1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبري دريمه ورځ هم رواني دي

نجيب الله زيارمل رويترز، د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ آبان ۵, دوشنبه

سرچينې وايي چي د افغانستان او پاکستان چارواکي چي په خبرو کي يوې تلپاتي سولي ته و نه رسېدل، د دوشنبې په ورځ هم په استانبول کې په خبرو بوخت دي. د امريکا ولسمشر بيا د منځکړيتوب وړانديز تکرار کړی دی.

په قطر کي د طالبانو او پاکستان د دفاع وزيرانو پر اوربند هوګړه وکړه
د سولي د خبرو په اړه د طالبانو او پاکستاني پلاوي څرګندوني متفاوتي ديانځور: Qatar MFA

دغو دواړو هيوادونو په سرحدي سیمو کي پر يو بل باندي تر خونړيو بريدونو وروسته چي په لسونو کسان پکښې ووژل سول، د اکتوبر مياشتي پر ۱۹ په دوحه کي پر اوربند موافقه وکړه. دا په افغانستان کي واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسي تر ټولو ستر تاوتريخوالی وو.

د سولي د خبرو اترو اوسنی دوهم پړاو چي د ترکيې په منځکړيتوب روان دی، موخه يې د اوږدمهاله اوربند ټينګښت دی، خو دواړو اړخونو د دې خبرو اترو په اړه کاملاً متفاوت تفسيرونه وړاندي کړي دي.

د پاکستان دوو امنيتي سرچينو پر افغان طالبانو تور لګولی دی چي د خبرو اترو له پروسې سره همکاري نه کوي.

له دغو سرچينو څخه يوې يې ويلي دي: »د پاکستان پلاوي دا روښانه کړې ده چي د پولې هاخوا د ترهګرۍ په اړه زموږ د اصلي غوښتنو په اړه هيڅ ډول جوړجاړی ممکن نه دی.«

په دغو خبرو اترو کي د طالبانو يوه استازي هغه ادعا چي دغه ډله د خبرو اترو خنډ سوې ده »دروغ« بللې او زياته يې کړه چي خبري لا رواني دي.

هغه وويل: »په مجموع کي غونډه ښه روانه ده او موږ د دوستۍ په فضا کي پر مختلفو مسائلو بحث وکړ.«

دغه کس د نوم نه ښوولو په شرط خبري وکړی، ځکه چي دوی ته په عامه توګه پر دې مسئلې باندي د خبرو کولو اجازه نه وه.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ له دولتي راډیو تلويزيون سره په خبرو کي وويل »د افغانستان اسلامي امارت د خبرو اترو ملاتړ کوي او باور لري چي ستونزي او مسايل د خبرو اترو له لاري حل کيدای سي.«

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند د خبرو اترو د اوسني حالت په اړه له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.

د جګړې ګواښ

د پاکستان د دفاع وزير د شنبې په ورځ وويل چي هغه باور لري چي افغانستان سوله غواړي، خو د استانبول په خبرو اترو کي يوې موافقې ته نه رسېدل به د »ښکاره جګړې« په معنی وي.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د يکشنبې په ورځ ناوخته د شخړي د پای ته رسولو له پاره د مرستي وړاندي تکرار کړ.

هغه د ماليزيا په پلازمېنه کوالالمپور کي د يوې سيمه ايزي سرمشريزي په څنډه کي وويل: »زه به دا ډېر ژر حل کړای سم، زه دواړه پېژنم.«

هغه زياته کړه: »زه هيڅ شک نه لرم چي موږ به دا کار په چټکۍ سره وکړو.«

د پاکستان او طالبانو د نښتو پر مهال د شوو ادعاو څیړنه

05:41

This browser does not support the video element.

دغه نښتي په روانه مياشت کي پر کابل باندي د پاکستان په يوه هوايي بريد سره پيل سوې چي موخه يې د پاکستاني طالبانو مشر وو. پاکستاني طالبان له افغان طالبانو يوه جلا ډله ده.

طالبانو بيا دغه بريد ته له پاکستان سره د ۲۶۰۰ کيلومتره په اوږدو کي پولي باندي د پاکستان پر پوځي پوستو په بريدونو سره جواب ورکړ.

پاکستان پر افغان طالبانو تور لګوي چي پاکستاني طالبانو ته يې اجازه ورکړې ده چي په مصونيت سره هلته فعاليت وکړي او له هغه ځايه د پاکستان پر امنيتي ځواکونو خپل بريدونه وکړي. خو کابل دغه ادعا ردوي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اوربند مات سو؟

د پاکستان پوځ د يکشنبې په ورځ وويل چي د افغانستان له پولي سره نيږدې د پوځ او پاکستاني طالبانو ترمنځ بريدونو کي پنځه عسکر او ۲۵ وسله وال وژل سوي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوله کي له اوربند سره سره بیا هم وسله واله شخړه سوې ده. د پاکستان د پوځ په وينا په دغو نښتو کي ۲۵ وسله وال او پنځه پاکستاني سرتيري وژل سوي دي.

د پاکستان پوځ د رسنيو څانګي ويلي دي چي په پاکستاني طالبانو پوري اړوندو دوو ډلو د افغانستان او پاکستان د پولي په دوو مختلفو سيمو کي هڅه وکړه چي د دغه هيواد د خيبر پښتونخوا ايالت ته ننوځي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل