د متحدو غورځنګونو اجماع؛ جمعیت اسلامي خپله لار بیله کړه
۱۴۰۴ آذر ۲۰, پنجشنبه
د طالبانو دریو مخالفو غورځنگونو «د افغانستان د ژغورنې له پاره د مقاومت له عالي شورا»، «د ژغورنې له پاره ملي شورا» او «د سولې او عدالت له پاره ملي حرکت» د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د ډسمبر ۱۰مه) د «موازي جریانونو د همږغي» تر نامه لاندې یو حرکت اعلان کړ.
داسې څېرې لکه د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور، د افغانستان د خلکو د وحدت له گوند څخه محمد محقق، د ملي اسلامي جنبش گوند مشر، عبدالرشید دوستم، »د سولې او عدالت له پاره د ملي حرکت« مشر، حنیف اتمر، یونس قانوني، د مقاومت ملي د جبهې مشر احمد مسعود ، محمدعمر داوودزی، اسماعیل خان،سرور دانش او ځینو نورو سیاسي څېرو او پخوانیو چارواکو په دغه غونډه کې حضور درلود.
خو یوه ورځ وروسته له هغه، د صلاح الدین رباني په مشري د افغانستان د جمعیت اسلامي گوند چې مخکې «د افغانستان د ژغورنې له پاره د مقاومت په عالي شورا» کې شامل و، له دغه سیاسي جریان څخه خپل جلاوالی اعلان کړ.
د جمعیت گوند ولې د مقاومت له عالي شورا څخه بیل سو؟
د جمعیت اسلامي گوند د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د مؤقتي، موسمي او حساسو ائتلافونو پر جوړولو د تمرکز کولو پر ځای، د افغانستان د بحران د پای ته رسولو له پاره د اصلي مبارزې د محور پر پیاوړتیا باید تمرکز وسي.
ددغه گوند په اعلامیې کې راغلي دي: "د افغانستان د ژغورنې له پاره د ملي مقاومت عالي شورا ددې له پاره جوړه سوې وه چې وکولای سي د قانون د حاکمیت او په هیواد کې د ډیموکراسۍ د بیا راژوندي کولو له پاره د افغانانو د مبارزو د اصلي محور په توگه خدمت وکړي."
اعلامیې که څه هم په مشخص ډول «د همږغو جریانونو غونډې» ته اشاره نه ده کړې، خو ویلي یې دي چې د افغانستان د ژغورنې له پاره د ملي مقاومت شورا "د ځینو مشخصو گوندونو او پروګرامونو د ناسمو چلندونو پر بنسټ ولاړه ده چې ... له پراخو ملي ګټو سره سمون نه لري، د تیرو ناکامو تجربو یادونه کوي."
«د معاملې بوی»
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس، رحمت الله نبیل د طالبانو د مخالفینو د نوي ائتلاف په وړاند ې غبرگون ښودلی او ویلي یې دي: «افغانستان داسې ائتلاف ته اړتیا لري چې د هیلو بوی ورکړي، نه د معاملې بوی!»
نبیل ویلي دي، هرکله چې «د سیاسي مخالفینو پروژه مخکې له دې چې د افغانستان د خلکو پروژه وي، د هیوادونو پروژه سي، دوام به یې لنډ، اغیز به یې محدود او ډیر ژر به له منځه ولاړه سي.»
خو دغه پخواني چارواکي مشخصه کړې نه ده چې د افغانستان د څېرو او سیاسي جریانونو نوی ائتلاف د کوم هیواد پروژه ده. هغه همدارنگه نه دي ویلي چې ولې له دغه ائتلاف څخه د »معاملې بوی« راځي.
د سولې او عدالت په ملي حرکت کې بیلوالی
له دې سره سم د حنیف اتمر په مشري د «سولې او عدالت د ملي حرکت» د سیاسي جریان د مشرتابه له غړو څخه مبارز راشدي له نوموړي جریان څخه بیل سو.
راشدي د چهارشنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه کې ولیکل چې:"یو شمېر خلک د خپلو شخصي دریځونو پر بنسټ له دې ایتلاف سره یوځای سوي دي، په داسې حال کې چې د سولې او عدالت د ملي غورځنګ د مشرتابه په شورا کې ډیرو مهمو او پیژندل سوو سیاسي شخصیتونو په نوموړې ایتلاف کې له گډون سره مخالفت کړی وو."