د طالبانو بریدونو ۱۷ کسان ووژل
۱۳۹۳ بهمن ۹, پنجشنبهتر ټولو مرگونې برید د چهارشبنې په ماښام په غزني ولایت کې رامنځ ته شو چې په ترڅ کې یې طالبانو په اندړ ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې باندې حمله وکړه او ۱۱ تنه سیمه ییز پولیس یې ووژل. په دې پیښه کې شپږ تنه نور سیمه ییز پولیس ټپیان هم شول.
د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي، ویلي دي چې د اندړ ولسوالۍ په پیښه کې همداراز شپږ تنه طالبان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.
د غزني ولایت د پولیسو مرستیال اسدالله انصافي، د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې یاغیانو د پوستې په اړه معلومات د خپل هغه ملگري په مرسته ترلاسه کړي وو چې یو کال مخکې له سیمه ییزو پولیسو سره یوځای شوی وو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه پیغام کې د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.
له بلې خوا د پنجشنبې په سهار په لغمان ولایت کې د سړک د غاړې یوه بم د یوه پولیس په گډون څلور کسان ووژل. د دې ولایت ویاند سرحدي ځواک، د برید پړه پر طالبانو باندې واچوله او روښانه یې کړه چې چاودنه د دې ولایت په مرکز مهترلام کې رامنځ ته شوې ده.
د وردک ولایت ویاند عطالله خوگیاڼي، ویلي دي چې په یوې بلې پیښې کې طالبانو د دې ولایت د یوه کلي دوه تنه اوسیدونکي له خپلو کورونو څخه ایستلي او بیا یې وژلي دي.
په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال له پای ته رسیدو سره د ناټو جنگي ماموریت هم پای ته ورسید. اوس د دې هیواد ټول امنیتي مسوولیتونه پخپله د افغانانو پر غاړه دي. په جگړه کې د ناټو ځواکونو د ځمکني ملاتړ له بندیدو او هوایي ملاتړ له کمیدو سره د افغان امنیتي ځواکونو تلفات هم ډیر لوړ شوي دي. افغان او بهرني چاواکي وایي چې طالبان به د اوړي له رسیدو او د هوا له گرمیدو سره پر افغان ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته نور هم زور ورکړي.