونکې گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ بهمن ۲۲, چهارشنبه

د بریښنا شرکت او عزیزي گروپ د لمریزې بریښنا او سکرو د تولید د پنځو سترو پروژو له لاسلیک کولو څخه خبر ورکړ. د بریښنا د شرکت په حواله د دغو پروژو له بشپړیدو وروسته به ۸۴۵ میگاواټه بریښنا تولید سي.

په هرات کې د جاپان د بادي او لمریزې بریښنا د تولید پروژه
د بریښنا شرکت او عزیزي گروپ د لمریزې بریښنا او سکرو د تولید د پنځو سترو پروژو له لاسلیک کولو څخه خبر ورکړ.انځور: DW/S. Tanha

د بریښنا شرکت چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۶ م کال د فبرورۍ ۱۱) له عزیزي گروپ سره د لمریزې بریښنا او سکرو د تولید د څو پروژو له لاسلیک کولو څخه خبر ورکړ.

د نوموړي شرکت په یوې خبرپاڼه کې چې د ایکس په شبکه کې خپره سوې، راغلي دي: «دغه پروژې به نه یوازې د کورني برېښنا تولید د زیاتوالي له پاره اساس برابر کړي، بلکې پراخه پانګونه به راجلب کړي، زرگونه کاري فرصتونه به رامینځته کړي، اقتصادي وده به وهڅوي، او د انرژۍ پر وارداتو تکیه به کمه کړي.»

اړونده موضوع: په افغانستان کي د اوبو د بندونو وضعیت

د عزیزي گروپ مشر میرویس عزیزي، هم پر خپله ایکس پاڼې وویل: «زما له پاره د ویاړ ځای دی چې نن ورځ له افغانستان سره زما د یوې لویې ژمنې د پلي کولو په برخه کې یو مهم او تاریخي گام پورته سو، چې د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید پر بنسټ دی.»

عزیزي ویلي دي چې لاندې قراردادونه یې د برښنا له شرکت سره لاسلیک کړي دي:

  •  له سکرو څخه د ۳۵۰ میگاواټه بریښنا په تولید سره د بغلان په ولایت کې د کرکر پروژه

  •  له سکرو څخه د  ۱۶۵ میگاواټه بریښنا په تولید سره د تخار په ولایت کې د خواجه چنگال پروژه

  •  له لمریزې بریښنا څخه د ۱۰۰ میگاواټه په تولید سره په پروان ولایت کې د باریکاب پروژه

  •  له لمریزې انرژۍ څخه د ۱۰۰ میگاواټه په تولید سره په کابل ولایت کې د نغلو پروژه

  •  له لمریزې انرژۍ څخه د ۱۳۰ میگاواټه په تولید سره په غزني ولایت کې د ده خدایداد پروژه

عزیزي ویلي دي چې د دغو پروژو طرحه او تداکاتي چارې مخکې لا نهايی سوي دي او ددغو تړونونو په لاسلیک کولو سره به، سمدلاسه د پروژو د جوړولو بهیر پیل سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب