1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

دفاع وزارت: مناسب وخت کې د مناسب ځواب ورکولو خبرداری ورکړ

۱۴۰۴ اسفند ۳, یکشنبه

طالبان وايي پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستان پوځ د تېرې شپې بریدونو کې په لسګونو ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي. یو شمېر افغان سیاستوالو دغه حملې غندلي او له بل لورې ېې د عامو افغانانو غوصې راپارولي دي.

Afghanistan Bihsud 2026 | Männer suchen nach Opfern eines pakistanischen Luftangriffs
انځور: Aimal Zahir/AFP/Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو اداره وايي چې تېره شپه پاکستان د افغانستان د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې پر «څو ملکي سیمو» بمبارۍ کړي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسونو کسان په کې وژل شوي دي.

د طالبانو دفاع وزارت ويلي چې پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان یرغل کړی. دغه وزارت په یوه اعلامیه کې چې پر اکس شبکه یې خپره کړې ويلي: «پاکستاني خاصې نظامي حلقې یوځل بیا په افغان خاوره تجاوز وکړ. تېره شپه ېې په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې زموږ ملکي هېوادوال بمبار کړل...»

په اعلامیه کې راغلي چې په دغو بمباريو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دغه اعلامیه چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر اکس شبکه خپره کړې په یوه برخه کې ېې راغلي: « پاکستاني جنرالان په خپل هېواد کې امنیتي کمزوري په همداسې جنایاتو جبرانوي.»

د پاکستان دغو حملو ته یو شمېر افغان سیاستوالو غبرګون ښوولی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله فېسبوک پاڼه پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستان هوايي حملې غندلي او دا ېې «د افغانستان د حاکمیت ښکاره نقض» بللی دی. کرزي ويلي چې پاکستان دې «د افغانستان په هکله خپلو پاليسيو باندې بیا کتنه وکړي او د ښه گاونډیتوب او متمدنه لاره اختیار کړي.»

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د پخواني حکومت استازي نصیر احمد فایق هم دغه حملې غندلي دي. هغه په یوه اعلامیه کې چې پر اکس شبکه ېې خپره کړې ویلي چې په دغو حملو کې ۱۷ کسان وژل شوي دي.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «دا ډول کړنې د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو، په ځانګړې ډول د ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي له اصل، او همدارنګه د نړېوال بشري حقونو له منل شوو اصولو څخه ښکاره سرغړونه بلل کيږي.»

 فایق زیاته کړې: «موږ د دا ډول بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه کوو.»

پر ټولنیزو رسنیو د حملو د ځای انځورنه لاس په لاس کیږي. په یوه ويډیو کې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي چې پر کور ېې بمباري شوې چې د دوو زامنو، ورېندار او ورور په ګډون ېې د کورنۍ څو غړي وژل شوي دي. دغه کس په خپلو خبرو کې همدارنګه وايي: «... ټولې لورګانې مې هم لاړي دلته پرتې دي...» دغه ځايي اوسیدونکي وویل دوی په کوټو کې ناست ول چې پرې بمباري وشوه.

د سیاسي چارو شنونکي احمد سعیدي په یو یاداشت کې چې دویچه وله ته هم رسېدلی ويلي چې د پاکستان د تېرې شپې په حملو کې د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې د ېوې کورنۍ ۱۹ او د بلې کورنۍ ۱۷ غړي وژل شوي دي. سعيدي د وژل شوو کسانو نوملړ هم خپور کړ چې د یو کس عمر ۸۰ کاله او د پاتې نورو د یو او ۴۰ ترمنځ دي. په دغه ۱۷ کسیز لېست کې د ښځو نومونه هم شامل دي.

خو پاکستان ادعا کوي چې په دغو حملو کې ېې د اورپکو ۷ کمپونه په نخښه کړي دي او دا ېې په پاکستان کې د وروستیو ځانمرګو بریدونو په ځواب کې یو «انتقامي» اقدام ښودلی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي چې کرښې ته نژدې علاقه کې دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر اساس د «تروریستانو د کمپونو او پټنځایونو» پر ضد شوي، خو نور جزئیات ېې نه دي ورکړي.

خو د طالبانو د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي چې بیګانۍ حملې پر «څو ملکي سیمو» چې په هغو کې یوه ديني مدرسه او ګڼ ملکي کورونه شامل دي، شوي دي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ اړيکې په وروستیو کې ښې نه دي. د طالبانو د ادعاو پر اساس، پاکستان تر دې مخکې هم پر افغانستان ورته هوايي بریدونه کړي دي. اسلام آباد ادعا کوي هغه وسلوال چې په پاکستان کې مرګونې حملې کوي د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه لري او دوی په خپلو حملو کې همدا ډول پټنځایونه په نخښه کوي. خو طالب چارواکو تل د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړي او وايي دوی هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

د طالبانو ادارې تېرکال پاکستان تورن کړ چې پر افغانستان ېې د ډرون بریدونو کړي چې بیا ېې په غبرګون کې د کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو «انتقامي حملې» ترسره کړې. اوس د طالبانو د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دغه وزارت د «هیواد د حریم ساتنه او د ولس امنیت خپل شرعي او مسئولیت ګڼي او په مناسب وخت کې د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری ورکوي.»

د پاکستان د دفاع وزیر: موږ د طالبانو د ملاتړ بيه ورکوو

00:38

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب