1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د طالبانو او داعش ترمنځ جگړو کي ۱۲۰ جنگيالي وژل سوي

۱۳۹۷ تیر ۲۸, پنجشنبه

د جوزجان چارواکي وايي چي د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ جگړو کي په تيرو درو ورځو کي د دواړو اړخونو ۱۲۰ جنگيالي وژل سوي دي.

Afghanistan Taliban
انځور: AP

د جوزجان د والي وياند محمد رضا د آلمان خبري آژانس ته د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د جولای ۱۹مه) ويلي دي چي په تيرو درو ورځو کي په دغه ولايت کي د وسله والو طالبانو او داعش جنگياليو ترمنځ جگړو کي د دواړو اړخونو ۱۲۰ کسان وژل سوي دي.

رضا زياته کړې ده چي د دغه ولايت په قوش تپه او درزاب ولسواليو کي ۷۲طالب جنگيالي او ۵۲ داعشيان وژل سوي او نژدې ۱۰۰ کسان چي ۶۰ ئې طالبان دي ټپيان سوي دي.

د دواړو ډلو ترمنځ جگړې لس ورځي مخکي له هغه وروسته پيل سوې چي وسله والو طالبانو په دغو ولسواليو کي پر داعش ډلي يرغلونه وکړل، څو له هغو سيمو څخه يې پر شا کړي چي په کنترول کښي ئې دي.

جوزجان د افغانستان يو له هغو لږو ولايتونو څخه دی چي افراطي ډله داعش پکښې خپلي اډې جوړولای سي. دغه ډله تر اوسه د جوزجان ترڅنگ په ننگرهار کي فعاله ده. د رسمي ارقامو له مخي داعش په جوزجان کي له ۶۰۰ څخه تر ۷۰۰ پوري جنگيالي لري چي بهرنيان هم پکښې دي په ځانگړې توگه بيا د مرکزي اسيا جنگيالي.

خو وسله وال طالبان چي شمېر يې په دغه ولايت کي زیات دی، له مياشتو راهيسي تلاښ کوي چي داعشيان له سيمي وشړي.

د دغو دواړو ډلو ترمنځ جگړو هر وخت ملکيانو ته هم سختي مرگ ژوبلي اوښتي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب