د طالبانو او پاکستان نښته او د يوې سترې جګړې اندېښنه
۱۴۰۴ مهر ۲۲, سهشنبه
په وروستیو ورځو کې د پاکستان د پوځ او په افغانستان کې د طالبانو ځواکونو تر منځ د پولې په اوږدو کې شدېدې نښتې رامنځ ته شوي دي. دا له ۲۰۲۱م کال راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، د دواړوه ګاونډيو ترمنځ تر ټولو خونړۍ نښتې وې.
پاکستاني چارواکو او په کابل کې د طالبانو ادارې، دواړه، یو بل ته د درونو تلفاتو او زیانونو د اړولو ادعاوې کړې دي.
افغان طالبانو اعلان وکړ چې د شنبې په ورځ یې د پاکستان له خوا د افغانستان د «هوايي حریم د نقضولو» په خاطر یې په سرحد کې پر پاکستاني ځواکونو «غچ اخیستونکي» عملیات ترسره کړل.
په سبا ېې یکشنبه، د طالبانو ادارې اعلان وکړ چې د پاکستان پر ضد په ترسره کړي شپني عملیاتو کې ېې ۵۸ پاکستاني ځواکونه وژلي دي. خو د پاکستان پوخ وویل چې په دغو نښتو کې د دوی ۲۳ عسکر وژل شوي دي. طالبانو همدارنګه ادعا وکړه چې د پاکستان د پوځ ۲۵ امنيتي پوستې ېې نيولي دي.
په مقابل کې د پاکستان پوځ ويلي چې له ۲۰۰ ډېر د افغان طالبانو جنګیالي ېې وژلي دي. خو طالبانو وویل چې یوازې ۹ ځواکونه ېې وژل شوي دي.
د دواړو خواو ادعاوې په خپلواکه توګه د تائید وړ نه دي؛ ځکه چې هغې سرحدي سیمې ته چې دغه نښتې په کې شوي، لاسرسی ډير محدود دی.
ولې پاکستان او د طالبانو اداره په کابل کې سره ښکیل کیږي؟
طالبان او پاکستان چې یو وخت نژدې ملګري ول، وروسته له هغې ېې ترمنځ اختلافات زیات شول چې اسلام آباد په کابل کې د طالبانو له ادارې وغوښتل چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر ضد اقدام وکړي. دغه ډله چې په پاکستاني طالبانو هم یاديږي، له افغان طالبانو جلا ده خو په خپلو کې ورته مفکوره لري.
تحریک طالبان پاکستان د خپل تفسیر پر اساس د یو تندلاری اسلام د تحمیلولو په لټه کې دی، په ځانګړې توګه د پاکستان په شمال غربي ایالت خيبر پښتونخوا کې چې له افغانستان سره ګډه پوله لري.
د پاکستان حکومت په وینا، دغه ډله د افغانستان له خاورې په ډاډمنه توګه د اسلام آباد حکومت پر ضد فعالیت کوي. خو په افغانستان کې د طالبانو اداره له دې انکار او دغه ادعاوې ردوي.
له هغه وخت راهېسې چې افغان طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، تحریک طالبان پاکستان د پاکستان امنيتي ځواکونو پر ضد خپلې حملې ډېرې کړي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د روان کال رپوټ وښوده چې پاکستاني طالبان د کابل له دې فکتو چارواکو څخه د پام وړ لوجستيکي او عملیاتي ملاتړ ترلاسه کوي. په نړيوالو غونډو او ستېجونو کې په کابل کې د طالبانو ادارې ته «باالفعله چارواکي» ويل کيږي، هغه په دې دلیل چې په رسمیت پېژندل شوي نه دي.
د فرانسې خبري آژانس د پاکستان د پوځ د ویاند له قوله رپوټ ورکړ چې د روان کال له جنوري تر سپتمبر میاشتې پورې، ۵۰۰ کسان چې په هغو کې ۳۱۱ د پوځ سرتيري او ۷۳ پولیس شامل دي، د دغې ډلې په بریدونو کې وژل شوي دي.
د پاکستان حکومت همدارنګه د هندوستان پر حکومت تور لګوي چې له پاکستاني طالبانو او نورو شورشي ډلو ملاتړ کوي او ادعا کوي چې هند د پاکستان د بې ثباته کولو په لټه کې دی.
د پولې په اوږدو کې وضعیت بې ثباته دی
په کابل کې د طالبانو ادارې تېره اوونۍ پاکستان د کابل او د افغانستان په ختیځ کې پر یو بازار پر بمبارۍ تورن کړ. د پاکستان حکومت دغه هوايي حملې نه منلي او نه ېې هم رد کړي. خو پاکستان تل ټينګار کړی چې د هغو فعالیتونو پر وړاندې چې ورته له پولې ورهاخوا د ترهګری ډېرېدا وايي له خپل ځان د دفاع حق لري.
په واشنګټن کې د جنوبي آسیا څېړونکي، مایکل ګوګلمن، دویچه وله ته وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستۍ نښتې عامل «په افغانستان کې د میشت پاکستان ضد تروریزم په مهارولو کې د اسلام آباد نه بریا ده.»
کوګلمن زیاته کړه: «د مختلفو استراتيژیو له پاره د ډېرو هڅو باوجود چې په هغو کې مذاکرات او محدود پوځي عملیات په ځانګړې توګه د پاکستان خاورې په منځ کې عملیات، کومه بریا په لاس رانغله.» هغه وویل: «د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د تروریزم ضد عملیاتو اوس د طالبانو غبرګون راپارولی او د نښتو د لاشدت سبب ګرځېدلي دي.»
که څه هم اوس جګړیزه فضا تر ډېره برید آرامه شوې ښکاري، خو وضع لا هم ماتېدونکې او ترینګلتیا شدیده ده.
وروستۍ نښتو همدارنګه د دواړو هېوادونو سرحدي سوداګرۍ په ټپه درولې، ځکه پاکستان افغانستان سره د ۲۶۰۰ کلیومتره پولې په اوږدو کې خپل بندرونه وتړل.
د پاکستان د صنایعو یوه استازي رويټرز ته وویل چې دغه اقدام د پولې دواړو خواو ته په مالونو بار د لسونو لاریو د توقف سبب واقع شوی دی.
آیا پاکستاني طالبان به خپلې حملې نورې هم زیاتې کړي؟
په کاناډا کې د افغانستان پخوانی سفیر عمر صمد چې د اتلانتیک شورا غیرمقیم غړی هم دی، اندېښنه ښکاره کړه چې وروستۍ نښتې به ناوړه عواقب ولري. هغه دویچه وله ته وویل چې د دواړو خواو ترمنځ خصومت کېدای شي له هغه څه چې موږ یې فکر کوو پر پراخ تاوتریخوالي او پوځي اقدام بدل شي چې دا به «د دواړو هېوادونو مناسباتو ته نه جبرانېدونکي زیانونه واړوي.» صمد زیاته کړه: «د پاکستان پوځ او په افغانستان کې د بالفعل حکومت ترمنځ نښتې په تېرو دوو کلونو کې مخ په ډېرېدو وې، چې یوه برخه ېې د تېروتنو، ناسم تفاهم او د ناسم مدیریت له وجې دي.»
کوګلمن په دې باور دی چې د دغه بحران له عواقبو ېو به یې د پاکستاني طالبانو د انتقامي حملو ډېرېدل وي، «چې په افغانستان کې د خپلو اصلی مرکزونو سربېره، په پاکستان کې هم پراخ حضور لري.»
دغه کارپوه همدارنګه وویل چې د افغانستان طالبان سربېره پر دې چې پر سرحدي پوستو د عملیاتو وړتیا لري، خو د پاکستان د پوځ سیالان نه دي. هغه ټينګار کوي: «له همدې کبله، د پاکستاني طالبانو انتقامي حملې چې په احتمال سره د افغان طالبانو له خوا به ورته هڅول کيږي، هم د پاکستان د راتلونکې له پاره یوه اندېښنه ده.»
د امنيتي چارو کارپوه امتیاز ګل چې په اسلام آباد کې د امنيتي څېړنو او مطالعاتو د مرکز اجرايي مدیر هم دی، بیا بل ډول نظریه لري. هغه دویچه وله ته وویل: «افغانستان سره تر جګړو وروسته اوس به پاکستان د بل هر وخت په پرتله د پاکستاني طالبانو له مخ په ډېرېدونکو ترهګريزو ګواښونو سره مخ شي. اوس له دغو ګواښونو سره د مبارزې او د تروریزم د لمنځه وړو له پاره، د تروریزم ضد عملیاتونو تقویې او لوړو اطلاعاتي قابلیتونو ته اړتیا ده.»
آیا د تشنج د کمېدو وخت رارسېدلی؟
اسلام آباد او کابل په خپلو کې د ترینګلتیا ډکو اړیکو سره سره، د تېرو کلونو په جریان کې د اړیکو د بهبود له پاره هڅې کړي دي. که څه هم اسلام آباد تر اوسه د طالبانو اداره په رسمیت پېژندلې نه ده، خو په می میاشت کې ېې وویل چې طالبانو سره خپلو ديپلوماتيکو اړیکو ته ارتقا ورکوي او د کابل له پاره به خپل یو سفیر وګماري.
دغه ګاونډي هېوادونه د دې تر څنګ په خپلو کې نژدې تاريخي، کلتوري او ولسي اړيکي لري. د تېرو ۴۰ کلونو په جریان کې په میلیونونو افغانان چې له خپل جګړه ځپلې هېواد څخه تښتېدلي، په پاکستان کې ېې پناه اخیستې ده.
پاکستان په ۲۰۲۳م کال کې د یو اقدام په ترڅ کې له دغه هېواده افغانستان ته د نژدې ۴ میلیونو افغانانو د بېرته اېستلو پروسه پیل کړه. له هغه وخت راهیسې پاکستان له ۸۰۰زرو ډېر افغان مهاجر اخراج او کابل سره ېې د اختلاف یوه بله منبع رامنځ ته کړې ده.
«د دوکې وخت نه دی»
صمد وايي دواړه لوري پر ځای د دې چې له یو بل سره په خصمانه تاکتیکونو کې ښکیل شي، باید د خپلو ستونزو د حل له پاره رغوونکې مذاکرات وکړي. هغه زیاتوي: «د جسارت او غرور باوجود، دواړه هېوادونه خپلې زیانمنونکې او د قوت بېساري او متناقضې نقطې لري. افغانان د سختو پوځي ستونزو پر وړاندې د لاسه ورکولو له پاره ډېر څه په لاس کې نه لري، خو پاکستان په داخل کې ماتېدونکی دی.»
صمد وویل: «اوس د دولت د رهبرانو د سیاست، احتیاط او صادقانه خبرو اترو وخت دی. اوس د دوکې، تحریف او شورماشور وخت نه دی.»