د طالبانو ادارې یو «شیخ الحدیث» په ترکيه کې سفیر معرفي کړی
۱۴۰۴ تیر ۵, پنجشنبه
د طالبانو حکومت شیخ صنیع الله فرهمند، د ترکیې په پایتخت، انقره کې د خپل سفیر په توگه معرفي کړی دی.
د طالبانو د ادارې په وینا صنیعالله فرهمند، یو ملا او «شیخ الحدیث» او د افغانستان له ترکمن وگړو څخه دی.
د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د نوي سفير د معرفي کولو پر وخت د سفارت د کارکوونکو او په انقره کې د یو شمیر میشتو افغانانو په حضور کې ویلي دي:« تقريباً ویلی سم چې دترکیې اوافغانستان اړیکې نورمال او عادي سوي دي. دا له څلورو کلونو وروسته یوه ستره لاسته راوړنه ده.»
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه دطالبانو له ادارې سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د »عادي کیدو« په هکله څه نه دي ویلي او په کابل کې ددغه هیواد سفارت لا د شارژدافیر یا سرپرست رئیس له خوا اداره کیږي.
اړوند:طالبان: پاکستان کې مو د افغان سفارت کچه له شارژدافیر څخه د سفير سطحې ته لوړه کړې
ترکیې هم د نړیوالې ټولنې د نورو غړو هیوادونو په څیر لا د طالبانو اداره د افغانستان د حکومت په توگه په رسمیت نه ده پیژندلې خو دواړه خواوې ډیپلوماټیک تعامل لري او د طالبانو چارواکي په تکرار سره ترکیې ته سفر کوي.
ترکیې په دغه هیواد کې دافغانستان د پخواني حکومت له خوا د ټاکل سويو ډیپلوماټانو ماموریت د روان کال په سر کې پای ته ورساوه او دغو ډیپلوماټانو وویل چې په انقره کې یې سفارت د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلی دی.
طالبانو مخکې له دې د ازبکستان، متحده عربي اماراتو، روسیې او چین په گډون د سیمې په ځینو هیوادونو کې د افغانستان د سفارتونو له پاره خپل سفیران معرفي کړي دي او په دا وروستیو کې یې له پاکستان سره دسفیر په کچه د ډیپلوماټیکو اړیکو له لوړیدو څخه خبر ورکړ.
سربیره پردې، د طالبانو له خوا معرفي سوي ډیپلوماټان په ځینو نورو هیوادونو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو کارونه پر مخ وړي.