د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند؛ د پولو د پرانیستلو غوښتنه
۱۴۰۴ مهر ۲۸, دوشنبه
له یوې اونۍ زورزیاتي وروسته، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي سیمو اوسیدونکي په دې هیله دي چې د اوربند نوی توافق نښتو ته د پای ټکی کښیږدي او سرحدي تجارت بیرته له سره پیل سي.
سره له دې دغه سرحدي لارې لا تراوسه بندې دي، د سرحد دواړو خواوو ته ژوند تر یو حده عادي حالت ته راگرځیدلی دی؛ نانوایانې په کار بوختې دي، پلورونکو میوې او ترکاري په کراچیو کې دباندې راایستلي دي او مشتریان مغازو ته سر ورایسته کوي.
د سرحد پاکستاني لور ته د بایزای په سیمه کې، ۵۶ کلن صدیق شاه ویلي دي: «اوس خلک کولای سي، آرامه ساه واخلي او د آرامتیا احساس وکړي، خو مخکې له دې، ډزو زموږ په کلیو کې څو کورونو ته زیان رسولی وو.»
د سرحدي لارو پرانیستلو ته انتظار
د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اوربند له توافق وروسته، خلک او تاجران د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحدي لارو د پرانیستلو په تمه دي.
د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ له نښتو وروسته، اسلام آباد د دواړو هیوادونو ترمنځ پنځه مهمې تجارتي او ترانیزیټي لارې تړلې دي.
دغه اقدام د تگ راتگ او دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارتي تبادلې د بشپړ بندیدو سبب سوی او هره ورځ افغانستان او پاکستان ته په میلیونونو افغانیو تاوان رسوي. د سرحدي لارو د تړلو له امله، د تجارتي مالونو د انتقال موټرونه ولاړ پاته دي.
د افغانستان د تجارت او پانگه اچونې د خونې د مدیره هیئت غړی خان جان الکوزی، وايي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر اوربند سربیره لا سرحد نه دی پرانیستل سوی او د کراچي له بندره د افغانستان د تاجرانو باراخیستل بند دي.
هغه دویچه ویلې ته وویل:«د سولې په توافق سره باید په عاجله توگه لار پرانیستل سوې وای چې هم د افغانستان او هم د پاکستان خصوصي سکټور ته ډیر زیانونه رسیږي. خو تراوسه پورې لار نه ده پرانیستل سوې.»
اوه سوه میلیونه افغانۍ تاوان
خانجان الکوزی، چې همدارنگه د پاکستان او افغانستان د تجارت د گډې خونې غړی هم دی، زیاتوي چې هلې ځلې ادامه لري ترڅو دغه ستونزه حل سي: «موږ ته ژمنه سوې وه چې د اوربند له مهم توافق وروسته لارې پرانیستل کیږي او پر دې میکانیزم باندې بحث کیږي، خو تراوسه هیڅ ډول اقدام نه دی سوی.»
هغه په اندیښنې سره زیاتوي چې په میوو، ترکاریو او نورو خرابو سوو توکو بار ۵۰۰ لارۍ له سرحد څخه بیرته رد سوې دي او دغه کار دواړو خواوو ته نیژدې ۷۰۰ میلیونه افغانۍ تاوان رسولی دی.
مخکې له دې د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب، هم ویلي دي چې میوې او ترکارۍ، پاکستان ته د صادراتو په تمه د خرابیدو په حال کي دي. په پیښور کې د پاکستان د گمرک یوه لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې په سمنټو، دارو درملو، وریجو او نورو اساسي مالونو څه د پاسه ۱۵۰۰ډکې لارۍ او کانتینرونه، په تورخم کې د انتظار په حال کې دي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې په کابل کې د اکتوبر د نهمې نیټې له بریدونو وروسته پیل سوې. طالبانو د دغو چاودنو مسؤلیت د پاکستان پرغاړه اچولی او په جواب کې یې په سرحد کې د غچ اخیستنې عملیات پيل کړل چې د اسلام آباد له سخت غبرگون سره مخامخ سول.
له یوه ۴۸ ساعته اوربند وروسته، پاکستان د جمعې په ورځ یو وار بیا په افغانستان کې ځینې سیمې په نښه کړې او ادعا یې وکړه چې هغه وسله والې ډلې یې تر هدف لاندې راوستي دي چې د طالبانو له خوا ورته پناه ورکړل سوې ده؛ داسي یوه ادعا چې طالبانو تل هغه رد کړې ده.
بلاخره دواړو خواوو د یکشنبې په ورځ د ترکیې او قطر په منځگړیتوب د یوه اوربند پرسر توافق وکړ. د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې په دغه توافق کې «د دوامدارې سولې د تثبیت له پاره میکانیزمونه» شامل دي، که څه هم جزیات یې لا تر اوسه نه دي خپاره سوي.