د طالبانو او پاکستان شخړه: د ۷۰ زرو کوچنیانو بې ځایه کیدل
۱۴۰۴ اسفند ۲۱, پنجشنبه
د «کوچنیانو د ژغورلو» په نوم مرستندوی سازمان د چهارشنبې په ورځ په برلین کې اعلان وکړ چې دغو نښتو د مرستندويو سازمانونو پر کارونو هم اغېز کړی دی.
نوموړی سازمان مجبوره سوی چې په دغه سیمه کې د زده کړې، د کوچنیانو د ملاتړ، روغتیا او تغذیې په برخه کې خپلې برنامې بندې کړي.
دا په داسې حال کې چې په دغه سیمه کې د ۲۰۲۵م کال د ویجاړوونکې زلزلې اغیزمن کسان لاهم حیاتي ملاتړ ته اړتیا لري.
اړونده موضوع: یونیسف: په میلیونو کوچنیان په نړیوالو بحرانونو کې له خپلو حقونو محروم دي
د کوچنیانو د ملاتړ دغه سازمان له ۱۹۷۶م کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري او په اوس وخت کې کوچنیانو او بې ځایه سوو کورنیو ته عاجلې مرستې وړاندې کوي.
د دغه نړیوال مرستندوی سازمان په کار کې د گډودیو له امله، په مجموع کې تقریباً ۱۳۴ زره کسان اغیزمن سوي دي.
د کوچنیانو د ژغورنې سازمان اعلان وکړ: «شاوخوا ۸۰۰۰ کوچنیان د کوچنیانو د ژغورنې او همکارو سازمانونو په برنامو کې، مکتب ته د تلو او خوندي کیدو فرصت له لاسه ورکوي.»
ملگرو ملتونو هم د غذا ویش بند کړ
د خوړو نړیوال پروگرام «دبلیو اف پي» هم د غذا د ویش پروگرام په هغو سیمو کې په ټپه درولی دی چې نښتې پکښې روانې دي. دا کار څه ناڅه ۱۶۰ زره کسان اغیزمن کوي.
د ملگرو ملتونو د ارقامو له مخې، د فبرورۍ مياشتي له ۲۶ مې وروسته، د طالبانو ادارې او پاکستاند حکومت ترمنځ نښتو کې په افغانستان کې شاوخوا ۵۶ ملکيان وژل سوي او څه د پاسه ۱۲۰ نور زخمیان سوي دي چې ډېر یې کوچنیان او ښځي وې.
اړونده موضوع: د کوچنیانو د ژغورنې سازمان: په هرو ۳۰ ثانیو کې یو مهاجر ماشوم افغانستان ته ستنیږي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ له میاشتو راهیسې نښتې روانې دي. د فبرورۍ مياشتي په پای کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ نښتې یو وار بیا شدیدې سوې.
د پاکستان هوايي ځواکونو په افغانستان کې ځیني هدفونه بمبار کړل او د طالبانو ادارې هم په سرحدي سیمو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه ترسره کړل.
پاکستان په کابل کې د طالبانو اداره د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورنوي، کوم چې په دې تورن دي چې په وار وار سره یې په پاکستان کې ترهگر بریدونه ترسره کړي دي. د طالبانو اداره دغه ډول تورونه ردوي.