طالبانو او هندي چارواکو پر تجارتي مسایلو خبرې اترې کړي
۱۴۰۴ آبان ۲۹, پنجشنبه
د طالبانو د ادارې د صنعت او تجارت وزیر، نورالدین عزیزی نوي ډیلي ته د خپل سفر په ترڅ کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر، سوبرامانیام جیشنکر سره لیدنه کتنه کړې ده.
دغه سفر په داسې یوه وخت کې ترسره کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې کړکیچنې دي او د سرحدي شخړو له امله د دواړو هیوادونو تجارت لاهم بند دی.
جیشنکر د پنجشنبې په ورځ پر ایکس ولیکل:«نن مازدیگر په نوي ډیلي کې د افغانستان د صنعت او تجارت له وزیر، الحاج نورالدین عزیزی سره له لیدنې کتنې څخه خوشحاله یم.»
د هند خارجه وزیر زیاته کړه: «په دغه لیدنه کتنه کې مو د تجارت، ارتباطاتو او اړیکو د پیاوړي کیدو او له خلکو سره د خلکو د اړیکو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان د خلکو له پرمختگ او هوساینې څخه مو د هند پر ملاتړ ټینگار وکړ.»
اړوند:له پاکستان سره د سوداګرۍ ځنډول؛ طالبانو هند ته هيئت لېږلی
پاکستان سره له کړکیچ سره سم له هند سره د طالبانو اړیکې
د طالبانو د سوداگرۍ وزیر د یوه هیئت په مشري د چهارشنبې په ورځ نوي ډیلي ته سفر وکړ.
د طالبانو د صنایعو او تجارت وزارت د پنجشنبې په ورځ د ایکس پر پاڼه ولیکل چې نورالدین عزیري د هند له خارجه وزیر سره په لیدنه کتنه کې«د ایران د چابهار بندر د بیا فعاله کیدو، د دواړو هیوادونو د تجارتي اتیشې د معرفي کیدو او د افغانستان د خصوصي سکتور د غړو له پاره د ویزې د صادرولو د آسانتیاوو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.»
د طالبانو د تجارت د وزارت په اعلامیې کې راغلي دي: «د هغه کاري گروپ د بیا فعاله کیدو په نتیجه کې چې مخکې د دواړو هیوادونو ترمنځ موجود و، د گډې خونې او چابهار د بندر د ستونزو د حل کیدو په هکله هوکړې رامنځته سوې.»
دا په شاوخوا تیرې یوې میاشتې کې، هند ته د طالبانو د لوړپوړو چارواکو دوهم سفر دی. مخکې له دې د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي هند ته سفر وکړ او له هندي مقاماتو سره یې د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو د پراخوالي په هکله توافق وکړ.
د طالبانو د ادارې د تجارت وزارت وویل چې عزیزي همدارنگه په نوي ډیلي کې له یوه نندارتون څخه هم لیدنه وکړه او په دغه نندارتون کې یې له افغان تاجرانو سره خبرې اترې کړې دي.
د طالبانو د تجارت وزیر په هندکې له افغان تاجرانو سره ژمنه وکړه چې د بانکي، گمرکي او قوانینو د ښه کیدو په ډگر کې به همکاري وکړي.
د طالبانو د تجارت وزارت د ایکس پر شبکې ولیکل چې نورالدین عزیري په نوي ډیلي کې د هند د تجارت د پراختیا د سازمان له مشرتابه سره لیدنه کتنه کړې ده.
ددغه وزارت په اعلامیې کې راغلي دي:«په دغه ناسته کې، د تجارتي نندارتونونو د پرانیستلو پر اهمیت، په دغو پروگرامونو کې د افغانستان د شرکتونو د فعال حضور، د افغان شرکتونو له پاره د ځانگړې څانگې د مشخص کولو، د افغان گډون کوونکو له پاره د ویزې د صادرولو د بهیر د آسانتیا، په کابل او نوي ډیلي کې د افغان-هند د گډو نندارتونونو د پرانیستلو او د همکاریو د کچې د زیاتوالې په هکله بحث او د نظرونو تبادله ترسره سوه.»
هند او د طالبانو اداره همدرانگه هڅه کوي ترڅو د ایران د چابهار د بندر له ظرفیت څخه په استفادې سره د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارت زیات کړي.
د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ د کړکیچ دوام
نوي ډیلي ته د طالبانو د ادارې د تجارت د وزیر سفر، په داسې یوه وخت کې رامنځته کیږي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې ترینگلي دي او پاکستان له سرحدي نښتو وروسته لا هم د تورخم او سپین بولدک سرحدي لارې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ مهمې تجارتي لارې دي، پرانیستي نه دي.
دغه دوې سرحدي لارې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ له سرحدي نښتو وروسته وتړل سوې.
له پاکستان سره له تاوتریخوالي وروسته، طالب چارواکي هڅه کوي چې د ایران په گډون له هند او گاونډیو هیوادونو سره تجارت ته وده ورکړي. طالبانو له تاجرانو غوښتي دي چې له پاکستاني خوا سره خپل حسابونه تصفیه کړي او د تجارت له پاره بدیلو لارو ته مخه کړي.