1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرې څو اوونۍ ځنډيږي

۱۳۹۹ آذر ۲۳, یکشنبه

په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات د دواړو لورو په خبره يو څو اوونۍ ځنديږي.‌ د طالبانو او حکومت استازو په تويتر کې ويلي چې دغه خبرې به د جنورۍ په ۵مه بېرته پيل شي.

Afghanistan Friedensgepräche in Doha
آرشيف انځورانځور: Hussein Sayed/AP Photo/picture alliance

د افغان حکومت او د طالبانو د استازو په خبره «د بين الافغاني خبرو د اجنډا مقدماتي ليستونه» تبادله او «د موضوعاتو په اړه لومړني بحثونه» شوي دي.

په دغو موضوعاتو به د جنورۍ له مياشتې څخه د سولې مذاکرات بيا پيل شي. په کابل کې د ملي امنيت د شورا سلاکار جاويد فيصل دغه څو اوونيز ځنډ هم تائيد کړی دی. نوموړي په تويتر کې ليکلي دي چې دغو خبرو اترو ته دې وروسته په افغانستان کې دوام ورکړل شي.‌

د سولې بين الافغاني مذاکرات اصلاً په سپتمبر مياشت په قطر کې پيل شوي او د اساسي او ديني موضوعګانو له کبله له سره له خنډ او ځنډ‌ سره مخامخ شوې وې.

د روانې میاشتې په پيل کې تر ديپلوماتيکو هڅو وروسته دغه خبرې بېرته ګړندۍ شوې. خو د سولې د مذاکراتو سربېره په افغانستان کې تاوتريخوالی په تېرو څو اوونيو کې زيات شوی دی.

آ./ن.ص./ا.ا.