1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د رئيس الوزرا د بدلون دلیل څه دی؟

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبه

د طالبانو په رياست الوزرا کې تر بدلون وروسته، ځیني شنونکي وايي چې دغه ډول پریکړه به د نوموړي ډلې په سیاست کې د تغیر سبب نه سي، بلکه دا کار د کندهار د طالبانو او حقاني شبکې ترمنځ د قدرت د تقسیم له پاره یوه هڅه ده.

Afghanistan | Taliban Premierminister Mullah Mohammad Hassan Akhund
انځور: Balkis Press/Abaca/picture alliance

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د رسنیو تر رپوټونو وروسته تائید کړه چي مولوي عبدالکبیر د ملامحمد اخوند دنده د کفیل په توگه پرمخ بیايي. طالبانو ویلي دي چي ملا حسن آخوند د »معالجې او استراحت« له پاره په کندهار کي دی.

طالبانو د ملامحمد حسن آخوند د ناروغۍ په هکله څه نه دي ویلي او کندهار ته د هغه انتقالیدل دا گومان رامنځته کړی او دغه تبدیلي کوم صحي دلیل نه لري.

آرشیف انځور: مولوی عبدالکبیر، د ریاست الوزرا سرپرستانځور: mehrnews

د سیاسي چارو کارپوه او په پاکستان کي د افغانستان د پخواني حکومت سفیر احمد سعیدي، دویچه ویله ته وویل چي د طالبانو مذهبي رهبر ملا هيبت الله اخندزاده په دغه ډول اقدام سره غوښتل د طالبانو په اداره کي یو توازن رامنځته کړي: »سراج الدین حقاني به په غیرمستقیم ډول تل انتقاد او شکایت کاوه. ملا هيبت الله، عبدالکبیر د رئیس الوزرا د سرپرست په توگه وټاکه تر څو حقاني نور اعتراض و نه کړي.«

د سعیدي په خبره، د رئيس الوزرا د سرپرست په توگه د مولوي عبدالکبیر په ټاکل کیدو سره د ملا هيبت الله د کندهاري پلویانو او حقاني شبکې ترمنځ قدرت تقسیم سو.

زموږ له آرشیف څخه: 

د سیاسي چارو شنونکي، اسدالله ندیم چي د طالبانو حکومت فعالیتونه له نیژدې څاري، دویچه ویلي ته وویل: »ملا هيبت الله د حقاني شبکې د کمزورۍ له امله ښايي دغه ډول دستور ورکړی وي.«

آیا د پالیسۍ تغییر پر لار دی؟

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کي واک ته د طالبانو د رسیدو راهسي، دغي ډلې له شپږم ټولگي وروسته د نجونو پر مخ د مکتب دروازې تړلي دي او ښځي یې له سیاسي او مدني فعالیتونو منع کړي دي. د ملگرو ملتو سازمان او لویدیځو هیوادونو تل د دغي ډلي په سیاستونو کي د بدلون راوستلو غوښتنه کړې ده.

اړوند موضوع: کندهار ته د قطر د لومړي وزیر سفر، قطر له طالبانو څه غواړي؟

د نجونو د ښوونځيو بیرته پرانیستل، بشري حقونو ته درناوی او د همه شموله حکومت رامنځته کول هغه غوښتني دي چي نړیواله ټولنه یې له طالبانو لري. خو شنونکي وايي چي د مولوي عبدالکبیر په گوماریدو به هم د طالبانو په عمومي سیاست کي کوم بدلون رانه سي.

د سیاسي چارو شنونکي طارق فرهادي دویچه ویلي ته ویلي: »نړیواله ټولنه د طالبانو په پالیسۍ کي د بدلون غوښتونکې ده، نه دا چي څوک په کوم مقام کي وي.« هغه زیاتوي، که په راتلونکو ورځو کي د مولوي عبدالکبیر ځای »یو غیر طالب کس« ډک کړي او یا هم اعلان وسي چي د نجونو ښوونځي خلاصیږي، دا د طالبانو په پالیسۍ کي یو تغیر دی، غير له هغه به کوم شی بدلون ونه مومي.

اړوند موضوع:چین له طالبانو وغوښتل چې د ښځو په اړه خپله تګلاره بدله کړي

ندیم وايي: »د اشخاصو تغیر او تبدیل به د طالبانو د سیاست د بدلون سبب و نه گرځي« د هغه په خبره  دغه ډول تبدیلۍ نه سي کولای د طالبانو د حکومت څیره بدله کړي.

آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟

29:30

This browser does not support the video element.

سعیدي هم په ورته نظر دی چي د طالبانو په ریاست الوزرا کي بدلون به د دغي ډلې په پریکړو او سترو سیاستونو کي کوم بدلون رانه ولي. د هغه په خبره، ملا محمد حسن اخند د نجونو د ښوونځيو سخت مخالف دی او د دغو مکتبونو پرانستلو ته نه حاضریږي، په داسي حال کي چي »مولوي عبدالکبیر هم د ملامحمد حسن اخوند غوندي د نجونو د ښوونځيو مخالف دی.«

سعیدي وايي چي ملا محمد حسن آخوند »ډير د امریکا ضد« وو.

دغه ډول تغیر په داسي حال کي رامنځته کیږي چي په دا وروستیو کي د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان الثانی او د دغه هیواد خارجه وزیر کندهار ته چي ویل کیږي د طالبانو د قدرت او پریکړو نیولو مرکز دی، سفر کړی او د ملا محمد حسن آخوند په شمول یې د طالبانو له چارواکو سره کتلي دي.

شنونکي وايي چي د قطر صدراعظم په دغه سفر کي د نړیوالي ټولني په تیره بیا امریکا متحده ایالاتو پیغام د طالبانو مشرانو ته رسولی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل