د طالبانو او پاکستان د مذاکراتو د بې نتیجې والي دلیل څه دی؟
۱۴۰۴ آبان ۱۹, دوشنبه
په استانبول کې پر افغانستان باندې د طالبانو د حاکمې ادارې او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو د وروستۍ دورې له بې نتیجې پاته کیدلو وروسته، دواړو خواوو د خبرو اترو له لارې د ستونزو حلولو ته خپله ژمنتیا وښودله، خو په عین حال کې یې ددغو مذاکراتو د بې نتیجې پاته کیدو دلایل هم وشمیرل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ:«پاکستان د خبرو اترو له لارې د دواړو خواوو ترمنځ اختلافاتو حلولو ته ژمن دی. سره له دې، د پاکستان اصلي اندېښنه یعني له افغانستان څخه ترهگري باید په لومړیتوبونو کې راسي.»
اړوند:د افغانستان او پاکستان تر منځ اوربند؛ اردوغان وايي یو پلاوی پاکستان ته استوي
اسلام آباد د طالبانو اداره په دې تورنوي چې وسله والو ډلو ته پناه ورکوي، په ځانگړې توگه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته، چې په منظم ډول په پاکستان کې د وژونکو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخلي.
پر افغانستان باندې حاکم طالبان نوموړې ډلې ته له پناه ورکولو څخه انکار کوي او د پاکستان پر حکومت ورته تورونه لگوي.
د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی، د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ په انستیتوت کې خپله وینا کې ددغې ادعا په ردولو سره ویلي دي: «برعکس، موږ هغوی ته وایو چې ستاسو په خاوره کې د داعش ډلې روزنه موندلې ده، انتقالیږي او دلته بریدونه ترسره کوي، تاسي باید دغه بهیر په ټپه ودروی!»
طالبان: د پاکستان غوښتنې منطقي نه دي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د طالبانو ادارې د دغو ملیشو په وړاندې د هر ډول گام له پورته کولو ډډه کړې او«هڅه یې کړې چې له هغو ژمنو شاته سي چې د [مذاکراتو] په لومړي پړواو کې یې منلې وې.»
خو د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزیر ددغو مذاکراتو د بې نتیجې پاته کیدو په هکله ویلي دي: «د دغه نه پرمختگ تر ټولو مهم دلیل دا ؤ چې د پاکستان استازو داسي وړاندیزونه مطرح کړل چې نه منطقي ول او نه د پلي کیدو وړ. د مثال په ډول، د هغوی غوښتنه داوه چې موږ ته ضمانت راکړی چې په پاکستان کې به هیڅ ډول امنیتي پیښه رامنځته نه سي. آیا موږ د پاکستان د امنیت مسؤل یو؟»
اړوند:طالبانو تائید کړه چې پاکستان سره ېې وروستي مذاکرات ناکام شوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل وار سره ویلي چې طالبان هڅه کوي چې د هغو «پاکستاني ترهگرو» موضوع چې په افغانستان کې پټ دي، د یوې بشري موضوع په توگه ښکاره کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د طالبانو اداره هغه جنگیالي چې په ۲۰۱۵م کال کې د پوځ د عملیاتو په ترڅ کې افغانستان ته ننوتي دي، مهاجر معرفي کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي:«هغوی [پاکستاني جنگیالي] د نړیوال امنیتي مرستندویه ځواک (ایساف) او د هغه وخت د افغان حکومت په وړاندې جگړه کې له افغان طالبانو سره مرسته وکړه. اوس د طالبانو رژیم دغو ترهگرو او د هغوی کورنیو ته د هغوی وفادارۍ ته د انعام په بدل کې پناه ورکوي. همدغو ترهگرو، په پاکستان کې د ترهگريزو فعالیتونو د ترسره کولو له پاره، په افغانستان کې د روزنې کمپونه جوړ کړي دي.»
امیرخان متقي په دې اړه وايي چې د وزیرستان مهاجر د افغانستان په مرکزي ولایتونو کې ځای پر ځای سوي دي، ترڅو د هغوی په اړه د پاکستان "اندېښنې" له منځه ولاړې سي.
افغانستان ته د (ټي ټي پي) د انتقال وړاندیز؟
د دواړو خواوو د چارواکو څرگندونې له متقابلو تورونو ډکې دي. د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزیر، پاکستانی طرف، «د افغانستان له حریم څخه په سرغړونې» او افغانستان ته د پاکستان له هوايي حریمه د [بې پیلوټه ] الوتکو د تیریدو په اجازه ورکولو تورن کړی دی.
متقي په دغه وینا کې ویلي دي: «حتی یو ځل یې وغوښتل چې د پاکستان تحریک طالبان (ټي ټي پي) دي افغانستان ته انتقال سي. آیا افغانستان لیونی دی چې د یوه بل هیواد ستونزې خپلې خاورې ته انتقال کړي؟»
د دواړو خواوو ترمنځ هغه اوربند چې د اکتوبر پر ۱۹ مه په دوحه کې ورباندې توافق وسو، پر انفرادي ډزو سربیره بیا هم ادامه لري، خو دواړو خواوو خپله تنده لهجه همدارنگه ساتلې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي: «د پاکستان وسله وال ځواکونه او خلک مصمم دي چې د ترهگرۍ د بلا ریښې له خپلې خاورې وباسي او د هغوی د ملاتړ کوونکو، شریکانو او مالي تأمین کوونکو په وړاندي به اقدام وکړي.»
د طالبانو خارجه وزیر رامنځته سوی کړکیچ «د پاکستان په حکومت کې د ځانگړې کړۍ» کار بولي او زیاته کړې یې ده: «که بیاهم ځینې کړۍ، ځینې پروژې ترسره کړي، نو افغانستان به هم له خپل ځانه د دفاع حق ولري او دفاع به هم وکړي.»
په دې ترڅ کې، ترکیه چې د وروستیو مذاکراتو کوربه وه، په دې هڅه کې ده چې دغه مذاکرات ادامه پیدا کړي. انقرې اعلان کړی دی چې په دې هدف به یو هیئت اسلام آباد ته سفر وکړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، ویلي دي چې منځگړیتوب پر «سمه خوا» په حرکت کې دی. هغه خبریالانو ته ویلي دي: «موږ د مثبتو نتیجو په هیله یو.»