1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاتریش

د طالبانودمخالفينوپه گډون د«ويانا بهير» څلورمه غونډه پيل سوه

۱۴۰۳ تیر ۴, دوشنبه

د ويانا غونډه څلورم ځل د سياسي څېرو او د طالبانو ضد بهيرونو په حضور کي جوړه سوه. د دغې غوندي جوړونکو ويلي دي چي په دغه درې ورځنۍ غونډه کي د سياسي او مدني ډلو څه د پاسه ۶۵ استازو گډون کړی دی.

Österreich | Treffen afghanischer Politiker in Wien
آرشیف: د تیرکال په سپتمبرکی په ویانا کی د افغان سیاستوالو غونډهانځور: Naser Ahmadi/DW

د دوحې له دريمې غونډي  څخه پوره يوه اونۍ مخکي، چي په پام کي ده د جون پر ۳۰ مه او د جولای مياشتي پر لومړۍ نېټه جوړه سي، سياسي څېرو، هغو  بهيرونو چي د طالبانوپر وړاندي وسله واله جگړه پرمخ بيايي او د طالبانو ضد سياسي بهيرونو، د اتريش په ويانا ښار کي په څلورمه ناسته کي سره راټول سوي دي.

د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» د بهرنيو اړيکو مسؤل احمد ميثم نظري، پر ايکس پاڼه ليکلي: « د ويانا بهير د څلورم ځل له پاره، سياسي او مدني ځواکونه سره راټول کړي، تر څو په افغانستان کي د ډيموکراټيک راتلونکي له پاره يو له بل سره کار وکړي.»

د هغه په خبره، په دغه غونډه کي د سياسي او مدني ډلو څه د پاسه ۶۵ استازو او مشرانو او ځينو سياسي شخصيتونو گډون کړی دی. په پام کي ده چي دغه غونډه به درې ورځي دوام وکړي.

دغه غونډه د «يوه ډيموکراټيک افغانستان له پاره د ويانا بهير» تر عنوان لاندي د اتريش د نړيوالو چارو د تحقيقاتي انستيتوت د مرکز له خوا  جوړه سوې او د نورو سياسي څېرو ترڅنگ پکښي، د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود، د «افغانستان د آزادۍ جبهې» استازي  او د «افغانستان د ژغورنې له پاره د ملي مقاومت شورا» غړي حضور لري.

د افغانستان د ملي امنيت پخواني مشاور او خارجه وزير ډاکتر رنگين دادفر سپنتا، د غونډي په پيل کي په خپلو څرگندونو کي وويل: «د يوه آزاد، متحد او تجزيه نه منونکي او د ډيموکراسۍ او سولې لرونکي هيواد له پاره بايد د خلکو د يووالي ساتل لومړني او دايمي لومړيتوب ولري.»

دغه غونډه په داسي حال کي جوړيږي چي شاوخوا درې کاله مخکي د طالبانو  له خوا د قدرت تر اخيستلو وروسته، د دغې ډلې مخالف سياسي بهيرونه د يوه واحد کتار پر جوړولو بريالي سوي نه دي.

د طالبانو اداره تر اوسه پوري د هيڅ کوم هيواد له خوا په رسميت پيژندل سوې نه ده، خو ځيني گاونډي او د سيمي هيوادونه له هغوی سره ډيپلوماټيک تعامل لري.

په کابل کې «د افغانستان سیمه ايزې همکارۍ ابتکار» غونډه

32:38

This browser does not support the video element.

GP/NZ/Alizadah

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل